مولوي رضوان الله فيضاني
د انقلاب مدرسه
وي دې سرلوړې پر جهان د انقلاب مدرسه
ګران خراسان افغانستان د انقلاب مدرسه
چې لوستل کېږي پکې تل د ننګ غيرت درسونه
لري سرتېري استاذان د انقلاب مدرسه
اهم مضمون يې دی د پاک الله په لار کې جهاد
روزي تکړه تکړه غازيان د انقلاب مدرسه
دا د اسلام کلا دې تل الله اباده لري
کفري نړۍ ته ده توفان د انقلاب مدرسه
ټول اراکين يې د دين لار کې پر جهاد مين دي
ساتي سر مسته شاګردان د انقلاب مدرسه
د کفر سترګو ته ازغی ده دا د پاک دين چينه
زغملی نه شي کافران د انقلاب مدرسه
په هر اړخيزه تعليماتو دې ودانه وي تل
لويه درسګاه ده د قرآن د انقلاب مدرسه
ترېنه قربان مو شه سرونه ( فيضاني ) په مينه
زمونږه روح ده او هم ځان د انقلاب مدرسه

















