ليکوال : امين وردګ
قضاوت بايد د يوه ټاکل شوي او عادلانه قانون سره سم وشي ، يا هم د يوه مخکښ عاقل انسان د وجدان له مخې ، مګر زموږ ډېرى قضاوتونه د زمان يا مکان تر قيد لاندې وي.
موږ ډېر کم داسې خلک لرو چې د وجدان او ايمان له مخې قضاوت وکړي ، نور ټول قضاوتونه مو ناقص دي.
موږ هغه چاته ښه سړى وايو کوم چې : زموږ خوښ وي او مينه ورسره ولرو.
موږ هغه کس ته هوښيار وايو چې : زموږ په فکر هوښيار وي.
موږ نن يو سړى ډېر ښه بولو ، مګر سبا همغه سړى په ډېر بد نامه سره يادوو.
زموږ هره کړنه ناسمه وي ځکه چې موږ هر څه په قيد کې محصوروو.
موږ ښه خلک نه يو ځکه چې : ښه خلک دوه مخي نه وي.
موږ دروغجن يو ؛ ځکه چې : يو کس کله ډېر ښه سړى بولو او کله هم ډېر بد ، نو ارومرو مو له دغو دواړو نیوکو څخه یوه پکې دروغ ده.
فکر کوم چې زموږ هره پرېکړه به زموږ له مينې سره تړاو ولري او مینه مو هم موقته وي ؟
هو ! مينه همداسې ړندې فيصلې کوي ، مينه ړنده ده ځکه خو يې پرېکړې هم ړندې وي.
خو نه !
دا کار سم نه دى ! قضاوت بايد د عدالت له مخې وشي ، نه د محبت ؛ اګر که عدالت او محبت هم دواړه ړانده دي ، مګر فرق يې دا دى چې : عدالت حق نه تلف کوي !
خو راځئ چې پرېکړې بيا هم د عدالت له مخې وکړو ، نه د محبت.


















