(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۴)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړيوال جام سياليو کې خپله وروستۍ لوبه پرون له ويسټ انډيز سره وکړه چې سیالې لوبډلې ته يې د ۲۳ منډو په توپير ماتې ومنله.
د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې يې افغانستان ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.
د افغان توپ اچوونکو په استازیتوب دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي، راشدخان او سعید شېرزاد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغانستان په خپله توپ وهنه کې د ټولو پنځوس اورونو په لوبولو سره یوازې ۲۸۸ منډې جوړې کړې او خپله وروستۍ لوبه يې هم وبايلله.
په افغان لوبغاړو کې تر ټولو زياتې ۸۶ منډې اکرام علي خيل، بيا رحمت شاه ۶۲ او اصغر افغان ۴۰ منډې وکړې.
افغانستان په نړيوال جام سياليو کې نهه لوبې وکړې چې ټولې يې وبايللې.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان ملي لوبډله به د شنبې په ورځ بيرته خپل هيواد ته ستنه شي.

















