ليکنه محمد حامد
د اوړي سخته ګرمي وه له ښوونځي څخه راغى، کتابونه يي کيښودل مور ته يي غږ کړ مورجانې وه مورجانې ډوډۍ راوړه سخت وږى شوى يم ،
مور يي ورته وويل لږ صبر وکړه دروړيم يي؛ ډوډۍ يي ورته راوړه جاويد د ډوډۍ په خوړلو پيل وکړ مور يي ورته وويل جاويده: نن به دى د ماما کور ته راسره ولاړ شې دي بابا پوښتنه به دى هم وکړو ډير وخت وشوو چى نه يم تللي ، جاويد وويل سمه ده ، ډوډۍ يي وخوړله اودس يي وکړ پاکي جامې {کالي} يي واغوستل لمونځ يي وکړ
لږ ورسته يي مور ورته وويل راځه چى زوو جاويد هم خپل بوټونه په پښو کړل او روان شوو ، د ماما کور ته يي لا نه وو رسيدلي چى پياده امريكايي او د اردو عسکر په مخه ورغلل ، زيات خلګ يي درولي او عامه تالاشي شروع ده
ټول خلګ يي ديوال ته درولي ،
جاويد او مور يي څنګ ته شول او نيت يي درلود ترڅو دوۍ لاړ شي د اردو عسکر ورباندي غږ کړ راوګرزۍ تالاشي ورکړى جاويد ور روان شوو او مور ته يى وويل ته همدلته کينه مورې زه به تالاشي ورکړم امريكايي چى وليدل چى يوازي ماشوم راغى او ښځه پاته شوه ژباړن ته يي وويل هغي ښځي ته هم نارې کړه چى راشي ژباړن هم په خورا بى وجداني ور غږ کړ هله راشه دلته تالاشى ورکړه ښځي ټينګار وکړ چى وروره زه خو عاجزه يم ما څنګه تالاشي کوې پښتنه يم خو ژباړن يي خبر ور غوڅه کړ ، تر دى چى امريكايي سرتيري خپله ورته راغلل او د جاويد مور په تالاشى کولو يي پيل وکړ جاويد چى دا حالت وليد د اردو سرتيري ته يي وويل د خداى لپاره هغه امريكايي زما مور تالاشى کوى هېله کوم مخه يي ونيسته ته خو افغان يي خو سرتيرى هيڅ ځواب ورنکړ،
خو جاويد بيا بيا دغه جمله تکراروله ،
بل سرتيرى چى له شکله هزاره معلوميده ورته وويل :
[چه مشکل دارد يک تالاشى است خلاص]
خو د جاويد له زړه وينى څڅيدې تالاشى خلاصه شوه روان شول جاويد له ډير شرم څخه مور ته ورته نشوى کتلاى
د ماما کور ته ننوتل مور يي کيناستله خو جاويد يوازي د روغبړ[ستړي مشى] له کولو سره سم روان شو ماما ګانو يي ورته وويل چيري ځې جاويد جانه ، جاويد وويل: ماما نن مى کورنۍ دنده ډيره پاته ده هغه ليکم بيا ښوونکى غوسه وي ، د کور په لوري روان شو د مور د تالاشي صحنې قدم په قدم واژه ، کور ته ننوت قلم يي راواخيست په کوچنۍ ټوټه کاغذ يي پرې وليکل مورجانى ما ستا له عزت څخه ساتنه ونه شوه کولى ومي بښه له سترګو يي غوټۍ غوټۍ اوښکي توى کړى،
د پلار ورپاته چاقو راواخيست له کور څخه ووت او هماغه ځاى ته روان شو کله چى ورنژدې شو د هماغه امريكايي خواته ورغى چاچى دده مورجانه تالاشي کړي وه هغه ورته د اشارى په کولو د تالاشي غوښتنه وکړه خو جاويد سمدلاسه ورباندى بريد وکړ امريكايي يي په خيټه ( ګيډه) کي په چاقو وواهه امريكايانو د دغى پيښي په ليدلو منډه کړه ظالم د اردو سرتيرى د خپل ټوپک شپيلۍ په انتقام اخيستونکى جاويد ورواړوله او ځاى په ځاى يي شهيد کړ ،
مور يي چى د ډزو غږ واوريده ورخطا شوه سمدلاسه پورته شوه او ويي ويل اخ زما جاويده
د کور په طرف يي منډه کړه کوټې (اطاق) ته ننوتله ګوري جاويد نشته په کاغذ يي سترګى ولګيدلى چى ويي لوست سخت ټکان يي وخوړل بيرته د تالاشى ځاى ته په منډه ولاړه چى ويي کتل يوازنى بچى جاويد يي په سينه سورى سورى ده د زوى په جسد ورړنګه شوه او روح يي حقيقي مالک ته وسپاره انا الله وانا اليه راجعون


















