عزیر اسدخیل
د لرغونو تاریخونو په مطالعې سره د راتلونکي لپاره د هغې په رڼا کې پلانونه جوړول او عملي کول د ټولنو د پرمختګ او بریالیتوب تر ټولو غوره وسیله ثابته شوې ده، همدغه فکتور ته په کتلو سره که د نړیوالې ښکیلاکګرې برتانیې، امریکا او ائتلافیانو پخوانیو او اوسنیو پرمختګونو او شاتګ ته نظر واچوو او عوامل یې وڅیړو نو له ټولو عواملو څخه یې دا په ګوته کیږی چې په هیوادونو کې د موجودو سترو قومونو پر وړاندې د لږکیو نه ملاتړ، د هغوې تحریکول، مالي او نظامي مرستې ورسره کول او پر سترو قومونو باندې د حاکمیت لارې چارې او ګودرې ورپه ګوته کول د دوی لپاره تر ټولو مؤثره او د بریالیتوبونو نه ډکه حربه ده.
که په عراق کې دلږکیو کُردانو هڅونې، تمویلونې او بالآخره پر سترو قومونو او آن د عراق پر یوه تاریخی ستر ملت د دوی نني حاکمیت ته وګورو او همدارنګه په دغه هیواد کې د شیعه توکم لږکی حاکمیت ته نظر واچوو زمونږ د ادعا د ثبوت لپاره کفایت کوي. امریکا دغه لږکي همدې کار ته وهڅول هغوی یې تر دې حده تمویل او تجهیز کړل چې اوس د دغه هیواد د حکومت یوه غښتلي برخه تشکیلوي، د عراق سره په ګاونډ ترکیه کې هم امریکا له پخوا نه په دې هڅه کې ده چې د ترکې کُردان هم د ترکانو پر ستر او ویاړلي قوم چې یو مهال یې د ټولې اسلامي نړۍ مشري او خلافت په غاړه دررلود یو څو ګوته په شمیر کُردان حاکم وګرځوي، ایراني کُردانو هم د ښکیلاکګرو دغه مجربه نسخه پر ځان عملي کړه او د مجاهدین خلق په نوم یې له ایران سره ډیرې ډغرې ووهلې خو تر اوسه یې وس نه دی رسیدلی، همدا راز په سوډان کې د ډارفور عیسوي مذهبه لږکي د سوډان د ستر هیواد د قومونو پر خلاف راپاڅول او بالآخره دغه د سوډان جز لا یتجزا سیمه د دغه دروند هیواد له حریمه جلا کول او د لږکیو په واک کې ورکول هم د همدغې حربې یوه برخه وه.
که د ښکیلاکګرې امریکا دغه شوم پلان پخوانۍ برخه پریږدو او په معاصر تاریخ کې يې دغو شومو اعمالو ته نظر واچوو وبه ګورو چې په عراق کې یې شیعه لږکي د سني سترې کتلې او ګوندونو پر خلاف له ځان سره ملګري کړل، له هغوی سره یې مالي او نظامي مرستې وکړي، او اوږه په وږه ورسره د سنیانو پر خلاف وجنګیدل چې بالآخره یې سنیان نسکور او شیعه ګانو ته د حکومت واګي په لاس کې ورکړل.
همدا راز زمونږ په لرغوني هیواد افغانستان کې امریکا د دغه هیواد د ستر قوم د څملولو لپاره د تاجک له قوم نه چې د پښتون د قوم پسې دوهم قوم شمیرل کیږي استفاده وکړه او د لومړي ځل لپاره یې خپله کرغیړنه پښه د لږیکو په سیمه (پنجشیر) کې کیښوده، هغوی ته یې په هلیکوپترو کې ډالر او وسلې راورسولې، تر دې چې د هیواد دغه دوهم نمبر قوم یې د ملت د ستر او لرغوني قوم سره د جګړې لپاره وهڅاوه، له دی لږکي څخه یې د ځکمني ځواک په توګه استفاده وکړه او پخپله ښکیلاکګرو ورسره د هوا له لارې د جګړې لیکي او خنډونه یو په بل پسې له مینځه وړل تر دې چې د ارګ په دروازه یې ورننویست.
ښکیلاکګر اوس هم په آرام د کیناستلو هوډ نه لري او نه یې په راتلونکې کې لري، بلکه غواړي چی اوس د افغانستان هزاره قوم چې د مذهب له پلوه د پښتون او تاجک قوم سره توپیر لري او د دوي په کټګورۍ کې د دغه هیواد دریم نمبر قوم دی د سني پښتون او تاجک دواړو قومونو پر خلاف راپاڅوي او پر خلاف یې په یوه قومي + مذهبي جګړه بوخت کړي او د دې کار لپاره یې د ایران شیعه حکومت ته دنده ورکړې چې پرینږدي دغه دوه سُني قومونه چې د ملي یووالي حکومت یې د همدې ښکیلاکګر تر نظارت لاندې تشکیل کړي په آرام سره کار کولو ته پریږدي، څو جګړه همداسې دوامداره وي او د افغانستان سیاسي کدرونه تل په جګړو کې بوخت وي او ښکیلاکګر د افغانستان د معادنو د چور او تالان فعالیت ته په آسانۍ سره دوام ورکړي او خپل وجود تضمین کړي.


















