راټولوونکی: عزیر اسدخیل
۱- مخلوق له په خالق تر جيح ورکول او د الله تعالی د لحاظ نه زيات د بند ګانو لحاظ ساتل .
۲- د الله تعالی د ياد نه غافله کيدل.
۳- ځان ښودنی لپاره عمل کوی .
۴- د الله په نسبت د خلکو نه زیات شرميدل او حياء کول
۵- د الله په نسبت د بندګانو نه زيات يريدل.
۶- د خلکو تکليف ورته د الله له عذاب نه غټ شی ښکاری.
۷- وعده خلافی کول.
۸- امانتونه خيانت کول .
۹ – د جنګ جګړی په وخت کې رد بد او کنڅلی کول.
۱۰- مونځونه د مقرر وخت نه ورسته کول پروا نه کول.
۱۱- مونځ کی ټونګی وهل.
۱۲- مونځ نه غافله کيدل او د دی
۱۳- د جمعی مونځ نه ورسته پاتی کيدل.
۱۴- د اذان کيدلو نه پس د جومات نه وتل.
۱۵- دين ته هله داځی چې دنياوی فائيدې پکی مومی خو کله چه سختی او مشقت پکی وويني نو بيايي پريدی.
۱۶- په جنګونو،قحت او سختی کې صرف د ځان غم ورسره وی.
۱۷- په سنت عمل نه کوی او نه يي پرواء ساتی.
۱۸- شح(بخل) کوی يعنی د بل چا لپاره د خير اراده نه لرۍ.
۱۹- پوچ ګويي اختيارول.
۲۰- بی حيايي کول.
۲۱- په دين باندی نه پوهيږی.
۲۲- ښايسته سيرت(وضع رفع) نلری.
۲۳- دوه مخيزی وی.
۲۴- سهار او ماسخوتن مونځ ته نه
۲۹- جهاد د پاره تياری هم نه کوی
۳۰- دکافرو د پاره و مومنانو جاسوسی کوی.
۳۱ – حق ښکاره کيدل او کتاب او سنت خوريدل بد کڼی.
۳۲- د مومنانو په خوشحالی خفه کيږی او د هغوی په خفګان خشحاليږی.
۳۳- د خلقو رضامندی خوښوی او دالله او دهغه د آيتونه ادب نه کوی بلکه دوی پوری ټوقی کوی.
۳۴- بخل او کنجوسی کوی
۳۵- د عمل صالح نه اعراض کول .
۳۶- – د الله په کتاب او احکامو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنت باندی ناپوهی.
۳۷- کله چی د الله په لار کی څه خرچه وکړی نو ايمان يي نه زياتيږی او نه يئ عمل صالح زياتيږ.
۳۸- د قرآنکريم د درسونو او تعليمونو نه بغير د څه عذر نه مخ تر اړوی او که ګټه وی نو بيا ورته په تادئ راځی .
۳۹- په الله او د هغه په رسول باندی بد ګمانی کوی او الله او رسول ته د ظلم او زياتی نسبت کوی او د الله په دين کی ورته و حشت او ظلم ښکاری.
۴۰- د دی هرڅه باوجود دوی د سخت ظلم ارتکاب کوونکی دی چه هغه منافقت،کفر او د الله او رسول د حدودونه تجاوز کول د
۴۱- د الله او د رسول په وعده کې شک او پری شانی والاوی
۴۳- د ميدان جنګ نه کور ته تښتيدل.
۴۴- کله چه جنګ سخت شی نو د طاقت با وجود د جنګ نه کوی
۴۵- کله چه د مومنانو او کافرانو جنګ شی نو دوی بانډی ته تلل خوښوی، د مومنانو امداد او په دوی باندی انفاق نه خوښوی
۴۶- په دينی خبره نه پوهيږی، که غوږ ورته هم کيدی نو پوهیږی پری نه اونه ئي يادوی
۴۷- خپلو خواهشاتو پسی روان وی
۴۸- څوک چه ورته د جهاد حکم کوی نو داسی به ورته ګوری ته وائ چه په دوی باندی د مرګ بو هشی راغلی ده، دوی نه د الله په لار کی جهاد کول خوښوی او نه هغه څوک چې ددی حکم کوی.
۴۹- د جُمی دری مونځونه پریښودل
۵۰- د زنانو ډول او سنګار ښکاره کول او تکبرکو
۵۱- انصاری رضی الله عنهم سره بغض ساتل
۵۲- علی رضی الله عنه سره بغض ساتل
۵۳- منافقان د عالم،بوډا او انصاف دار بادشاه سپکاوی کوی
۵۴- امام مالک (رح) فرمايي: په دين کی جګړی کول په منافقت کی پاتی شوی برخه ده
۵۵- او ژبه کی مخالفت.
۵۶- دهوکه کول
۵۷- په هوښيارتيا باندی مشهور وی
۵۸- دوی د ايمان خوند نه دی څکلی د تکليف راتلو په انتظار وی.
۵۹- زړونه ئۍ د فريب ، شک او شبهاتو نه ډک وی.
۶۰- آرزوګانو دوی لره په دوکه کی اچولی وی هغه دا چه کفار په مسلمانانو باندی غالبه شی
۶۱- کله چی د جهاد وغیره نه فارغ شی نو د خپل ځان تزکیه کوی او د مومنانو له تکلیف ورکوی.
۶۲- جهاد به غواړی خو کله چی وخت راشی نو تختی.
۶۳- په خوله باندی د توحید او رسالت ګواهی ورکوی او زړه کی ددی دواړو تکذیت کوی .
۶۴- کاږه لرګی وی، نه خپله پوهیږی او نه تری بل څوک فایده مومی ځکه دوی ډیر بی فایدی خلک وی.
۶۵- کله چی ورته د توبی او استغفار د عوت ورکړل شی نو سرونه و خوزوی خو د تکبر په وجه منع شی.
۶۷- په مسکین باندی خرچه نه کوی بلکه بل چا ته هم د دی ترغیب نه ورکوی ځکه چه دده زړه سخت او دالله به بندګانو رحم نه کوی.
۶۸- الله نه دومره نه یریږی چی څومره د مخلوق نه یریږی.
۶۹- دوی نه د مسلمانانو په طرف دی او نه د کافرو بلکه مذبذب دی.
۷۰- په یتیم باندی رحم نه کوی بلکه منافق سړی یتیم له خپل حق هم نه ورکوی.
دا ټول خصلتونه د دوی د الله د کتاب نه اخستی شوی دی ، دارنګه د رسوالله صلی الله علیه وسلم د سنت نه ، نو ته په دی باندی اول خپل ځان وتله او بیا نور خلک ، او دا علامات ټول یا بعضی په ډیرو خلکوکی موجود دی، خاصکر هغه خلک چه قرآن ته خپل ځان منسبوی ځکه رسوالله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: (ددی امت زیاتره قاریان به منافقان وی)
(رواه احمد با سناد صحیح ، صحیح الجامع ۱/۱۶۳)


















