غازي روحاني
افغانستان ته د امریکایي یرغلګرو ځواکونو په ننوتلو سره مسلمان او متدین ملت د هغوی پر وړاندې همغه راز قیام وکړ لکه څنګه چې یې د انګریزي او روسي استعمار په وړاندې یې پلرونو او نیکونو کړی و. خو د دې ټولو یرغلونو پر مهال ښکیلاکګر ځواکونه، بالاخره د دغه ویښ او غښتلي ملت په وړاندې د سختو جګړو په څنګ کې مجبور شوي چې، د خلکو د تیر ایستلو لپاره د خلکو له مینځ نه یو شمیر ویده ضمیره او بې وجدانه ځان پلورونکي شخصیتونه راپیدا او د هغوی په واسطه د خپل یرغل لپاره د جواز پیدا کولو هڅه وکړي. چې له جملې نه یې خانان، ملکان او ځینې دیني عالمان دي.
د روسانو د یرغل پر مهال یې ملایان، د شؤن اسلامي په نوم په یوه ارګان کې سره راغونډ کړل هغوی ته یې میاشتینی معاش او کوپون حواله کړ؛ په مقابل کې به چې حکومت د کفري نظام په اړه هر ډول فتواوي غوښتلې د دوی لخوا به، په ورین تندي سره ورکولې کیدې.
اوس ګورو چې په دې امریکایي یرغل کې امریکایانو همدغه راز ډیر دیني عالمان تطمیع کړل او له هغوی نه یې د سپر په حیث استفاده وکړه. استاد سیاف یې په بې خرته ډالرو ونازاوه ځکه تر ننه پورې د سور کفر نه، سپین اسلام جوړوي.
سیاف چې خلکو د ایساف د مفتي په نوم نوماوه، د امریکایي اشغال لومړی مفتي و. خو دا چې د هغه فتواوي زړې شوې او نن سبا ډیر تاثیر نه لري نو یې دوهم تازه او ریفریش مفتي تطمیع کړ. همغه امتیازات یې ورکړل چې لومړي مفتی ته یې ورکړی و. دغه دوهم مفتي هم تیره ورځ رسما په خپل کار پیل وکړ او د لغمان او جلال اباد په مجاهد روزونکي ولایاتو کې یې په ډیرې سرټیټۍ سره د امریکایانو او د هغوی د تالي څټو په وړاندې، له سور کفر نه یو ځل بیا سپین اسلام جوړ کړ او برعکس له سپین اسلام نه یې، سور کفر جوړ کړ.
د ایساف دوهم مفتي هڅه وکړه چې هم خدای او هم ملت تیر باسي خو غافل له دې چې خپل ځان تیر باسي.
(یخادعون الله و الذین امنوا و ما یخدعون الا انفسهم و ما یشعرون)


















