په تیر پسی…
شرایط:
1- کله چې انګریزي ځواکونه د کلا څخه بیرون وځي نو د ښار خلک او د سلطان فوځي ځواکونه به په هغوی باندې توکاڼې نه توکوي او نه به ورته کنځلې او بد رد وایي او نه به یې زخمي کوي.
2 انګریزي ځواکونه به یواځي خپل ذاتي سامانونه له ځانه سره اخلي، ټوپکونه، توپونه او نورعسکري اوغیرعسکري سامانونه به سلطاني لښکر ته ورحواله کوي.
3- د انګریزي ځواکونوسره چې د سلطنت کومه شتمني، مالونه اوسامانونه دی هغه به ټول سلطان ته بیرته ورکول کیږي، که چیري د کوم فوځي سره مال یا سامان راڅرګندشي نوهغه ته به سخته سزا ورکول کیږي.
4- انګریزي فوځ به په پوره خوندیتوب سره تر سمندره پورې رسول کیږي.
5-د سلطنت څو بحري جهازونه دې د انګریزي ځواکونو د انتقال لپاره ورکړل شي، ترڅنګ دی یی دهغوې د سفرله پاره څه غله، او نور د اړتیا وړ سامانونه ورکړل شي، چې ددې ټولو قیمت به د ځواکونو د منزلته د رسیدو وروسته سلطان ته ورکړل شي.
6-هغوی چې د وچې له لارې خپل منزل ته تلل غواړي دهغوی د ساتنې له پاره دې تر بمبئ پورې یوه ساتونکې ډله وګمارل شي.
7- د سلطنت دوه کسه ستر منصبداران دې د انګریزانو د خوندي وتلو او په جهازونو تر سپریدو پورې د انګریزانوسره یرغمل اوسي.
دا شرایط جنرال میتهوز ولیکل او د لاسلیک وروسته یی سهار وختي سلطان ته ولیږل، سلطان هم له ځنډ پرته هغه ومنل او لاسلیک یې کړل. دا ژمنلیک په فارسي او انګلیسي ژبو لیکل شوی وو. په دې توګه د ۱۸ ځان ځارونکو ورځو وروسته سلطان په کلا باندې بیرته ولکه وکړه. د همدې فتحې په وخت کې یوه شاعر في البدیه دا تاریخ ویلی دی:
«حیدرنګر ګرفته، ۱۱۹۷هجري قمري»
د سلطان ټیپو او جنرل میتهوز (چې د حیدرنګر په کلا کې کلابند وو) تر منځه چې کوم تړون وشو د هغې څخه ډاګیزیږی چې د انګریزي فوځونو ژوند په مکمله توګه د سلطان په رحم وکرم پورې تړلی وو او د هغه د سترګو په یوې اشارې سره هغوی ټول له منځه تللای شول.
خو…. سلطان ټیپو په همغه وخت کې هم د همغسې شرافت او ترحم نه کار واخیست لکه څنګه یې چې خدای بخښلي پلار نواب حیدرعلي خان د مدراس د سولي په وخت ترې کار اخستي وو. د سولې په دې تړون کې هم داسې آسانه شرایطو هم شتون درلود چې وروسته پرې پخپله مسلمانانو نیوکې کولې او ویل یې چې سلطان ته په کار نه وو چې د انګریزانو په څیر د سفاک او فریب کاره ځواکونو سره داسي یو ژمنلیک لاسلیک کړي.
خو بیا هم انسان به څه وکړي چې وایي« په غلا غلا ځي خو په چور و چپاول سره نه ځي» مصداق انګریزي قوم لپاره د دنیا د ټولو قومونو دا متفقه پریکړه ده چې انګریز د نړۍ ترټولو زیات مکار، فریب ورکونکی او احسان هیرونکی قوم دی. ځکه چې د سولې د دې اسانه شرایطو سره سره بیا هم دې قوم د خپلې مکارۍ او فریب کارۍ لمن پرې نه ښوده او پخپله په خپل جال کې را و نښتل.
په تاریخ کې دې تړون ته د « بنګلور» تړون وایي.
په دې تړون کې یو شرط دا و چې انګریز قوم به د خپل ذاتي سامان نه پرته د کلا د نظامي او مالي وسایلو څخه هیڅ شی هم له ځانه سره نه اخلي او که چیرې څوک د داسې جرم مرتکب شي نو سخته سزا به ورته ورکړل شي. خو د دې څرګندو شرایطو سره سره انګریزي ځواکونو خپله مکاري او فریب کاري وکړه او د لوټ مار او چوروچپاول څخه یې کار واخست.
سلطان د تړون سره سم، د کلا څخه د انګریزي ځواکونو د وتلو نه مخته خپل یو سردار هلته ورولیږه، اوهغه ته یې حکم وکړ چې ولاړ شي او په خزانه باندې ولکه وکړي او د خلکو څخه وپوښتي چې انګریزانو خو په کوم څیز کې خیانت یا مالي فساد نه دی کړی. د خلکو څخه خو په دې اړه کوم معلومات تر لاسه نه شو خو کله یې چې خزانه وکتله، نو هغه یې بلکل خالي وموندله.
په دې خبره باندې سلطان ډیر په غضب شو او میتهوز یې را وباله او سختې پوښتنې یې ورڅخه وکړې.
«جنرال میتهوزه! څه شوي دي چې خزانه بلکل خالي پرته ده. په داسې حال کې چې په هغې کې د ملیونونو روپیو تر څنګ هیرې او جواهرات هم موجود وو؟
میتهوز له یوې مخې منکر شو او ویې ویل چې زما په ګډون هیچا هم د حیدرنګر خزانې ته لاس نه دی وروړی. د سلطان قهر او غضب نور هم زیات شو «که چیرې تاسو لاس نه وي وروړی نو آیا خزانه فرشتو له ځانه سره یوړه …؟» « زه په دې اړه هیڅ معلومات نه لرم» میتهوز بلکل انکاري شو.
نور بیا ….


















