دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

په  څوارلسم کال هم افغانستان د نړۍ درېيم فاسد هېواد

fateh1 نشرونکی: fateh1
جنوري 28, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
97
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پوهنوال احمدالله موحد

د فاسد هېواد بل له شرمه ډک او منفي وياړ يو وار بیا د افغانستان په برخه شو دا وارې افغانستان د نړۍ د فاسدو هیوادونو په کتار کې تر شمالي کوريا او سومالیا وروسته دریم هیواد شو چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډير فساد پکې کيږي، ډنمارک، سويډن او فنلنډ بیا اول او دریم هیوادونه دي چې هيڅ فساد پکې نشته.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نوره نړۍ څه کوي، نوره نړۍ د خپل ژوند سمون له کوره را پيل کړی دی، ټولنې ته راغلی او بیا يي نو هيوادني سیاستونه را سم کړي او په نړۍ کې يي ښه نومونه، زور، اقتصاد او يا هم څارګره اداره او کړنې راج چلوي خو په افغانستان کې متاسفانه مرداری له کوره پيل کيږي، ان تر دې چې زموږ ګډ ژوند هم له فساده ډک وي يانې میرمن له خاوند سره ژوند هم ددې لپاره کوي چې په خيټه به يي ساتي او خاوند هم میرمنې ته یوازې او یوازې د اولاد راوړلو او کور د کارونو کولو تمه لري، انساني تمې نشته او که کله تمه وشي بیا نو د انسانيت له چوکاټه وزي او لکه ننۍ دموکراسي بیا نو نر د ښځې د کابو کيدو نه وي او ښځه هم د نر.

په هر حال په تیرو ۱۴ کلونو کې دا له شرمه ډک وياړ له هغې ورځې د افغانستان په نصيب کيږي چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د تیري لپاره د مشروعيت شعار:« ښه ژوند، په پښو ولاړ اقتصاد، پياوړی پوځ او پوليس، په خپلو پښو ولاړې او له هر ډول اداري فساد څخه پاکې ادارې او…..» وو خو نن په افغانستان کې يوازې عادي ژوند هم تصادف دی خو مرګ حتمي دی، اقتصاد خو هسې نشته خو امريکايي ډالرو دومره لټ عادت کړي يو چې په کلي کې ډير لرې بزګر چې ځمکه لري، کرونده يي کړي وي، د ژمي لپاره يي پسه حلال کړی وي، پسرلي ته يي تمه وي او لږ تر لږه يي پياز، سبزي او ميوې هم خرڅې کړي وي ولې دی هم په دې غم کې کې وي چې ډالرې به له کومه کيږي.

په افغانستان کې که د فساد سره د مبارزې خبره سمه وڅيړل شي د دريم وياړ نیمی کار موږ ته امريکې او بهرني اشغال کړی دی تر ټول ستر فساد د امريکې او ناټو په تړونونو، د سفارتونو له لوري د مدني ټولنو او ښځو د حقونو  په نوم په ورکول شویو پروژو او مرستو کې دی، خو له دې کارونو ډيره لږه پرده پورته کيږي او له هغو چې پرده هم پورته کيږي موخه يي دا نه وي چې افغانستان ته يي خیر ورسيږي بلکه دا راپور خپرول او ورته جوړه شوې اداره يا سیګار هم د امريکې د څارګرې ادارې د شتون د دوام لپاره بله پلمه ده او شونې ده له دې لارې هم پټه څه موخه ولري.

موږ په تیرو ۱۴ کلونو کې اوریدلي دي:« په څو ځايونو کې خيالي ښونځي جوړ شوي، خيالي پوليس شته، خيالي معاشونه شته دي، د ايټاليا په شپږو پسونو د مرستې په نوم شپږ ميليونه ډالره لګول شوي دي، د پچو په قرارداد کې يو ښه غټ پټ او مجاهد وزیر بسم الله محمدي اتيا ميليونه افغانۍ وهلي، د پوهنې وزارت په کتابونو کې پنځوس ميليونه ډالره خوړل شوي دي، امريکې خيالي تشنابونه جوړ کړي دي، د سرتیرو په نوم افغانستان ته له ټکس پرته تيل راځي.»

دا چې څومره ښارګوټي جوړ شوي دي، هر وزیر په ميليونونو ډالر له کومه کړي دي، شيرپور او د وزیراکبرخان لوړپوړيزې ماڼۍ د چا له جیبه جوړه شوې،لوړپوړیزې ماڼۍ او مارکيټونه د چا دي، پر غصب شويو ځمکو څه شی چا او څنګه جوړ کړل، دا ټولې د فساد هغه بیلګې دي چې پيل يي امریکې او ناټو وکړ او باالاخره دا په تیرو ۱۴ کلونو کې څوارلسم وار دی چې دا شرم په نړۍ واله کچه د افغانستان په نصیب کيږي.

موږ لکه څنګه په ادارو کې له اداري فساد څخه رنځ وړو، همدومره اخلاقي فساد هم زموږ کورنۍ ګواښي، څومره چې موږ مصرفي هیوادونه يو همدومره د فقیر ولس هډونه فقر،لوږه او سخت ژوند هم ورکښيکاږي، که موږ هرڅه ته د سروې، شننې يا اند پوښتنې له هېندارې وګورو له هیلو اوخبرو سره سره موږ د دومره سترې ناهيلۍ لوري ته روان يو چې هيڅ حد يي نشته، کاش ددې وطن اساسي ستونزه لکه څنګه چې ښايي هسې حل شوې وی، کاش زموږ ستونزې لکه څنګه چې ویل کيږي حل شوې وی، کاش زموږ حقوق لکه څنګه يي چې نور په رسنیو کې نارې وهي موږ ته راکول شوې وی.

راځئ په دې فکر وکړو چې ددې ډول کړنو لامل څوک دي، منو چې نړۍ موږ هم وژني هم مو مړی ژاړي خو موږ راځئ خپل قاتل ته و وايو چې نن پر موږ روان حالت ستا له لاسه دی، دلته چې هرڅه روان دي او تيريږي لامل يي موږ نه يو، موږ ته راغلی فساد د امريکې له راغلي ځواک او ادارو څخه سرچينه اخلي، که موږ فساد کړی دی نو په درې ټريليونه پیسو کې دا نورې يي چا يو وړې البته هیر مو نه شي چې موږ باید خپله خبره رڼه وکړو.

په سومالیا او شمالي کوريا کې  او بیا ورسره په سخت ناورین کې ښکيل سوډان ټول له سياسي پلوه له يوې ستونزې رنځ وړي دا درې واړه هیوادونه د تپل شویو  نښتو ښکار دي، سوډان يو وارې و ويشل شو او نن پکې کورنۍ جګړې روانې دي، سومالیا کلونو نښتې او استخباراتي پروژو داسې تيکه تيکه کړې که ورشې شونې ده افغانستان درته پاريس او نيويارک ښکاره شي او شمالي کوريا بیا د داسې يو مشر له لوري اداره کيږي چې دی هرڅه په ځان او خپلې کورنۍ کې ويني له دوی سره تش مخالف ددې لامل کيږي چې د سپي خوراک شې خو بل لوري ته يي له امريکې سره سياسي کړکيچ هم بیا د فاسد هیواد د نمرې ورکړې بل اړخ دی په هر حال دلته موږ ته راکول شوی شرم زموږ نه دی،دلته پر موږ روان جنګ زموږ نه دی، دلته پر موږ حالت زموږ نه بلکه د نورو دی او نور يي د ځان او خپلو پټو پروژو په خاطر مديريت کوي.

مخکینې مطلب

طالبان په ننګرهار کې له دولته غښتلي دي!

بل مطلب

دزړه درد

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د پزشکیان او شهباز شریف تلیفوني خبرې؛ سیمه کې پر روان وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د ایران مرستیال ولسمشر: د هرمز-ایران تنګی څخه په وړیا توګه بیړیو ته تګ اجازه نه ورکوو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

عراقچي: د امریکا متضاد دریځونه د بد نیت څرګندونه کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

د پزشکیان او شهباز شریف تلیفوني خبرې؛ سیمه کې پر روان وضعیت بحث شوی

د ایران مرستیال ولسمشر: د هرمز-ایران تنګی څخه په وړیا توګه بیړیو ته تګ اجازه نه ورکوو

عراقچي: د امریکا متضاد دریځونه د بد نیت څرګندونه کوي

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com