ډاکټر آصف
تیره ورځ د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید د باګرام زندان ته د حکمتیار صیب په اصطلاح فاتحانه ورننوت، او د حزب اسلامي له بندیانو سره یې په جګو!! سترګو وکتل، او هغوی ته یې مبارکې ورکړه او ورته یې وویل چې دا ستاسې د قربانیو برکت و چې نن مونږ تسلیم شوو!! او تاسې به درې ضمانتونه ورکوئ!! بیا به له زندانه ووځئ، او په راتلونکې کې به زمونږ د شمالي ټلوالې او جمعیتیانو په څير بلډنګونه وي، وروستي ماډل موټرې به مو وي او تاسې به خوار او زار ګرځئ او بچي به مو په ډیرانونو کې پس خوردې ټولوي.
قریب الرحمن سعید هغوی ته ډاډ ورکړ چې ولسمشر به مو له ۳ ضمانتونو وروسته له زندانه خوشي کوي او هغه دا چې:
لومړی
تاسې به له جهاد نه پخه توبه باسئ او په خپل لاسلیک او ګوتې لګولو سره به حزب، دولت او خپل قومي مشر ته لیکلی ضمانت ورکوئ چې بیا به جهاد نه کوئ.
دوهم
ستاسې د ضمانت په اساس به ستاسې قومي مشر حزب او دولت ته لیکلی ضمانت ورکوي چې بیا به تاسې جهاد نه کوئ.
دریم
حزب اسلامي به ستاسې او د قومي مشر د لیکلي ضمانت په اساس د حکمتیار په وینا لاسپوڅي غربي دولت ته لیکلی ضمانت ورکوي چې بیا به دا مجاهدین جهاد نه کوي او د حکمتیار په اصطلاح د ذلت ژوند به اختیاروي.
له دې وروسته به دغه درې واړه ضمانتونه د امریکا په اوږو راغلي جعلي ولسمشر اشرف غني ته په فاتحانه ډول وروړل کیږي او په میز به ورته ایښودل کیږي، بیا به اشرف غني د دې درې واړو ضمانتونو په اساس د خارجي ځواکونو یا آیساف ځوکونو قومندان ته لیکلی ضمانت ورکوي چې دوی به بیا د جهاد نوم هم په خوله نه اخلي او بالآخره به دا ضمانتونه د خارجي ځواکونو مشر ته سپاري او هغه به یې بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره شریکوي چې دا حزبیان په توبو توبه ګار دي او وایی چې پخوا مو جهاد کړی هغه مو بد کړي او بیا دا بد نه کوو او که د جهاد نوم مو بیا په خوله واخیست خوله راباندې ماته کړئ. او ورته به لیکي چې دوی نوره د جهاد له نوم هم توبه ویستلې چې بیا به دا غلطي نه کوي، که په دې اړه یې بیا کوم سند غوښتلو نو د حکمتیار صیب هغه بینر به ورته ښکاره کړئ چې نن سبا د افغانستان په ټولو ښارونو کې ځړیږي او د حکمتیار د ستر انځور سره یو ځای پرې لیکل شوي دي چې:
زه په افغانستان کې له آبادۍ او خپلواکۍ پرته نور هیڅ نه غواړم.


















