جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

غنی سره د جګړې وخت شته؛ خو د سولې نه!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 28, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
9
ځلې شریک شوی
109
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

دا په وار وار ثابته شوې ده چې کله اشرف غني د ولس په وړاندې بې ځوابه شي، بیا په یوه غونډه کې جزباتي وینا وکړي او ځان د ولس سره خواخوږی وښیي، چې په اخترونو کې دا ډول ویناوې د کابل د واکمنو دود ګرځېدلی دی.

دمخه به کرزي هم په اخترونو کې پر ‌طالب وسله والو دا غږ کاوه او سولې ته به یې په داسې حال کې چې واک یې نه درلود، رابلل. اوس اشرف غنی هم هغه دود خپل کړی دی او په تېره بیا چې په هېواد کې کومه داسې پېښه وشي چې حکومت یې د ولس په وړاندې د ځواب توان نه لري، هغه وخت بیا اشرف غني د کرزي په زړو ویناو شخوند ووهي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د اشرف غني او کرزي ویناوې سره توپیر نه لري. که یې لري هغه به د لهجې توپیر وي؛ ځکه د دواړو بادار یو دی. څه چې ورته وویل شي، هغه وایي. دا لږ څه توپیر البته شته چې کرزي به د طالب وسله والو په مقابل کې کومه وینا کوله په چل او هنر به یې کوله، چې د اشرف غني سره هغه هنر نه شته. په کوم شکل چې پنټاګون ورته ویلي وي، کټ مټ یې ‌افغان ولس ته په ارګ او نورو غونډو کې وايي.

د اختر په ورځ چې په ارګ کې د کمکي اختر د لمانځه وروسته، اشرف غني د طالب وسله په اړه خپله وینا کې وویل چې د سولې له پروسې سره دې یوځای شي او ډېر وخت هم نه لري. دا هغه وینا ده چې اشرف غني له مجبوریته وکړه، یو دا چې ورته ویل شوي وو او بل دا چې په کابل، خوست، پکتیا او هرات کې مرګونو پېښو – چې ۲۳۱ تنه پکې ووژل شول او ۸۱۰ ټپيان شول – حکومت په ټوله ناتوانۍ اعتراف هم وکړ. اشرف غني د ولس په وړاندې اړ وو چې دغه ډول ولس تېر ایستونکې وینا وکړي.

اشرف غنی طالب وسله والو ته په خپله وینا کې یوه بله جمله هم استعمال کړه. ویې ویل که چېرې افغانان وي د سولې له پروسې سره دې یوځای شي؛ ګنې د افغان ځواکونو له لورې به په ګونډو شي. دا وینا په داسې حال کې کوي چې حکومت یې د ګونډه کېدو په لورې روان دی. په داخل د هېواد کې چې کومې مرګونې پېښې وشوې یا ولسوالۍ او سیمې سقوط شوې، دا د حکومت په ګونډو کېدل دي؛ خو اشرف غنی فکر کوي چې ولس په څه نه پوهېږی او د ده په وینا به باور وکړي.

اشرف غني په خپله وینا کې وویل چې د طالب وسله وسله والو په وړاندې یې شرایط پخواني او واضح دي. هغه دا خبره ځکه کوي چې د طالب وسله والو شرط او دریځ ورته څرګند دی، چې له تېرو ۱۶ کالو راهیسې د امریکا او د هغوی د ۵۲ د اشرګړو هېوادونو په مقابل کې پرځای پاتې دی.

امریکا او ورسره پر افغانستان شریک یرغلګر هېوادونه یې د افغانستان په اړه په خپله تګلاره غور کوي، نوې ستراتیژي جوړوي؛ خو د کابل د حکومت او امریکا په وړاندې د ‌طالب وسله والو تګلاره نه بدلېدونکې تګلاره ده.

طالب وسله وال چې د اشرف غني په وینا یواځې دي او د ده حکومت نړیوال ملاتړ لري، بیا هم د طالب وسله والو بریدونه مخ په زیاتېدو دي او آن د کابل په زړه کې څه چې وغواړي هغه کولای شي او د ده حکومت خپل منځي اختلافاتو او د نظامیانو د نه همغږۍ له امله د ولسوالیو په سقوط مخ په زوال روان دی.

افغانستان ته د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال جوزیف ډانفورډ سفر ته خو اشرف غنی او د حکومت نور چارواکي خوشحالېږي، چې په نوې تګلاره کې به ورته مماڼې په لاس ورکړي، خو د امریکا نوې تکلاره دا ده چې په افغانستان کې دې د تل لپاره جګړه دوام ولري؛ ځکه افغانستان ته د نورو پوځونولېږل د جګړې د دوام پرته بله مانا نه لري.

اوس نړیوالو ته ثابته شوې ده چې د ۲۰۱۴میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنیزو درغلیو او د حکومت په داخل کې سیاسي اختلافاتو حکومت تر ګړنګه رسولی دی. ځینې د افغانستان د چارو شنونکي په دې عقیده دي چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د وېش حکومت چې په هوکړه کې یې دوه کاله وروسته د لویې جرګې د جوړېدو یادونه شوې ده، د هغې هوکړې په نه عملي کولو او د حکومت په داخل کې د اختلافاتو زیاتوالي حکومت له سقوط سره مخ کړی دی.

د اشرف غني لپاره به د پنټاګون لخوا په خوله کې ورکړل شوې دا و یناچې د سولې لپاره وخت نه لري، په تاوان تمامه شي.

اشرف غني که په افغانستان کې د سولې غوښتونکی وي، نو باید ووایي د جګړې لپاره چې د افغانانو د وینو په بهېدو دوام لري، وخت نه لري او د سولې لپاره ورسره تر هغې وخت شته څو په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسېدو امن نه وي راغلی.

مخکینې مطلب

”پر سلما بند برید نه دی شوی“

بل مطلب

امريکا روانه اوونۍ افغانستان ته ۱۵۰۰ پوځيان رالېږي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com