پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home روغتيا

چای د افغانانو د میلمه پالنې غوره وسيله

kabull نشرونکی: kabull
اگست 5, 2015
کټګوریانې: روغتيا
0
20
ځلې شریک شوی
244
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل ټکی کام ـــ څېړنه ډاکټر انور ـــ ۷ سرطان ۱۳۹۴
چای چې د نورو هیوادونو په اوسېدونکو کې د ورځني ژوند زیات اړین نه بریښی، خو په اسیایي هیوادونو کې ورته خاصه پاملرنه کیږي، او تقریبا د اسیایي هیوادونو یوه اندازه لګښت نورو هیوادونو ته د چایو له امله د پاملرنې وړ یادیږي.

چای چې په لومړي سر کې یې بوټی په چین کې وپېژندل شو، د نورو هیوادونو تر څنګ د کینیا چای هم خاص شهرت لري.

چای چې په دوه برخو شین او تور ویشل شوی دی؛ دواړه قسمونه یې بیا په ۱۳ ډوله یادیږي، چې په شین چای کې د پولنډو په نامه چای چې نه ډېر تېز او نه نرم دی، په منځني ډول لرلو سره یې هر انسان خوښوي، او په تور چای کې یو شمېر کسان دانې دار بې رنګه خو بیا ځینې کسان د خپلې خوښې مطابق رنګدار چای په هوټلونو کې استعمالوي.

د چیناني تاریخ لیکونکو وینا ده، چې په ۱۷۳۴ کې د چین بادشاه چنګ هونګ سخت ناروغ شو، د چین د هرې برخې طبیبانو یې درملنه پیل کړه، خو د چنګ هونګ روغتیايي حالت ته یې کټه نه کوله، د زیاتو تجربو وروسته ورته یوه طبیب وویل، چې د شپې لخوا جوش کړې اوبه په مسلسله توګه استعمال کړه، په مرض کې به دې کموالی راشي؛ د شپې لخوا به درباري خدمتګار هر ماخستن ورته اېشولې اوبه په شاهي کنډولي کې راوړلې؛ د چین د بادشاه په دربار کې د خایست لپاره هر ډول بوټي کرل شوي وو؛ چینایي بادشاه به د ورځې لخوا د دې بوټو سیورو ته کښېناسته او د بادشاهي حکمونه به یې صادرول.

یوه شپه چې درباري خدمتګار بادشاه ته په کنډولي کې خوټولې اوبه وړلې، د تیارې له امله پکې د ونې څخه یوه پاڼه لوېدلې وه، خدمتګار چې د هونګ کوټې ته نږدې شو، په رڼا کې یې په خوټېدلو اوبو کې لوېدلې پاڼه ولیده، زر یې ترې لرې کړه او بادشاه ته یې اوبه ورکړې؛ بادشاه دا شپه ښه ارام خوب وکړ؛ سبا یې طبیب ته د خپلې روغتیا او ارام خوب کولو  قیصه وکړه.

درباري خدمتګار بیا د خپل عادت مطابق خوټولې اوبه چنګ هونګ ته وړلې خو د بادشاه خوب او آرام نه و، له هغه یوې شپې علاوه. هونګ حکیم راوغوښت، چې د هغې شپې وروسته مې ارام نشته؛ حکیم درباري خدمتګار څخه وپوښتل، په هغه شپه خوټېدلو اوبو کې څه راز و؟ درباري ورته وویل، ما چې بادشاه ته اوبه وړلې د دې پاس ونې څخه په تیاره کې یوه پاڼه لوېدلې وه، ما چې په رڼا کې ولیده ترېنه ایسته مې کړه، نور څه نشته؛ حکیم درباري ته وویل، بېګا ته په خوټېدلو اوبو کې بیا یوه پاڼه واچوه؛ درباری همداسې وکړل، سهار هونګ حکیم راوغوښت ورته یې وویل: بېګاه شپه مې روغتیایي حالت ډېر ښه و،

 حکیم د هغه بوټي پاڼې راوړې او د شپې یې ځانته په اوبو کې وخوټولې، جوش یې کړې، او ویې چکلې، حکیم خپله شپه ښه په ارام سره خوب وکړ؛ حکیم سهار مهال بادشاه چینګ هونګ د دې بوټي روغتیایي او د بدن د ارامتیا ګټې بیان کړې، نورو حکیمانو هم تجربې وکړې، او بالاخره دهغه وخت چینایي بادشاه چنګ هونګ په نامه دا بوټی ونومول شو، چې د وخت په تېرېدو سره د دې بوټي نوم یوازې چای پاتې شو.

دافغانستان بادشاه امان الله خان چې چین ته په لومړي سفر ولاړ، چینايي دربار کې ورته د ډوډۍ وروسته چای ورکړل شو، د امان الله خان ډېر خوښ شو، چې د مېلمه پالنې دپاره ګټوره پاڼه ده؛ امان الله خان ته یوه اندازه چای، یو چاینک او څو پیالې هم په تحفه کې چینايي واکمنو ورکړې؛ امان الله خان کابل ته په رارسېدو وویل، چین سره باید د چایو قرارداد وکړو، چې د یوې خوا افغانان د مېلمنو په پاللو کې د زیات مصرف څخه وژغورل شي، او چای سره چې ډوډۍ هم خوړل کیږي، افغانان به د سهار له پلوه د چایو سره ډوډۍ خوري.

چای چې په نورو هیوادونو کې یوازې د روغتیا، صحت او ارام لپاره استعمالیږي، خو افغانان چې مېلمه دوست خلک دي، د خپلو مېلمنو پالنه او درناوی هم په چای سره کوي.

که د افغانانو تر منځ کوم وخت هم کوم زړه بدی او خفګان راشي، د یوې پیالې چای په ورکولو او درناوي کولو سره د مقابل لوري څخه زړه بدی له منځه ځي.

په افغانانو کې خو چای اوس دومره دود شوی دی، وایي د مجلس رنګ او خوند په چای څکلو تازه کیږي، کوم افغاني وګړی چې چاته د چای ست ونکړي هغه له افغاني دوده(رواج) وتلی شمارل کیږي.

امان الله خان افغانستان ته چای پدې خاطر راوړ، چې مېلمه پالنه به پدې اسانه وشي او هم د غربت خلک د چایو سره ډوډۍ وخوري، خو خپله د طبي پلټنې وروسته چای په خپل ذات کې خشک دی، چې برازیلي چای د زیات خشکوالي او تېزوالي له امله څوک نه خوښوي.

د امان الله خان په نظر که په راتلونکي کې افغانانو ته ګټه په نظر کې نیول شوې وه، خو د چای د خشکوالي له امله دافغانانو ذهنونه هم سخت او خشک شوي دي.

د دنیا ټولو هیوادونو او قومونو د برلین په څېر د بېلتون دیوالونه ړنګ کړل خو افغانان نه سره متحد شول او نه یې د دنیا د یووالي څخه ګټه واخیسته، خو افغانان چې د نورې دنیا څخه جدا ذهن لري د احمدشاه ابدالي څخه راپدېخوا په خپلو کې سره جنګېدلي د جګړې اتلان دي، خو په ارام ذهن په خپلو کې د یووالي او ارام ژوند تېرولو جوګه شوي ندي؛ افغانان باید له چای چکلو څخه ګټې پورته کړي نه د ذهنونو په خشکتیا په خپلو کې سره جګړې دوامداره وساتي.

مخکینې مطلب

د رښتيني ډګر امام

بل مطلب

پر مېړه باندې د ښځو حقوق لمړی برخه

ځانګړي مطالب

خبرونه

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
روغتيا

د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه

نشرونکی: ح جلال
مې 31, 2025
خبرونه

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

نشرونکی: ح جلال
مارچ 2, 2025
روغتيا

د انسان د بدن لس نا اشنا حقایق

نشرونکی: ح جلال
اگست 6, 2023
افغانستان

تېر کال ۳۰۰۰ تنه افغانان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 7, 2023

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com