راپورتاژ: الماس خدرخېل
برما د اسیا په جنوب ختیځ کې پروت هیواد دی چې د چین، تایلنډ، هندوستان او بنګله دیش سره ګډې پولې لري.
د برما د وګړو شمېر د اوسنيو شمېرنو له مخې ( ٥٥ ) ميليونه تنه دی، چې په دې کې يې ( ١٥ ) سلنه مسلمانان دي، د مسلمانانو شمېر يې شاوخوا اته ميليونه تنه ته رسيږي، چې د دې شمېرې نيمايي وګړي په ( اراکان ) ولايت کې ژوند کوي او د دې ولايت ( ٧٠ ) سلنه برخه تشکيلوي .
د بورما د اراکان ولایت روهینګي مسلمانان له تېرو شپیتو کلنو راپدېخوا له کومه وخته چي د بورما هیواد جوړ شوی دی، د بورما د حکومت او پوځ له لوري له ډول ډول مشکلاتو او کړاوونو سره لاس او ګریوان دي.
خو له ۲۰۱۲ م کال څخه وروسته کله چې په اراکان ولایت کې د دغه ځای بودایانو د مسلمانانو پر ابادیو باندې د حکومت او پوځ په مرسته هجوم وروړ په زرګونو مسلمانان یې د ښځو او ماشومانو په شمول ووژل، کورونه یې ورته وسوځول، له سیمې څخه یې تېښتې ته اړ کړل او د پوځ له لوري سخت وحشت پرې تېر شو.
څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې له لوري په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې له تېرو څو میاشتو څخه له ۱۰۰۰۰ لسو زرو څخه بیا تر ۲۰۰۰۰شلو زرو پورې روهینګي مسلمانان د بحر په منځ کې ګرځي، چې د هر هیواد د ساحل خواته نژدې شي نو د هغه هیواد د پولیسو له لوري یې بیړۍ بیرته د سمندر خواته وګرځول شي.
د اسلامي هېوادونو يو شمير بشري ټولنو ويلي، د روهینګیا مسلمانان چې د بورما د رکیني په لویدیځ ایالت کې میشت دي، په تخنیکي لحاظ یوه بې هیواده ډله ده، چې د زیاتې مودې راپدیخوا د اسلامي نړۍ لپاره د دغو مسلمانو د ژوند بوږنوونکې وضعه د اندیښنې وړ موضوع ده.
له تېرو څو مياشتو راهيسې په بورما کې د مسلمانانو په وړاندې د نسل وژنې نوې لړۍ پيل شوې، چې همدا اوس هم دوام لري او له درې زره ډېر مسلمانان پکې شهيدان شوي او په زرګونو نور مهاجر شوي دي.
دا لړۍ له هغې پېښې را په دې خوا پيل شوې چې د مسلمانانو يو لس کسيز ګروپ په اراکان کې د اسلامي بلنې په موخه د مسلمانانو په کليو کې ګرځېده، تر څو خلکو ته د اسلام د احکامو په اړه معلومات ورکړي، په دې دوران کې د بودايي ځوانانو يوې ډلې هغوی محاصره کړل او له سختو ډبولو او ربړونو وروسته يې ټول شهيدان کړل، هغوی دا کار د هغې بودايي نجلۍ د مرګ په بدل کې وکړ چې د دې ډلې له ګرځېدلو څو ورځې وړاندې په دغه سيمه کې په مرموز ډول وژل شوې وه او بودايانو يې پړه پر مسلمانانو ور اچولې وه.
د علماوو او دعامو مسلمانانو د دردناک شهادت په ځواب کې د اراکان مسلمانان واټونو ته را ووتل او د دې وحشتناکې پېښې په اعتراض کې يې لاریون وکړ، په ځواب کې د بورما چارواکو بودايانو ته مخه ورکړه چې د مسلمانانو په وړاندې هر ډول غبرګون وښيي.
څو ورځې وروسته د مسلمانانو يوه ډله د عمرې څخه بېرته د را ستنېدو پر مهال بودايانو ونيول او په وحشت سره يې شهيدان کړل او بيا يې د اراکان کليو ته مخه کړه او په څو ورځو کې يې د مسلمانانو 2600 کورونه وسوځول.
په انټر نټ کې انځورونه خپاره شول چې بودايي ځوانان مسلمانان ژوندي اور ته وراچوي او چې کوم يو له اوره د وتلو هڅه کوي هغه په کوتکونو او چړو وهل کيږي او بېرته اور ته ورغورځول کيږي ترڅو چې ساه ورکړي.
ويل کېږي، اراکان ولايت ته د هارون الرشید د خلافت په دوران کې د تاجرانو په وسیله د اسلام مبارک دین رسېدلی، تاجران اراکان ته د تجارت په مخه تللي وو او هلته یې د اسلام د مبارک دین قبلولو ته خلک راوبلل، د اسلام د ریښتین توب او په دنیا او اخرت کې د کامیابۍ د بورما خلک ډیر متاثر کړل، هماغه و چې ډیر لوی شمېر خلکو ایمان راوړ او د اسلام مبارک دین یې قبول کړ.
د عفوې نړیوالې مؤسسې او د بشري حقونو ادارې وایي، چې د روهینګیا مسلمانانو په خلاف تشدد او تشدد ته د ددې حکومت لخوا لمن وهل کیږي ځکه چې په بورما کې د قومي اقلیتونو سره بده رویه اوږده سابقه لري.
که څه هم تر دې دمه د بورما د مسلمانانو په اړه کومې اسلامي يا بشري ډلې جدي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو وخت ناوخت د نړۍ له بېلا بیلو برخو نه ځينې اسلامي ډلې د بورما د مسلمانانو د ظلم پر ضد خپل غږ پورته کوي او وايي، چې په دغه هېواد کې دې له بشري حقونو سرغړونه بنده شي.
ایران او یو شمیر نور هیوادونه بیا وايي، چې په بورما کې د روهینګیا مسلمانانو ډله يیزه وژنه مذهبي بڼه لري او په یاده سيمه کې د بودايانو لخوا پر مسلمانانو باندې تېرى او زياتى نه يوازې دوام لري، بلکې نور اوج ته رسېدلى دى او هره ورځ په زياته اندازه د مسلمانانو ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان په بې رحمۍ سره وژل کيږي.
د يادې سيمې يو شمير مسلمانان اوسېدونکي وايي، چې بورمایي حکومت او پوځ په مسلمانانو د ډیر زیات ظلم او وحشت سره سره ځینې بندیزونه لګولي چې، بورمايي مسلمانان به په لاوډ سپیکر کې آذان نشې کولی، ماشومان یې دولتي مکتبونو کې درس نشي ویلی، ځوانان یې په دولت کې کار نشي کولی، په ۱۹۸۲ عیسوي کال کې یې د مسلمانانو تابعیت ختم کړ، ځوانان یې له ۳۰ کلنۍ او پېغلې یې له ۲۵ کلنۍ مخکې واده نشي کولی، مسلمان نشي کولی چې له یوه کلي نه بل کلي ته لاړ شي، مسلمان له ځانونو سره وسله، چاقو، برچه، او ټول هغه څه چې د جنګ ابزار ګڼل کیږي نشي ساتلی او که کوم مسلمان سره پیدا شو نو ټول عمر به بندي کیږي او يو شمير نور بنديزونه هم لږول شوي دي.
د اسلامي نړۍ يو شمير بشرپالان بيا وايي، چې د نړي ټول اسلامي هیوادونه دې په ګډه یو کمیسیون جوړ کړي د غه کمیسیون دې په لومړي قدم کې د غه مسلمانان د مرګ له خولې وژغوري او کومه ځانګړې سيمه کې دې موقتا ځای پر ځای کړي، له هغې وروسته دې دغه هیوادونه په ګډه سره د دغو مسلمانانو د همیشني ژوند په اړه غور وکړي.
دوی زياتوي اسلامي هېوادونه او بشري ټولنې دي د بورما پر هېواد فشار راوړي ترڅو د بورما اصلي اوسېدونکو مسلمانانو ته د دغه هېواد تابعيت ورکړي.
د برما پوځ د روان کال د لسمې مياشتې په ۱۹ نېټه په دغه ولايت کې ۱۰۰ تنه مسلمانان په بې رحمۍ ووژل دوی وايي، چې دغه وژنه يې د خپلو ۱۳ تنه سرتېرو په مقابل کې ترسره کړې ده؛ خو د روهینګيا د رسنيو له خولې ويل شوي ،چې د بورما پوځ په عملياتو کې خپل غچ له ولسي وګړو اخلي.
په ورته وخت کې د بورما د مسلمانانو خواخوږي نيوکه کوي او زياتوي، چې ولې داسې کيږي؟ د دې بې ساري وحشت په وړاندې ولې څوک څه نه وايي؟ د نړۍ بشرپالان چيري دي؟ ازاد مطبوعات ولې چوپ دي؟ ملګري ملتونه ولې عکس العمل نه ښکاروي؟
دوی زياتوي، چې بشرپالان که د بشر حقوقو دعوې کوي هغه يوازې د نامسلمانو لپاره دي، مطبوعات د همدې کفري جال لاسپيکرونه دي او هغه څه خپروي چې د همدې اسلام دښمنه مرکزونو د مطبوعاتي دفترونو څخه ورته را وځي، ملګري ملتونه هم (ملل متحد علی الکفر ) دی.
په دې وروستيو کې په بورما کې د پوځ او بودایانو له لوري د روهینګیا په مسلمانانو سختو ظلمونو په سيمه کې ځینې مسلمان ځوانان دې ته اړ کړي، چي د خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره وسله واخلي او د جهاد اعلان وکړي.
د برما مسلمانان د ظلمونو له یوه نوې څپې سره په داسې مهال مخ کیږي، چي لا له وړاندې يې کړاونه زیات وو، هغوی چې له هر ډول طبي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاو څخه بې برخې دي، د عملیاتو په نوم روان ظلم له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

















