لیکوال:مسعود آرین
پنځلس کاله کیږي بې ګناه افغانان وژل کیږي، داسې ورځ به ډیره کمه راغلې وي چې ملکي خلکو ته دې زیان نه وي اوښتی دا نزدې تیرې دوه ورځې هم موږ او تاسو د ملکي خلکو او د بې ګناه افغانانو وژل دردولي او غمجن کړي یو
د افغانانو د پوښتنې خو څوک نشته چې له چا یې وکړي مشران خو یې ځکه نه کوي چې باداران یې بیا خفه کیږي او ډالر پرې بندیږي بس غټ کار یې دا وي چې په لاس پاک، لاس پاک کړي او ووایي چې طالبانو دومره ملکي خلک ووژل په دې طریقې سره د ولس سترګو ته خاورې وروشیندي او هغه د سترګو په مښلو اخته او دوی بیرته خپلې عیاشۍ ته وخلاص شي
مګر حقیقت هیڅ کله هم نه پټیږي آخر به هم یوه ورځ حقائق رابسیره کیږي او ناپوهان او بې درکه خلک به هوښیاران کیږي او د تأسف سر به وخوځوي
تیره ورځ د برطانیي یو پوځي افسر د دې هیواد یوې ورځ پاڼې ته ویلي چې موږ به د طالبانو په نوم ملکي خلک وژل او خوند به مو ترې اخست برطانوي افسر ویلي چې د عامو خلکو له جسدو سره به مو وسله له دې کبله کیښوده چې ثابته کړو چې دا وسلوال طالبان وو
افسر دا هم ویلي چې عام خلک به یې د طالبانو په نوم زندانو ته بیول او شکنجه کول یې
د برطانوي افسر په خبرو خوښ له دې وجې شوم چې د دوی هغه شعارونه چې ویل به یې موږ د ولس خدمت کوو او طالب ترهګر او ولس له منځه وړي پخپله د دوی په اعتراف مات شول او خپه بیا په دې شوم چې هغه افغانان چې دا شعارونه به یې بدرګه کول د افغاني ضمیر له مخې څنګه نه شرمیدل چې د خپل غیرتي او میړني ولس عزت او آبرو یې لوټل.
ما چې کله د برطانوي افسر دا خبرې واوریدې څو دقیقې وروسته د طالبانو یو خبر راغی چې په روزګان ولایت کې د اروغ د کلي د نیولو خبر پکښې ورکړل شوی وو
په خبر کې راغلي وو چې له دې کلي څخه څو تنه تښتیدلي اربکیان همدې کلي ته نزدې په یو بل کلي کې په یو کور کې محاصره شول خو طالبانو له دې امله څه نه ورته وویل چې هلته ملکي خلکو ته د زیان اوښتو خطر لیدل کیده
اوس تاسو د برطانوي افسر او د طالبانو د دې عمل پرتله وکړئ او بیا قضاوت وکړئ


















