شریفه نرګس
يحيی سنوار، هغه څوک چې د اسرائیلو توازن يې ګډوډ کړی، د اسرائیلي حکومت مشران يې پر پوره ځواک سربېره پر وړاندې ناکام شوي او د نړۍ سترې استخباراتي دستګاه «موساد» ته پر يو لوی سرخوږي بدل شوی.
د یحیی سنوار په هکله يوې امریکایی رسنۍ لیکلي، چې تل د اسرائیلو له استخباراتي ادارو او پوځ څخه یو قدم مخکې شوی دی.
د فارس نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې، یوې امریکايي رسنۍ د باخبرو سرچینو په حواله په غزې تړانګه کې د حمـ.ـاس د مشر یحیی سنوار د موندلو لپاره د اسرائیلي پوځ او استخباراتي ادارو د ناکامۍ په اړه په خپل مطلب کې لیکلي، چې يحيی سنوار تل اسرائیلي حکومت ته سرخوږي پاتې شوی دی.
د روان ميلادي کال د اکتوبر په اوومه نيټه پر اسرائيلي ځواکونو د طوفان الاقصی له بريالي بريد وروسته دا دی شاوخوا څلور مياشتې تيريږي، خو اسرائیلو د حم.اس پر وړاندې
له خپلو ټاکلو اهدافو يو هم نه دی ترلاسه کړی.
د حم.اس له بريد وروسته اسرائیلي حکومت هوډ کړی و، چې د حم.اس مشران به له منځه وړي او خپل ټول بنديان به راخلاصوي.
د حم.اس مشرانو کې اسرائیلو تر ټولو ډېرې هڅې يحيی سنوار پسې وکړې؛ خو الحمدلله تر اوسه پورې يې ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
دغه راز د بنديانو په بېرته راخلاصولو کې هم اسراییل له ټول توان سره سره پاتې راغلي دي او تر اوسه پورې د حمـ.ـاس له موافقې او د بنديانو له تبادلې پرته هيڅ اسرائیلي بندي هم نه دی خلاص شوی.