نوی ابتکار!  په غلامۍ کې د خپلواکۍ لمانځل

  ډاکټر آصف

له تیرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې هرې خواته په چین کې جوړ شوي تور، سور او زرغون رنګه بیرغونه را ځړیدلي، په هرو لویو لویو څلور لاروکې موقتی دروازې جوړې شوي او په همدغه بیرغ پوښل شوي دي هغه خلک چې سواد نه لري او د افغانستان د استقلال ورځ لا نه پیژني یو له بل نه پوښتنې کوي چې یه وروره! دا څه چل دی چې هرې خواته نوي نوي او تازه بیرغونه ځوړند دي،؟! ځینې ورته په ځواب کې وایي چې د جشن ورځ ده! او ځېنې نور ورته وایي چې د څه شي جشن؟ او ځینې نور بیا وایي د آزادۍ ورځ ده! خو له دې نه ورآخوا نه پوهیږي چې جشن او آزادي یعنې څه؟ د څه شي باره کې جشن؟ او د څه شي آزادي؟

زه چې په یو مرسډیز موټر کې له ډریور سره په مخکي سیټ کې ناست وم او له یوه ولایت نه بل ولایت ته د سفر په حال کې وم دا خبرې مې له شاته ناستو سپرلیو نه اوریدې، بالآخره ما ورمخ کړ او ورته مې وویل چې دا د جشن او استقلال او آزادۍ ورځ د هغې ورځې نه عبارت ته ده چې زمونږ او ستاسې پلرونو او نیکونو له نن ۹۷ کاله مخکې د اسد په ۲۸ مې د انګریزي استعمار پر خلاف وسلې ته لاس کړ او تر هغې یې د هغوې پر خلاف جهاد او وسله واله مبارزه وکړه چې انګریزان یې سره کبره او غروره او سره له وسلو او حیلو له ماتې سره مخ کړل او په ټوله نړۍ کې یې له رسوایۍ سره مخ کړل یو زیات شمیر یې ووژل شول او یو شمیر یې بندیان شول او پاتې نورو په تیښته زمونږ له هیواده پښې سپکې کړې.

په موټر کې ناستو ټولو راته په ډیرې حیرانتیا سره کتل، یوه پکې راغږ کړ چې وروره! نو زمونږ وطن خو اوس هم د انګریزانو په لاس کې دی نو بیا د دې ورځې لمانځل او د جشن او استقلال او آزادۍ ورځ لمانځل او په دې ورځ کې دومره بیرغونه ځړول او دومره شعارونه لیکل او خوشحالي کول څه معنی لري؟

ما ورته وویل، وروره ستا خبره بیخي پر ځای ده، خو دا یو نوی ابتکار دی، ځکه چې مونږ او تاسې ټول په دې پوهیږو چې هیواد مو له انګریزی استعمار څخه تر خلاصون راوروسته د روسي استعمارو لخوا اشغال شو او افغانانو هغوی هم په ډیر ذلت او سپکاوي سره ټیټ سري له افغانستان څخه په تیښته مجبور او وویستل او اوس ورپسې د امریکایی ښکیلاکګرو د استعمار په دریاب کې پریوت، نو په داسې حال کې چې هیواد مو فعلا هم د صلیبي استعمار په زولنو کې لا ګیر دي د هیواد مسلمان وګړي لا هم د خپلو پلرونو او نیکونو په شان جهاد او وسله والې مبارزې ته تر ټولو په ډیرو سختو شرایطو کې دوام ورکوي، نو د صلیبي استعمار په ولکه کې پروت هیواد د انګریزي استعمار څخه د استقلال او آزادي د ورځې په نوم لمانځل اصل کې د غلامۍ لمانځل دی.

البته دومره ده چې دا د صلیبي استعمارچیانو د غلام حکومت یو نوی او بې سابقې ابتکار دی په دې معنی چې له هیواد ، حکومت او ملت نه مو آزادي په مکمل ډول اخیستل شوی ځمکه او هوا مو د صلیبی استعمارګرو په واک کې ده نو کوم منطق به دا ومني چې خپل هیواد ته آزاد وویلای شو، حکومت ته مو مستقل او هیوادوال مو یې جشن ولمانځي، هره ورځ مو دهیواد په ګوټ ګوټ کې هیواد وال پرته له محاکمې په خپلو وینو کې لمبول کیږي او حکومت یې مخنیوی خو لا پریږده چې پوښتنه قدرې یې هم نشي کولای.

د مثال په توګه ویلای شو چې د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د یوې موسسې کارمند چې د ملي پیوستون په پروګرام کې یې د یوه مامور یا اجتماعی کارمند په حیث وظیفه درلوده د امریکایی هوایی ډرون لخوا په بې دردۍ سره په داسې حال کې وویشتل شو او شهید کړای شو چې له خپل دفتر نه تازه ووت او د موتر سایکل په واسطه خپل کور ته په لاره و، خو کله چې د ملي پیوستون د دفتر مامورین د خوږیاڼیو قومندانۍ ته د هغه د ویشتل کیدو په اړه پوښتنې ته ورغلل نو امنیه قومندان ورته په ځواب کې وویل چې وروره مونږ ته د امریکایانو بیس اطلاع راکړې وه چې دغه سړی به د ډرون په واسطه له مینځه وړو، نو په جریان کې وو خو مونږ یې د ولې؟ پوښتنه نشو کولای، او نه یې تاسې کولای شئ، بیرته خپل دفتر ته ولاړ شئ او په دې شیانو سر مه خوږوئ، مونږ له امریکایانو دا پوښتنه نه شو کولای چې ولې مو وویشت، ګناه یې څه وه؟ امریکایان پوهیږي او کار یې پوهیږي، دا په مونږ پورې څه اړه نلري، نو تاسې ته مو هم توصیه داده چې په دې کارونو کې ګوتې مه وهئ ، هسې نه چې تاسې ته څه ضرر ورسیږي.

نو د لاسپوڅي حکومت لخوا د آزادۍ په نوم جشنونه جوړول اصلا د آزادۍ جشنونه نه بلکه د غلامۍ جشنونه دي.

په هر حال ملت دغه ورځ په خپلو زړونو کې حتما لمانځې او د استعمارګرو پر ضد خپل په ډیرو سختو شرایطو کې د استقلال او آزادي په آرمان وسله واله مبارزه کول او خپل سرونه قربانول یې د لمانځنې تر ټولو ښه ثبوت دی.

اما د فعلي لاسپوڅي حکومت، ټانک، الوتکه، دریشي، وسله، ګولۍ، په خیټو کې یې ډوډۍ، په موټر او الوتکو کې یې تیل، آن چې دخوب بستر دا ټول د صلیبي استعمار ګرو لخوا ورکول کیږي نو آیا دغه حکومت سر تر پښو پورې غلام ندی؟

که فرضا یو څوک ووايي چې غلام نه دی نو لطفا دې خپل معقول او منقول دلایل وړاندې کړي. د دا ډول خلکو تر ټولو غټ دلیل یواځې همدا دی چې دا صلیبې لښکرې خو د ملګرو ملتو په اجازه راغلې دي، نو پوښتنه دا راولاړیږي چې آیا ملګري ملتونه آزادې فیصلې کولای شي؟ نړیوالو ته دا ثابته ده چې د ملګرو ملتونو بنسټ او مؤسسه د امریکا لخوا تاسیس شوي ده، د امریکا په نیویارک آیالت کې یې مرکزي دفتر دی، د امریکا لخوا تمولیږي نو معلومه خبره ده چې د امریکا له خوښې پرته یوه فیصله هم نشي کولای.

نو د پریدو تر واک لاندې د خپلواکۍ ادعا او بیا یې لمانځل په خپل ځان پورې له ملنډو وهلو پرته نور څه ندي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button