تبصره : خاموش
د تیروڅوکالو راپدیخوا د حکومت د نا اهلیوله امله کله د فساد کله د ترورستو پیښو کله په جګړه کې د ماشومانو څخه د ناوړه استفادې او کله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه وښوول شي چې افغانستان لکه دتیرکال په نړیواله کچه په فساد کې لومړی هېواد یاد کړل شو او افغانان ېې دهرچا په وړاندې د شرم او رسوایې سره مخ کړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په خپل تازه راپورکې څرګنده کړیده چې په تیرو شپږمیاشتو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د تیرهروخت په پرتله بیا لوړه شوه چې دشپږو میاشتو دراپور له مخې په هېواد کې دهوايي بمباریو، ړندو عملیاتو، په لارو کې د ځای پرځای کړل شوو ماینونو او نورو دولتي ناتجربه امنیتي پوځونو د ډزوله امله ۱۶۶۲تنه ملکي وګړي وژل شوي اوتر ۳۵۸۱ زیات ژوبل شویدي.
په یوه هېواد کې چې د مرګ ژوبلې کچه تردومره شمیر پورې ورسیږي هغه هېواد کې به څرنګه وګړي دامن اوسکون سا واخلي؟
هغه هېواد ته به څرنګه له نورو هېوادونو خپل کډوال را ستانه شي؟ په هغه هېواد کې به څرنګه پانګوال له نورو هېوادونو خپلې پانګې را انتقال کړي، په هغه هېواد کې به څرنګه سوداګر په ډاډه زړه سوداګرۍ ته وده ورکړي دا ډول هېواد ته خوبیا د مرګونوهېواد یل کیږي ویل کیږي.
د موجوده حکومت د ناسمې حکومتولۍ، او زورواکو ناسم چلند له امله په داخل دهېواد کې وګړي د مرګونوستونزوسره مخ دي په دغه حالت کې هیڅ وخت څو خپل هېواد ته په راتلو زړه نه ښه کوي ځکه چې په یوه داسې هیواد کې چې تل پکې جګړه حاکمه وي په هغه هېوادکې ژوند کول دسرپه بدله تمامیږي او دالوړه بیه څوک نه شي اداکولای.
د تیرو درې کالو په ګډوډیو،مرګونو،اداري فساداو نورو بدبختیو ته په کتلو سره د ملګرو ملتونو دسرمنشي ځانګړي استازي تدامیچی یاماموتو ویلي دي په افغانستان کې اوسیدنه افغانانو ته په ډیره ګرانه بیه تمامیږي.
د تیرو شپږمیاشتو په دوران کې چې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما کوم دمرګ ژوبلې راپور خپور کړیدی په دې کې ېې د ملکي وګړو د۶۷سلنې پړه پرحکومت او پاتې ېې په هېواد کې د خپلسرو زورواکو،ناڅرګندو وسله والو ، دحکومت پرمخالفو وسله والواوافغانستان ته په نوې لیږل شول شوې داعش ډلې اچولې ده .
هرحکومت چې په یوه هېواد کې په خپلو وګړو حکومتولي کوي دهغه هیواد د وګړو د سر او مال ساتنه هم خپل فرض ګڼي خو بدبختانه دیوناما راپور څرګندوي چې په تیرو شپږو میاشتو کې حکومتیي هوايي ځواکونو د بریدونو له امله ۹۵ملکي وګړي وژل شویدي چې په دومره زیات شمیر سره د حکومتي هوایي ځواکونو د بریدونو له امله دملکي وګړو وژل خپله دحکومت دنا اهلۍ ثبوت ورکوي.
د بلې خوا په کابل کې د ملکي وګړو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې ډلې په افغانستان کې دملکي وګړو به مرګ ژوبله اندیښنه ښوولې اوترڅنګ ېې د مدنې ټولنې یوشمیرفعالا نو له حکومته غوښتي چې د ملکي وګړو د وژلو عاملینو ته که سخته سزا ورنه کړل شی شاید په راتلونکی کې دملکی وګړو د وژنو کچه نوره هم لوړه شي .
د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې په لوړوالي کې د کابل مرکز، هلمند او دننګرهار ولایاتو یادونه شویده چې حکومت کاملا په یادو ځایونو کې ملکي وګړو ته په اړول شوې مرګ ژوبله ګرم اوپړدی که دحکومت په داخل کې دامنیتي ځواکونو نا همغږي، د امنیتیي پوځونو دمشرانو ترمنځ اختلافات ، مرکز او ولایاتوکې دخپلسرو وسله والو شتون هغه څه دي چې په هېواد کې ېې د اوسیدونکو ژوند تریخ کړیدی چې په ټوله کې د حکومت د چارواکو په نا اهلۍ دلالت کوي که دا په حکومت کې نا اهله چارواکې پرځای پاتې شي د حکومت په نسکوریدا به تمام شي.


















