ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)
د جهاد د مشروعيت اصلي حکمت
قال الله تعالي:
)قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ اللّهُ عَلَى مَن يَشَاء وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ( (سورة، توبة،آية١٥)
ژباړه: وجنګيږئ له دغو کفارو سره اې مومنانو چې په عذاب کړي دوى الله تعالی په ﻻسونو ستاسې په قتل سره او رسوا کړي دوى په مقهوريت او مغلوبيت سره او مرسته درکړي تاسې ته په دغو کفارو باندې او شفا ورکړي زخمي سينو قوم د مومنانو ته )يخ او روغ کړي زخمي زړونه ددوى( او لرې کړي قهر او خفګان له زړونو د دغو مومنانو چې د کفارو له ايذا څخه پيدا وو او رجوع کوي الله تعالی په رحمت سره پر هغه چا چې اراده وفرمائي د هدايت يې او الله تعالی ښه عالم ده په ټولو احوالو او اشياؤ او ښه حکمت واله دى، په دغه آيت کې الله تعالی د جهاد د مشروعيت اصلي حکمت ته اشاره کړيده، په قران عظيم الشان کې د پخوانيو اقوامو هغه قيصې چى بيان شويدي له هغو ځينې ظاهريږي چې کله به کوم قوم په کفر، شرارت او د انبياؤ عليهم السلام په تکذيب اوعداوت کې له حد او اندازې څخه تيرى کاوه نو د قدرت له جانبه به داسې تباه کونکى اسماني عذاب پر دوى باندې نازليده چې په هغه سره به د دوى د ګردو مظالمو او کفرياتو يو ناڅاپي خاتمه راتله.
)فَكُلاًّ أَخَذْنَا بِذَنبِهِ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ( (عنکبوت .آية٤٠)
په ديکې هيڅ شک نشته چې د عذاب دغه اقسام ډير مهلک او د راتلونکو نسلونو لپاره ډير عبرتناک وو، خو په دغو صورتونو کې معذبينو ته په دنيا کې د خپل ذلت او رسوائي مشاهده نه ميسريده او نه په مستقبل کې د توبې او رجوع لپاره کومه موقع او امکان باقي پاتې کېده، د جهاد د مشروعيت اصلي غرض او غايه دا ده چې مکذبينو او فتنه اچونکو ته الله تعالى د بلاواسطې عذاب ورکولو په ځاى د خپلو مخلصو وفادارو بندګانو په لاس سزا ورکړي، د سزا ورکولو په دغه صورت کې د مجرمينو تذليل او رسوائي راځي او د مخلصينو تقدير او ډيره زياته سرلوړي کيږى او د وفادارو بندګانو نصرت او غلبه علانيه ظاهريږي، د مومنانو زړونه د دغې منظرې په ليدلو يخيږي چې هغه وګړي او خلق چې تر پرون پورې يې مونږ ته د حقارت او سپکتيا په سترګو کتل او پر مونږ باندې يې ظلم، تيرى، استهزاء تمسخر کاوه او پرمونږ يې ملنډې وهلې نن د الله تعالى په تائيد او رحمت سره همدا زمونږ رحم، کرم، عدل، انصاف او انسانيت ته سپارلى شويدي، دکفر او باطل د شوکت او نندارې په ليدلو سره به اهل الحق ويلي کيدل يا هغه ضعيف او مظلوم مسلمانان چې د کفارو د مظالمو انتقام يې نشواى اخيستلاى اوله دې سببه د دوی په زړونو کې قهر، غصه، غيظ او غضب جوش کاوه او دوى خپلې شونډې هم نشواى خوځوﻻى، اوس د جهاد فى سبيل الله په وسيله د دوى زړونه يخيږي او تسکين مومي.
بل دا چې په خپله د مجرمينو په حق کې هم همدغه د سزا ورکولو طريقه ډيره نافع ده، ځکه چې د سزا ورکولو او د سزا له موندلو څخه وروسته هم د رجوع او توبې دروازې ډير کرته پرانستل کيږي، او ډير ممکن ده چې مجرمين له حالاتو څخه عبرت واخلي او توبه يې په برخه شي.
الله تعالی د سورة توبة په 16 آيت کې د جهاد د مشروعيت يوه بل حکمت ته هم اشاره کړيده فرمائي : د جهاد په ذريعه الله تعالى په علم ظهور سره دا معلوموي چې ايا څومره مسلمانان داسې دي چې د خداى تعالى په لاره کې خپل سر او مال جارولو ته تيار دي او پرته له الله تعالى او رسول صلی الله علیه وسلم څخه بل هيڅوک خپل راز دار بادار او خصوصي يار نه ګرځوي، داسې کسان خو ډير دي چې په خوله دايمان او بندګي دعوه کوي خو که دوى د امتحان پرمحک (کرکاڼي) باندې ونه سولول شي نو سره او ناسره، چل او ناچل، يې له سره نه څرګنديږي، همدغه جهاد دى چې د مومنانو ايمان پرې تلل کيږي )نيک بخت او بد بخت( جيد او ردي پرې معلوميږي، ترڅو چې جهاد ونشي تش د خولې په خبرو او د ژبې په جمع او خرج سره برى نه حاصليږي.

















