ملا محمد مطمئن
ملنګي باندې مئین یم
د سنګر په زنده ګي باندې مئین یم
مجاهد یم ملنګي باندې مئین یم
یم بېزاره له دا نورو معبودانو
د یوه رب ج بنده ګي باندې مئین یم
تور ټوپک سره مې مینه ده جانانه
هغه نه یم چې منګي باندې مئین یم
زه د ښار د ښکلاګانو غم کې نه یم
په ګړنګ او په تنګي باندې مئین یم
شهادت ته ورځې،شپې شمارم ملګرو
په خندا ورځم مرګي باندې مئین یم
د نمرود د کلیسا بوتان یې مات کړل
د خلیل په تبرګي باندې مئین یم
هره ورځ لکه بورا ور باندې ګرځم
د ګلونو په ټولګي باندې مئین یم
د ګناه نه چې نفرت کړي ( مطمئنه )
داسې نفس،داسې زړګي باندې مئین یم

















