تر بشري ناورين وروسته ، اوس د يپلوماتيک ناورين

«سرليکنه»
پر افغانستان د امريکا او ورسره د ناټوغړوهېواونو د يرغل سره په هېواد کې د نورو ورانيو تر څنګ بشري ناورين دې حد ته ورسيده ، چې د يوې خوا هېوادوال له وطنه بهر په بېلا بېلو هېوادونو کې د بې وطنۍ له ستونزو سره مخ دي ، د ژوند د نورو ستونزو پرته يې اولادونه په پردي کلتور کې را لوی او له خپل ملي، افغاني کلتور څخه ناخبره پاتې شول .
په هېواد کې د چاودنو ، عملياتو او ړندو بيماريو په دوام يو نسل د جګړې په اور کې وسوزيد، د بارودو په لوګيو کې يې جسدونه ايرې ايرې شول . دريم ناورين چې ورځ په ورځ د نا امنيو په زياتوالي اداري فساد او بې کاريو له امله ځوان نسل اروپايي هېوادونو ته په مرګونولارو د سمندر د کبانو خوراک شول ، چې دا ټوله بد مرغي د بشري ناورين برخه ده.
په هېواد کې د بشري ناورين ټغر لاټول شوی نه دی؛ چې د هر هېواد ستونزو د بل مخالف هېواد او په خپلو کې د سولې د مذاکراتو لارې حل کېږي ؛ خو د افغان ولس د خوار قسمت له امله د سولې د پيلوماتيکې هلې ځلې ، چې په نړيواله سطحه د هرې ستونزې حل په د پيلوماتيکو غونډو او مذاکراتو کې وي دا هلې ځلې هم وځنډيدې ، چې نورغونډو افغان ولس روانو څلور اړخېزو غونډو ته يوه تمه درلوده ، چې ملي يوالې د حکومت په کمزورتيا او داخلي اختلافاتو سره د ولس دا هيله هم په سمندرلاهو شوه .
د يوه داسې حکومت واکمن ، چې د کال په تيريدو سره د دفاع د وزير په ټاکلو يې يوالی اوهمغږي رانشي د دپيلوماتيکو هلوځلو پايلې به څه ولري ؟
تر اوسه پورې د کورنيو چارو وزارت پر سر اختلاف روان دي ، د ناسمې دولتدارۍ به ضرور پايلې همداسې راوځي، لکه نن ورځ چې افغان ولس ورسره مخ دی.
د ملي يوالي حکومت تر اوسه پورې د بهرنۍ پاليسی اداره نه لري ، چې څرنګه د يوې ستونزي څخه پرې ځان را وباسي ، د هر هېواد سياسي مخالفين وي ؛ خو هغه هېواد بيا يوه ځانګړې اداره لري ، چې د کورنيو بهرنيو مخالفتونو د را پيښيدو پر مهال د يوې سالمې ستراتيژۍ په لرلوسره اقدام کوي .
د بشري ناورين د پای ته رسيدو لپاره بايد د مخالفو وسله والو طالب مشرانو سره زړور او سوله ور اشخاص بايد په مذاکراتي کميسون کې ورځای شوي وای، هغه کسان بايد د سولې په پروسه کې شامل وای ، چې مخالفو وسله والو د قناعت وړ ځوابونه يې لرلی او هم يې دومره واک در لودای ، چې په غونډه کې د شوې موافقې په عملي کيدو کې يې په لومړۍ ورځ قدم اخستلای شوای .
طالب مشران څرنګه په يوه دريځ ولاړ دي؟
څرنګه يې لومړۍ او وروستۍ خبره يوه ده ؟
څرنګه په خپلو شرطونو ولاړ پاتې دي؟
غربي رسنيو او په هېواد کې له بهره تمويل کيدونکو تبليغاتي ادارو خو څو ډلې يادولې ، نن څرنګه په يوه درځ ولاړ دي.
تر بشري ناورين ورسته دا دی ولس له يپلوماتيک ناورين سره هم مخ شو .



