عبدالله ریحان
ته چې لاړې زما سترګو نه خوبونه لاړل
لکه له ماتې آئينې چې تصويرونه لاړل
تا چې زما د زخمي زړه کور څخه کډه وکړه
زما غزل څخه خواږه خواږه لفظونه لاړل
خدایه کافر نشم کافره دنیا ونړوه
دلته له ډیرو ایماندارو ایمانونه لاړل
ګوره وختونو عجیبه دي زمانې بدلوي
چاپسې زړونه لاړل او له چا زړونه لاړل
بس ده ناترسې ازادۍ نوره راځه وطن ته
مونږ نه په ژوند ټولې مزې، خواږه وختونه لاړل
لکه سپین ستوري چې د شنه اسمان له غیږې لاړ شي
داسې مې څنګ نه ښایسته تنکي مخونه لاړل
کلي ته راشه وطن ړنګ دی پسرلۍ نلري
د هیلو بڼ نه مو ریحان غاټول ګلونه لاړل


















