جواد څارگر
که روانه جګړه صلیبي نه ده؛ طالبان څومره ستر قوت دی چې تمام کُفر یې پر ضد جګړې ته تیار شوی او ورسره جنګېږي؟
لېږ تاریخ ته سر ورښکاره کړئ او صلیبي جګړې له نظره تېرې کړئ، کټ ـ مټ دروانې جګړې په څېر دي. یوې خوا ته تمام کُفر او منافقین، او بلې خوا ته دګوتو په شمېر، بې وسلې او بې اعاشې سرسپارلي مجاهدین.
تر دې دمه تنها اسرائیل ددې اشر، اشرباڼي نه بلل کېدل مګر تېره ورځ د اسرائیلو معتبرې، میاشتنۍ مجلې اعتراف وکړ چې دروان صلیبي جنګ اشرباڼي دي او ددغه هېواد بې پيلوټه الوتکې به تر ۲۰۱۸م کال پورې په افغانستان کې په عملياتو کې برخه واخلي.
اسرائیلي مجله زياتوي، د اسرائیلو (ههرون ۱) بې پلوټه الوتکو له پیله تر دې دمه، په افغانستان کې تر ۳۰ زره زیات پروازونه کړي دي، خو دا لا نه ده معلومه چې څومره يې بمبار او څومره يې په کشفي عملياتو کې برخه اخيستې ده.
زموږ په مسلمانه فضاء تر دېرش زرو زیات یهودي پروازونه، څرګند ثبوت دی چې دلته جګړه دترورېزم پر ضد نده، بلکې جګړه صلیبي او د ادیانو ترمنځ ده
دلته یو چا د اعلاء کلمة الله لپاره علم پورته کړی و، له ډیموکراسۍ بېزاره ول، دمسلم امت دتللي برم د اعادې هوډ یې درلود، د ناټو او وارسا په څېر تړونونه یې د مسلمانانو ترمنځ هم غوښتل او په ټوله کې اراده یې درلودله چې دمسلمانانو لپاره یو وار بیا اسلامي خلافت قائم شي او کفري نړۍ پرې یرغل راوړ.
هغه تش په نامه افغان زعماء او پلویان یې له دې هم نه شرمېږي، چې دخپل افغان په وژلو کې دنجسو یهودانو شراکتیان دي؟
دهغه بېوزله او بېوسه فلسطیني مسلمان څخه هم خجالت نه ورځي، چې څه دپاسه شپېته کاله، په مکرر ډول د اسرائیلې مظالمو ښکار دی؟
دهغه فلسطیني ماشوم څخه هم حیا نه ورځي چې اسرائیلي وحشت ګرو دژوند په پیل کې په مردکیو سوری ـ سوری کړ؟
دهغې مسلمانې فلسطینۍ پېغلې په عفت هم ننګ نلري چې په ډک بازار کې یې اسرائیلي شرمخانو، پړونی تار ـ تار کړ او بیا یې په یهودي پوځي دګذار په تور، زندان ته واچوله؟
اسلامي تعلیمات خو همدا وایي چې مسلمان دبل مسلمان ورور دی؛ دا بې ننګه ندي چې دمسلمان خلاف دنړیوال کفري اشر ترڅنګ ولاړ دي؟
دا بې ایمانه ندي چې نه په ارزښتونو ننګ کوي، نه دمسلمانو خوئندو له تار ـ تار پړونو حیاء ورځي، نه دمسلمانو ماشومانو له تسمه ـ تسمه بدنونو څخه خجالت احساسوي؟
د افغانستان پر فضاء تر دېرش زرو زیات اسرائیلي پروازونه، دکابل ادارې غلامي او کفرپالنه لا زیاته جوَتوي او دطالبانو دا دعوه غښتلې کوي چې ګواکې جګړه یې دنړیوال کفر پر ضد ده، مرګ یې شهادت او ژوند یې دغازي دی.

















