کابل ټکی کام ۲۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې د ۲۰۱۵م کال له پیله له افغانستان څخه د رسنیو لږ تر لږه ۱۰۸ کارمندانان تښتېدلي دي، چې د رسنۍ نوم او د تښتېدلو کارمندانانو شمېره یې په لاندې ډول ده.
له یک ټلویزیون څخه ۲۱کارمندنان
د موبي له ډلې څخه ۱۲ کارمندان
له اریانا ټلویزیون څخه ۱۰کارمندنان
له آئینه ټلویزیون څخه ۶کارمندنان
له پژواک خبري اژانس څخه ۶کارمندنان
له شمشاد ټلویزیون څخه ۵کارمندنان
له میوند ټلویزیون څخه ۲کارمندنان
له کلید ډلې څخه ۲ کارمندنان
له نګاه ټلویزیون څخه ۲کارمندنان
له ژوندون ټلویزیون څخه ۲کارمندنان
له تمدن ټلویزیون څخه ۲کارمندنان
له خورشید ټلویزیون څخه ۲کارمندنان
له آرزو ټلویزیون څخه ۱کارمند
له میترا ټلویزیون څخه ۱کارمند
له رشید خبري اژانس څخه ۱کارمند
له کابل نیوز چینل څخه ۱کارمند
دا پېښې په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې طالبانو هغه رسنۍ چې د اسلام او وطن ضد تبلیغات کوي تر خپل نظامي هدف لاندې ونیول، او د طالبانو په یوه سرتيري برید کې دطلوع نیوز د موبي ګروپ ۷ کارکوونکي ووژل شول، او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې چې د یاد برید مسئولیت یې پکې منلی وو، نورو رسنیو ته هم ور یاده کړې وه چې پر طلوع نیوز د برید څخه دې عبرت واخلي.
















