عبدالحمید جليلي
سلطان نورالدین محمود زنګي(رحمه الله) یو زاهد، عادل او جهادپال واکمن و، چې زړه یې له محبت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه ډک و. د هغه ژوند یوه حیرانوونکې پېښه چې د مدینې منورې د روضې شریفې د سپېڅلتوب ساتلو لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم په خوب کي دا انتخاب کړ
مورخین لکه ابن کثیر(البدایة والنهایة)، ابن خلکان (وفیات الاعیان)، او ابن نجار (اخبار مدینة الرسول) روایت کوي چې نورالدین زنګي ته درې شپې متداوم ډول رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خوب کې ښکاره شو او ورته یې وویل:
یا نورالدین! أنقذني من هذين الرجلين.
(ای نورالدینه! له دې دوو کسانو نه مې وژغوره!)
نورالدین له دې خوب څخه په ډار او خفګان سره پاڅېد او د خپل خاص عالم شیخ علي بن هیثم سره یې مشوره وکړه. شیخ ورته وویل: دا صادق خوب دی، باید عمل وکړې!
نورالدین له ۱۸ وفادارو ملګرو سره د حاجیانو په بڼه پټ له شام څخه په هماغه شپه روان او شلو ورځو کي مدینې منوره ته ورسېد هلته یې د روضې شریفې په څنګ کې دوه کسان وپلټل، چې ځانونه یې زاهد او نیکمرغه ښودلي وو، خو په حقیقت کې یې په یوه پټه خونې کې د روضې شریفې لاندې خندق کنلو مصوف و!
د مجرمینو د پېژندلو کیسه:
کله چې نورالدین زنګي مدینې ته ورسېد، په ډیر وښياري او احتیاط سره یې عمل وکړ
د حاجیانو په بڼه : هغه او ملګرو یې د عادي حاجیانو په څیر جامې اغوستې، تر څو څوک پوه نشي چې دوی ځانګړي ماموریت لري.
دوی د مسجد النبوي په شاوخوا کې پټه ګزمه وکړه، تر څو هغه کسان ومومي چې رسول الله (ص) یې په خوب کې ښودلي وو.
اخر کار څو ورځو هڅو ورسته دوی په یوه کوچني کوڅه کې دوه کسان وموندل، چې ښکاره زاهدانو ته ورته وو، خو د هغوی چلند یې څه نا څه شکمن و:
دوی به تل په روضه شریفې سار کاوه، شپه ورځ به يي خپلي کوچنۍ خونې کې تیروله، او ډیر کم به بهر ته راوتلل.
کله به چې خلکو په مسجد کې عبادت کاوه، دوی به په پټه توګه خپله کوټه پرانیستله او څه نا څه به یې کار کاوه.
نورالدین زنګي په دې کسانو باندې ډیر پام وکړ او پوه شو چې همدا هغه کسان دي چې رسول الله (ص) یې په خوب کې ښودلي وو
د مجرمینو نیول او د توطئې څرګندېدل
کله چې دوی ونیول شول، د هغوی کوټه وپلټل شوه او هلته یې یوه حیرانوونکې کشف وکړ:
دوی د مسجد نبوی څنګ له خپلي کوټي څخه یو تونل کنلي و، چې مستقیم د رسول الله (ص) د قبر مبارک ته رسېدو.
دوی به شپه له تونل څخه خاورې راوباسي او په پټه توګه به یې له مدینې بهر وړې.
د نيولو ورسته دوی ومنله چې د صلیبي واکمنو له خوا پیسې اخیستي وې، تر څو د جسد مقدس (نعوذ بالله) هغوي ته ورسوي او په هغوي يي وپلوري.
د دې توطيې څرګنديدو وروسته، نورالدین زنګي د مدینې د والي په مرسته د دوی سزا وټاکله
دوی ژوندي وسوځول شول تر څو نور هېڅوک د دې ډول سپکاوي هڅه ونه کړي.
نورالدین زنګي د دې پېښې وروسته له شدید احساساتو سره په مدینې کې ژړل خو د ادب له امله یې د روضې په مخ کې ډیر ژاړ ونه شو کولای نو د مسجد النبوي په یوه څنګ کې ولاړ او هلته یې اوښکې تويولي..
وروسته یې د روضې شریفې شاوخوا د اوسپنې قوي شبکه او خښتو دیوال د زمکي لاندې څلور لوري ته جوړ کړ تر څو هیڅوک بېرته د دې ډول سپکاوي هڅه ونه کړي.
ماخذونه
ابن کثیر، : البدایة والنهایة (جلد ۱۲)
ابن خلکان، :وفیات الاعیان (جلد ۵)
ابن نجار، : اخبار مدینة الرسول