لیکنه : صلاح الدین ایوبی
د۲۰۰۱ميلادى کال د اکتوبر په ۷مه د دوشنبې په شپه په نهه نيمو بجو چي د۱۴۲۲هـ کال د رجب د مياشتى د يو وشتمې نيټې سره سمون خوري، تور امريکایي امپرياليزم د خپلو ګوډاګيانو په ملګرتوب زمونږ پر ګران هيواد او لرغوني ټاټوبي افغانستان نظامي يرغل وکړ او دوه زره کيلویي ایټمي بمونو د بي۵۲ ډوله الوتکو په غورځولو سره یي زمونږ د مٶمن او سوله دوست ملت په زرګونو، کوچنيان، بوډاګان، ځوانان، نارينه او ښځو په لکونو ليتره معصومې وينې وبهولې او د بې ګناه خلکو اندامونه یي ټوټې ټوټې کړل او د سور ښکيلاک څخه پاتې تعميرونه یي ړنګ او په کنډوالو بدل کړل.
د امريکایي يرغل کلونه پوره شول په دې هيڅوک نه پوهيږي، چې په دې کلونو کې څومره سترو او کوچنيو بمونو او توغنديو د افغانستان ځمکه ولړزوله، څومره انسانان یي له مينځه يوړل، څومره ميرمنې کونډې، څومره کوچنيان يتيمان، څومره ميندى بوري او څومره بوډاګان بې کسه شول؟.
د دي پنځلس کلن تاړاکونو او ورانيو تفصيل او احصايه د هيچا سره نشته، نه دا احصايه د کابل پر تخت ناستو چوغه پوشو، پتلون وګنجي سرو، پکولونو والاو مشرانو سره شته، نه د زرهاو کيلو متره لرې پرتو سيمو نه راغلي غاصبو فوځونو سره شته، نه د ملګرو ملتونو ادارې سره، نه د بشر د حقوقو ذمه دارانو سره او نه هم د هغه مٶسساتو سره چې د انساني زخمونو او ناورينو د سوداګرۍ مسٶليت په غاړه لري.
په بله کومه سيمه چې افت راشي نو د امريکا او نورو لويدیځې ادارې نه يواځې د انسانانو، بلکې د مينځه تللو مرغانو، حيواناتو، ان تر فصلونو او ونو شميرې هم په ډير دقت سره اخيستل کيږي او د پاتي ژونديو په زخمونو پټۍ ږدي؛ خو د بې چاره او مظلومو افغانانو درجه د دوى په وړاندې د حيواناتو نه هم ځکه ټيټه ده، چې دوى د امريکا باغيان او ترهګر ګڼل کيږي.
امريکايان د افغانانو په قتل عام هيڅ صرفه نکوي په دې کلونو کې په لسګونو زره افغانان یې شهيدان کړل، په نيول شوو افغانانو یي د بګرام، پلچرخى او قندهار زندانونه ډک کړل او تر ګوانتانامو یې ورسول.
د افغانانو ديني او ملي دودونو ته یې په سپکه وکتل او هغه يې د خپو لاندې کړل او مستورې افغاني ميرمنې یې د دوى په کورونو کې تالاشي کړې او د اسماني سپيڅلى کتاب قرآنکريم توهين یي وکړ.
دا دى پنځلس کاله پوره شول د افغانانو مقاومت د هر کال نه بل ته پياوړى کيږي، جګړه په درز روانه ده او افغان ولس د يو بل انقلاب ترانې وايي، د تکبير نارې پورته کيږي، د تورو خرپا او شرنګاده، د مٶمنو افغانانو د وياړ او برم ډکې قافلې د دښمن پر ضد برابريږ ي او ډير ژر به انشاءالله دغه تور يرغلګر د روسانو په برخليک اخته شي.


















