اميد، هيله ، تمنا fateh1اپریل 7, 20160 308 عنايت عابدزی ١- که غواړې چې کامياب ژوند تېر کړې امېدوار اوسه. ٢- په ژوندانه کې امېد لرل داسې مثال لري لکه د مرغه وزرې (ويکتور هوګو) ٣-نا امېدي اولنى قدم دى چې انسان د مرګ خواته راکش کوي(ناپيلوين) ٤- هر څومره چې کم امېد لري په هماغه اندازه به محروميتونه کم وي (پلو تارک) ٥- انسان بغير له امېد څخه د نړۍ تر ټولو بد بخت موجود دى (کانت) ٦-که امېد او ارزو نه واى نو څرنګه به مو د ژوند له مصيبتونو او کړاوونو سره وخت تېراوه(علي دشتي) ٧-افسوس چې ځوان نه پوهېږي او بوډا يې نشي کولاى (حجازى) ٨- په ځوانۍ کې وګټه او علم حاصل کړه تر څو په بوډا توب کې آرام او هوسا ژوند وکړى (ناپليون) ٩- تر ټولو لوى خوند پدې کې دى چې سړى دښمن ته ماته ورکړي او مالونه يې زر زر مصرف کړي ( مغول چنګيز خان) ١٠- چا چې امېد له لاسه ورکړ په حقيقت کې نوموړي ډېر څه له لاسه ورکړل (هسپانوي متل) ١١- له ډېر اوږد امېد څخه ځان وساته ځکه اوږد امېد روح ستړى کوي (ولتر) ١٢- امېد هغه دوا ده چې شفا نه ورکوي ليکن درد ارام وي (مارسل آشار) ١٣-په دنيا کې نيمه خوشبختي امېد دى (ترکي متل) ١٤- هر څومره چې انسان د مرګ خواته نژدې کېږي په هماغه اندازه د انسان امېدونه هم ډېرېږي ١٥-صبر د امېد ريشه ده او امېد د کاميابۍ کلي (کُنجې) ده. ١٦- د انسان زندګې له څلورو شيانو څخه عبارت ده ( غم کول ،صفت کول، اميد لرل او په اخر کې مړه کيدل)(پاسکال) Share this: Share on Facebook (Opens in new window) Facebook Share on X (Opens in new window) X لینک کاپی کړه URL Copied fateh1اپریل 7, 20160 308 شریکول Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print