پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

هغه درې مسلمانې ښځې، چې غږونو یې نړۍ بدله کړه!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 22, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
8
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

د لومړۍ ښځې کړیکه: واحجاجاه!

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

(اې حجاجه! و مې ژغوره)

دا د هغې پتمنې عربي خورکۍ غږ و، چې هندوانو یرغمل کړې وه، یاد خبر د وخت د واکمن حجاج بن یوسف تر غوږه ورسېد، په ځواب کې یې ورته وویل: “یا لبیکِ، یالبیکِ” اې په خدمت کې دې یم…

یو ځواکمن پوځ یې د هغې د خلاصون له پاره اماده کړ. هند، سند او نور سیمیز ښارونه په همدې ځل فتحه او د مسلمانانو تر واک لاندې شول.

تر ټولو حیرانونکې لا دا چې دا ځل د پوځ واک او قومنده د اولس (۱۷) کلن زلمي محمد بن قاسم پر غاړه وه، کوم چې د یاد حجاج وراره کېده.

۶۰۰۰ زره لښکر د دې له پاره په هند برید ته تیار شو، چې د یوې پتمنې پت او عزت د لوټېدو په درشل کې و؛ له هره پلوه لښکر ښه مجهز و. په وسله سمبال، په خوراکي توکیو سمبال او په سوارلیو سمبال و، یوه څېز ته هم اړتیا نه لیدل کېده. ویل کېږي، چې حجاج بن یوسف، په یاد  لښکر ۶۰۰۰۰ درهمه لګښت وګړ.

یاد اتل په لوړ همت وجنګېد، ډېر ښارونه یې فتحه کړل؛ مسلمانه خورکۍ یې د وحشت او بربریت له منګلو و ژغورله او خپلې کورنۍ ته یې وسپارله.

د دوهمې ښځې چیغه: وا معتصماه!

(اې معتصمه! ستا د مرستې په تمه یم!)

دا د هغې پتیالۍ خور دردونکې کړیکه ده، چې د پت او عفت پر لمن یې د کفري لیوانو تورې منګولې خښې وې، د وحشت په زندان کې یې د تورو تمبو شاته د بنګړو پر ځای زولنې شرنګولې!

یوه ورځ یوه کافر پر معصوم مخ په ډېره بې رحمي څپېړه ورکړه؛ د هغې بې واکه تر خوله د “وا معتصما! این انت” (اې معتصمه! چېرته یې) سوې سانده ووته؛ د هغې په وړاندې ولاړ کافر وخندل، د مسخرې په توګه یې ورته کړه: هوکې، معتصم پر برګ آس سپور را روان دی، و به دې ژغورې!

د وخت واکمن او اتل معتصم ته د یادې خور چیغه ورسېده؛ ۷۰۰۰۰ برګ آسونه یې و پېرودل. بې له ځنده یې اویا زریز لښکر د هغه ښار په لوري وخوځاوه، کوم چې بنديوانې خورکۍ د وحشت ترخې شېبې کې ګاللې، د جګړې مهار د  یاد اتل په لاس کې و..

پر لاره پراته ښارونه یې یو په بل پسې فتحه کړل، ترڅو یاد ښار ته ورسېد، له لږ مقاومت وروسته یاد ښار هم د معتصم تر واک لاندې راغی؛ هغه پتمنه یې ومونده کومې چې د معتصم په تمه د خلاصون خوبونه ليده.

له پلټنې وروسته یاد کافر هم ونیول شو، یاد اتل د معصومې خور و لورته مخ ور واړاوه، ورته ویلې: اوس کفارو ته ووایه، چې دا هغه معتصم دی کوم چې زه یې د مرستې په تمه وم؛ پر برګ آس سپور یې ځان را ورساوه…

د درېیمې ښځې چیغه: وا عامراه

(اې عامره! مرسته مې وکړه!)

دا دهغو درو (۳) مسلمانو خوندو کړیکه ده، چې د “نافار” په هیواد کې د کفارو په ولکه کې وې. د “عامر” او د “نافار” د هیواد تر منځ عهد او پیمان په دې توګه و، چې هغوی به د مسلمانانو یاد خلیفه ته جزیه ورکوي، په دې توګه به یې سرونه او مالونه خوندي وي. په یاد پیمان کې دا هم راغلي، چې هغوی به یو مسلمان هم نه بندي کوي…

یوه ورځ یاد خلیفه یو قاصد د یوه پیغام سره د “نافار” په لوري ولېژه. هغه د سفر په ترڅ کې په یوه کنېسه کې درې مسلمانې ښځې تر سترګو شوې، د تعجب ترڅنګ یې ترې وپوښتل: تاسو دلته څه کوئ؟

هغوی ورته کړه: موږ دلته د اسارت (بند) شپې صبا کوو!

د یاد خلیفه قاصد زښت په غوصه شو، په بیړه د خپل هیواد پر لور وخوځېد، د سترګو لیدلی حال یې نوموړي خلیفه ته ووایه. د هغه غیرت را وپارېد، سمدلاسه یې پوځي قومندانانو ته سپارښتنه وکړه؛ د یادو پتمنو خلاصون ستاسو فرضي دنده ده، په بيړه د نافار ښارونو ته ځانونه ورسوئ! هغوی هم بې له ځنده یادې سیمې ته ځانونه ورسول.

نافار د پوځي ځواک او قوت په لیدو هک پک حیران شو، زیاته یې کړه:

زما او خلیفه تر منځ خو پیمان (تړون) موجود و، چې جګړه به نه وي او موږ به د جزیې په ورکولو د هغوی له هر راز زور او ځواک کارونې نه خوندي یو، نه پوهېږم زموږ پولو ته نږدې د خلیفه د ځواک ښوودنه او پوځي مانورې په کوم اساس تر سره کېږي؟

هغوی ورته کړه: تاسو عهد او پیمان (تړون) مات کړی؛ زموږ د تورسرو پت او عفت مولوټلی!

نافار ور غبرګه کړه: باور وکړئ چې موږ په هغوی نه یو خبر.

نوموړی قاصد هغې کنېسې ته ورغی په کومه کې چې یادې مېرمنې ساتل کېدلې، را ویې ویستې د پوځ په بدرګه یې خپل هیواد ته ستنې کړې.

نافار د یاد حالت په لېدو زښت و ځورېد، له یو لړ پلټنو وروسته څرګنده شوه چې یاده کړنه د هغه یوه پوځي تر سره کړې وه چې وروسته د خپل پاچا له لوري سخت مجازات شو.

نافار د مسلمانانو خلیفه ته لیک ولېژه چې پکې یې له هغه نه معذرت غوښتی و او په ياده پېښه یې ژور خفګان څرګند کړی و؛ تر ټولو د خوښۍ ټکی لا دا و چې یاده کنېسه یې هم له خاورو سره خاورې کړه ترڅو د مسلمانانو له پار د پېغور او ځورونې لامل نه وي.

#د لیکنې نتیجه او نچوړ به تاسو ته پرېږدم، د خپلې پوهې او ژور ادراک له مخې پرې قضاوت وکړئ!

كتبه شريف الصباغ

التاريخ الاسلامى

مخکینې مطلب

دلمونځ مسایل (۴۲مه برخه) - د غلا په جامو کې د لمانځه کولو حکم -

بل مطلب

هسکه شمله

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com