راټولوونکی: صفي الله رائــد
د نړۍ تر ټولو ژبو عربي ژبه ډېره غني ده، له استغنا سربېره تر نورو فصیحه او مختصره ژبه هم بلل شوې.
لمړۍ وجه د انتخاب د عربي ژبې په قرآن عظیم الشان کې هغه دا دی، چې دغه قوم او دغه علاقه د عربي ژبې وه، د دغه قوم خلکو په عربي ژبه خبرې کولې، نو ځکه الله پاک خپل اخري کتاب او اخري پېغمبر مـــــحمــد مصطفی صل الله علیه وسلم په عربي ژبه کې را وه لېږل.
په عربي ژبه کې شپږ ۶ داسې امتیازات او کمالات دي، چې هغه په نورو ژبو کې نشــــته:
۱ـ اول کمال په عربي ژبه کې دادی، چې په عربي ژبه کې کثرت د مترادفاتو دی، په عربي ژبه کې مرادفات دومره زیات دي ،چې هغه بیا په نورو ژبو کې نشـــته.
او د کثرت دمرادفاتو فایده داده، چې که یو لفظ په یو تعبیر په یو ځای کې مناسب وي، په بل ځای کې بیا همدغه لفظ په بل تعبیر مناسب وي، او همدا د یوې ژبې لوی کمال دی.
په عربي ژبه کې د زمري ۳۰۰ نومونه دي او په بل قول د علماو ۱۰۰۰زر نومونه لري، خو بعضې یې القاب دي، بعضې یې اوصاف دي، بعضې یې بیا محض نومونه دي، لکه لیس، حمزه، عباس، اسد.
علامه محمد موسی بازي ،رح، په یو کتاب کې په سونو نومونه د زمري لیکلي دي. په همدې توګه سره زر(طلا) په عربي ژبه کې ۲۰شل نومونه لري، شراب په عربي ژبه کې بیا ۱۷۰ نومونه لري، نو دا کثرت د مرادفاتو خصوصیت د عربي ژبې دی.
په پښـــــتو یا فارسي کې به داسې شي پېدا نه کړې، چې تر څو زیات نومونه ولري، مګر عربي ژبه د یو شي لپاره په سوونو او په زرګونو نومونه لري، چې یو نوم یې په یو تعبیر په یو کلام کې مناسب وي، بل نوم یې په بل تعبیر په بل کلام کې ډېر مناسب وي.
په شرح العقائد کې د یو معتزلي نوم ذکر کېږي، واصـــل ابن عطاء ورته وایې، د ده په ژبه کې لکونت و(چاړا)، ده به دې (را) حرف نشوای تلفظ کولای، خو ده ته الله پاک دومره لوی کمال ورکړی و، چې څومره وخت به له چاسره غږېدو، داسې لفظ به یې نه ویلې چې د (را) حرف په کې راغلی وی، داسې جمله به یې په خوله نه اخیستله چې د (را) حرف به په کې راتلو.
که چېرته دی په بله ژبه، پښتو، فارسي یا نورو ژبو غږېدلی نو داسې الفاظ به یې نه و پېدا کړي، چې هغه کې دې (را) یا یو بل حرف نه وي؛ خو دا د عربي ژبې لوی کمال و، چې هغه په نورو ژبو کې نشته.
واصل ابن عطاء یوه رساله لیکلې، چې په هغې کې له سره تر پایه داسې لفظ نه دی لیکل شوی، چې په هغه کې دې د (رې) حرف لیکل شوی وي، ځکه یې نه و لیکلی چې د هغه له (رې) سره جوړه نه وه او وجه دا وه چې تلفظ کولی یې نه شو.
که چېرې ده د (رې) حرف په رساله کې راوړی وای، نو که چا ورته ویلي وای، چې ته دې د خپلې رسالې یوه کرښـــه ماته ووایه! نو بیا به یې نشوی ویلای، نو دا کمال د عربي ژبې و.
هــــو، دغه سړي ته هم الله جل جلاله لوی کمال ورکړی و،خو اصل کمال هغه کمال د عربي ژبې هم و.
۲ـ دویم کمال په عربي ژبه کې هغه کثرت د مشترکاتو دی.
مشترک او مترادف یو د بل مقابل غوندې دي، په مترادف کې الفاظ زیات وي، معنی یوه وي، خو په مشترک کې بیا لفظ یو وي معناګانې ډېرې وي، لکه لفظ د عین، چې په عربي ژبه کې په اتو ۸ معناګانو رازي، زنګون ته عین ویل کېږي، دلمر سترګې ته ویل کېږي، چينې ته عین ویل کېږي،جاسوس ته عین ویل کېږي سره زرو عین، سترګې ته عین ویل کېږي…
۳ـ دریم امتیاز او کمال دعربي ژبې هغه تثنـــیه ده، چې د نړۍ په نورو ژبو کې نشته.
د بېلګې په توګه که مونږ په پښتو ژبه کې وایو، چې دوه ۲سړي مې ولیدل، یا په فارسي کې وایو دو نفر را دیدم، مګر په عربي ژبه کې بیا ورسره عدد نه ذکر کېږي، هلته وایې : رجلان، ( رئیت رجلان).
۴ـ څلورم کمال په عربي ژبه کې هغه اعراب دی، چې په عربي ژبه کې موجود دی.
دا هم یو غټ دلیل د اختصار او اختصاص د عربي ژبې دی. لکه زه په پښتو ژبه کې وایم: زید ولاړ، نو هېڅ فایده پرې مرتب نه شوه، ځکه چې یابه ورسره ولاړ ده او یا نه ده وایم.
او که عربي ژبه کې ووایم: زید قائم، نو فایده پرې مرتبه شوه.
۵ـ پنځم امتیاز د عربي ژبې هغه دادی، چې په عربي ژبه کې اشتقاق موجود دی.
په مراح کتاب کې په اړه په تفصیل سره بحث شوی، چې له هرې مادې نه ۱۲یا ۱۴ شیان مشتق کېږي، لکه ضرب، دې وپېژانده، نو اوس ضارب هم پېژنې، مضروب هم پېژنې، همداسې وړاندې.
۶ـ امتیاز او کمال هغه اختصار دی ، چې عربي ژبه تر نورو ډیره مختصره ژبه ده.
که څوک د عربي ژبې ترجعه کوي، نو که د عربي ژبې یوه لېکه(کرښه) راواخلي، پښتو یا فارسي ژبې ته یې واړوي، نو یوه نیـــمه یا دوه لیکې ترې جوړېږي.
په عربي ژبه کې کله کله داسې تعبیر راځي که هغه بېرته عربي کې ترجمه کوې هم دوه لېکې ترې جوړېږي او که نورو ژبو ته یې ترجمه کړې بیا خو به ضرور دوه یا درې لېکې ترې جوړېږي.
لکه سورة يوسف کې راځي: ونمير اهلنا .
دا که اوس مونږ په هره ژبه کې ترجمه کړو، په یونیم یا دوه لفظونو کې یې نشو ترجمه کولای، که پښتو کې یې ترجمه کړو،نو داسې به یې ترجمه کوو: مونږ به خپلې کورنۍ ته غله راوړو. غله به ورسره بیله ذکر کوو.
نو د عربي ژبې دغو خصوصیاتو یا کمالاتو ته په کتو سره الله پاک (جل جلاله) خپل اخري کتاب چې قران عظیم الشان دی، په عربي ژبه کې راولېږلو.

















