وخت په وخت دافغانستان دامنیتي حالاتو په اړه ملګروملتونوته شپږمیاشتنی او کلنی راپور وړاندی کیږي چې په ملګرو ملتونوکې پر ې بیاهراړخیز بحث روان وي .
تیره اونۍ دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نېکولای هېسم په خپله یوه ویناکې ويلي په تېرو څو میاشتو کې پر ولسي وګړو د بريدونو له امله کېدای شي په دغه هېواد کې تاوتريخوالى زيات شي.
.دملگرو ملتونوپه امنيت شورا کې د خبرو پر مهال نوموړي وويل چې په افغانستان کې امنیتي پوځونه د تیر په نسبت خپله دفا ع کولای شي خو بیا هم د ننګونو سره مخ دي .
نیکولای هیسم ملګروملتونوته په ویناکې یواځې دروژې په میاشت کې وژنوته په ګوته نیولو سره د ولسي وګړو وژنو ته اشاره کړې خو دبهرنیوپوځونوپه هغه ډله ییز و وژنو چې په هیوادکې د ودنوپه مراسمو کړي اوهم ېې دتصفیوي عملیاتوپه نامه عام ولسي وګړي وژلي په هغې ېې سترګې پټې کړي.
هیسیم په هېوادکې دیوې میاشتي په دوران کې د۲۰۰ تنودتښتولو خبر دملګرو ملتونو دامنیت شوراپورې ورساوه خو هغه په سوونو بې ګناه افغانان چې دامریکاېې پوځونولخوا په کلو او کورونوکې دشک په تورنیول شو ي دي تراوسه پورې ېې دمرګ اوژوندپه اړه کورنۍ معلومات نه لري هغه نه هیسیم اونه دهیسیم څخه د مخه کلني راپورونوکې یادکړل شوي دي
اتلس میاشتې دمخه چې بهرنیوپوځونوپه افغانستان کې په بشپړه توګه حضوردرلود داډول راپورونه دملګرو ملتونو امنیت شورا ته نه وړاندې کیدل خو چې له افغانستانه دبهرنیو پوځونو داستلو مهالویش ښودل شوی بهرنۍ سروې په افغانستان کې دتاوترخوالي ، دښځوسره په کورنیوکې دناوړه چلند، دولسي وګړو دوژنو او نور دبشردحقوقو دسرغړونوپه نامه راپورونه خپروي .
په افغانستان کې دتاوتریخوالي ، ولسي وګړو د وژنواو تښتولو راپورونه دافغان اولس سره دهمدردۍ په بنا نه ورکول کیږي بلکه په افغانستان کې یوځل بیا سره له دی چې په ۲۰۱۴کې دبهرنیوپوځونو جنګي ماموریت پای ته رسیدلی امریکا غواړي په دا ډول پلمویوځل بیا په افغانستان کې دخپلو پوځونو شمیر دطالبانو لخوا دبریدونو د پراختیا او تاوتریخوالي په نامه زیات کړي .
امریکايي چارواکي هرکال په افغانستان کې داقتصاد دپرمختګ رواپور ورکوي خو ورسره افغان دولتي لوړرتبه چارواکي په اداري فساد هم تورنوي وايي په هېوادکې د پرمختیايي پروژو دبشپړولو پرځاي افغانسان سره شوي مرستي شخصي جیبونوته تللي دي .
په اصل کې امریکا او په ټوله کې اروپایي ټولنه په افغانستا ن کې دامن غوښتونکې نه ده هغه څه چې په امن اوسوله کې مرسته کوي په ځای ددې چې زمینه ورته برابره کړی ستونزي ېې ورته پیداکړیدي.
دمخه دکمونستي رژیم د نسکورید وروسته په افغانستان کې دکورنیوجګړو له امله یوشمیر دقدرت لیونیانو هېواد په کنډوالو بدل کړ خو اوس هغه شرایط نه دي اوس بې له طالبانو دولت سره بله وسله وا له ډله نشته چې په جګړو ېې امنیت خراب کړل شی .
په هېوادکې چې امنیت خراب او تاو تریخوالي دیوې ورځې نه بلې ته زیاتیږي دا دبهرنیو پاتو پوځونو موجودیت دی چې په هېوادکې ېې جګړې ته زمینه او جواز پیداکړی دی.

















