سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د حکومت اختلاف افغانستان له هالیفکس کنفرانسه بې برخې کړ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 21, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 سرلیکنه

د ملي يووالي په حکومت کې د ارګ او اجرائيه رياست اختلافات اوج ته رسيدلي دي، چې اوس يواځې د ډاکټر عبدالله او اشرف غني ترمنځ اختلاف نه بلکې د شمالي ټلوالې د ټولوغړو او ارګ د نږدې کسانو ترمنځ اختلافات او يو له بله سره چنو وهلو افغانستان په نړيواله کچه د زوال سره مخ کړ.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د مخه يواځې د ارګ او ډاکټر عبدالله ترمنځ اختلافات وو، په ځينومسائلوبه یې سره زړونه بد شول؛ خو اوس چې د جمعيت ګوند اجرايوي رئيس عطامحمد نور پوهيدلی ډاکټر عبدالله د ارګ سره د چنو وهلو توان نه لري، خپله یې د ارګ سره په مخالفتونو پيل کړی دى، چې د معلوماتو له مخې شايد ارګ مجبور کړل شي شمالي ټلوالې ته يو څه امتيازات ومني.

د شمالي ټلوالې او ارګ اختلافاتو افغانستان دومره بې باوره کړ، چې ارګ او اجرائيه رياست  په کاناډا کې د ناټو د سازمان او یو شمير نورو هيوادونو لخوا د امنيتي مسايلو د کنترول او په نړيواله کچه د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د غور کولو په موخه یې دهالیفکس په نامه کنفرانس جوړکړی، چې افغانستان ته پکې ځانګړى ځاى ورکړل شوى و.

دا لومړى ځل دی چې په کاناډا کې د ناټو لخوا په امنتيتي کنفرانس کې افغانستان د اختلافاتو له امله بې برخې پاتې کيږي او افغان چارواکي هم پرې په دې خاطر چې اختلافات پټ وساتي، په کنفرانس کې په نه ګډون چوپ پاتې دي.

په کاناډا کې د “هالیفکس” په نامه د ناټو سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو ترمنځ د نومبر له ۱۸ تر ۲۰ مې نيټې پورې یو نړیوال کنفرانس ترسره شو، چې ټول بحثونه یې په سيمه کې په ځانګړې توګه افغانسان او د نړۍ په امنیتي مسایلو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې راڅرخېدل .

په کاناډاکې د ناټو لخوا په هالیفکس درې ورځیني کنفرانس کې افغانستان ته د نوروهيوادونو د مخه بلنه ورکړل شوې وه او هم  زيات اهميت افغانستان ته ورکړل شوى و، چې دا مهال په اسياکې په افغانستان کې د نورو هيوادونو په پرتله زيات اور بل دى؛  خو بدبختانه افغانستان چې نا امنه حالاتو یې سيمه نا ارامه کړې ده، چارواکو یې د اختلافاتو له امله په دې کنفرانس کې د افغانستان په نماينده ګۍ برخه وانه خیسته.

يو شمير تبليغاتي رسنيوچې د حکومت د ګټولپاره ګمارل شوي دي راپورونه خپاره کړل چې افغان نماينده ګانو په کنفرانس کې برخه اخستې وه؛ خو وروسته ثابته شوه چې هيڅ چاهم په کنفرانس کې د افغانستان په نمايندګۍ ګډون نه دى کړى.

په کاناډا کې د ناټو له خوا په جوړشوي کنفرانس کې د افغانستان نه ګډون يو شمير سوالونه ناټو ته راپيداکړل او هغه سوالونه امکان لري ارګ او اجرائيه رياست څخه وکړل شي ترڅو په کنفرانس کې د نه ګډون کولو دلائل وړاندې کړي.

که دلائل د قناعت وړ ونه ګرځولي شي، شايد افغانستان سره د ناټو لخوا تر٢٠٢٠م کال پورې په کيدونکو مرسته بيا له سره غور وکړل شي.

د حکومت دفاع وزارت، اجرائيه رياست او ارګ درې واړه په کاناډاکې جوړشوي کنفرانس کې د نه ګډون په کولو بې ځوابه دي.

داسې ښکاري چې د حکومت  ټولې چارې د ارګ او اجرائيه رياست ترمنځ د اختلافاتو له امله فلج کړل شي.

د تيرو کلونو په نسبت په روان کال کې په افغانستان کې زياتې جګړې شوي. امنيتي ځواکونو او هم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله زياته اوښتې ده، چې تر اوسه حکومت د دې ستونزې له حله هم عاجز دى او نه یې د ملګرو ملتونو د سروې ادارې د راپور ځواب ويلی، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې ورته وړاندې کړی.

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې له ټولو زيات په روان کال کې د ماشومانو د بې سوادۍ کچه لوړه ښودل شوې ده.

 تيره ورځ چې په نړيواله کچه د نومبر شلمه د ماشومانو ورځ لمانځل کيده. په افغانستان کې د بې سواده او له ښوونې اوروزنې د بې برخې ماشوامانو شميره ٣٠ ميليونه ياده کړل شوه.

په افغانستان کې چې ٣٠ ميلونه ماشومان له تعليمه بې برخې پاتې شي دا ټول به د څلورو پنځو کلونو وروسته په  جګړو لاس پورې کوي او يابه هغه جنايات کوي، چې ټولنه به د تباهيو کندې ته ټيل وهي، په نتيجه کې همدا اوس او هم وروسته د افغانستان په اړه راتلونکې تياره او مسئوليت یې د موجوده حکومت په غاړه دى.

مخکینې مطلب

بلخ کې د المان لخوا ۱،۲میلیارد افغانیو په ارزښت د مور او ماشوم روغتیايي روغتون جوړیږي

بل مطلب

د برما مسلمانانو په خلاف تشدد ته د حکومت لخوا لمن وهل کیږي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com