عبدالباقي مهاجر
غزل
اوسي مـې په زړه کې لکه يار طالب
دنـګ لکه نښتر لکه چنــــــار طالب
ډېر يي و ديدن ته هوا دار يمه
سترګې او لېمه مې دی خمار طالب
خدايه حفاظت د جانان ته وکړې
سترګوکې اخيستی دی اغيار طالب
دود به سپېــلني ورته ضرور کړمه
هسې نه نظر شي لالــه زار طالب
مينه مـې د زړه ورسره جوړه شوه
ځکه راته ګران شو حُسن دار طالب
خدای مکړه که لرې مسـافر شولو
چېرته لټوم بـه بيا بهار طالب
عشق عجيبه شی ده ( مهاجر اشنا)
ډېر دريادوي بيا د ټول ښار طالب


















