افغانستان که په خپل کور کې دننه هم پوره نه و او دژوند داړتیا وړ توکې يې له بهره را واردول ، اما دومره غريب هم نه و ،چې وګړي يې په لوږه ژوند وکړي.
مشران وايي چې سقاوي په کلونو او بیا وروسته د پخواني بادشاه محمدظاهرشاه په دوره،په (۹ـ ۱۳۴۸ ) کې په افغانستان کې قحطي او قيمتي راغلې وه، چې نړيوالو د۱۴۰۰ټنو غنمو او بنګله ديش تر۲۰۰ټنو پورې دغټو وريژو مرسته وکړه . دبنګله ديشمرسته بيا هم په دويم ځل زياته شوه . خو دهغې مرستې اندازه څرګنده نشوه ،چې په افغانستان کې شوې مرستې دتذکرې په حساب ووېشل شوې . ترټولو زيات په هغه وخت کې دشمالي ولاياتو خلک وځپل شول .د۳۶کلونو په جګړو کې افغانان دجګړييزو ستونزو سره سره قحطۍ او قيمتۍ وځپل، خو دوامداره قحطي او قيمتي نه وه ،چې کلونه به يې دوام کړی وای . اما دتېرو ۱۴کلونو په دوران کې چې پرافغان اسمان دډالرو بې وريځو باران ورېږي،۵۰ ٪ اوسيدونکي په غربت او ۳۰ ٪ يې په لوږه ژوند کوي.
هرکال چې دنومبر مياشت راشي،دخوراک نړيوال سازمان دنورو هېوادونو ترڅنګ دافغانستان داوسيدونکو په اړه داقتصادي راپور په پوره کولو دغربت سلنه څرګندوي چې تېره ورځ يې ديوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې دنړيوال بانک استازي ايسمام وويل:افغانستان يو غرنی هېواد او تل په جګړو کې ښکليل وي، چې اقتصادي نظام يې دکرنې په نشتوالي دستونزو سره مخ وي . دنورو هېوادونو په پرتله دافغانستان اقتصاد جګړو زيات ځپلی دی دا مهال په افغانستان کې ولسي او په ځانګړې توګه دلرې پرتو سېمو اوسيدونکي دفقر سره سره د لوږې سره مخ دي.
دافغانستان په اړه نړيوال راپور څرګندوي چې په تېرو شپږو مياشتو کې تر۳۵۰۰ پورې کسان دشکرې دناروغۍ له مله مړه شوي دي . دشکرې په ناروغۍ دنورو هېوادونو اوسيدونکي هم اخته وي، خو افغاني ټولنه چې دغربت له امله دکاملې درملنې وس نه لري درنځ په دوام ژوند له لاسه ورکوي .
دشکرې ناروغي په افغانستان دوه لاملونه لري؛ يو غربت او بل دتجربه لرونکو ډاکټرانو او معياري درملو نشتوالی دی ، چې افغان ولس ورسره مخ دی .
دشکرې ناروغۍ سره انسان په بدن کې دسالم پاتې کيدو لپاره دانسولين دپيدا کولو توان له لاسه ورکوي .که لازم درمل او خواړه ورته ونه رسېږي ، نو په بدن کې شته انسولين خپل طبعي عمل سرته نشي رسولی ،ځکه په افغاسنان کې چې ديوې خوا نيمايي خلک دغربت سره او دويمه برخه دلوږې سره مخ دي . دشکرې دناروغۍ درمل څرنګه چې لازم دي نشي برابرولی.
دا مهال دشکرې دناروغۍ درې مرکزونه په کابل او يو په هرات کې وجود لري، دنورو هېوادوالو ناروغي دلازمې درملنې دنشتوالي له امله ورځ تر ورځې زياتېږي ،چې لوی لامل يې غربت دی .
په افغانستان کې دوګړو دژوند دستونزو که ديوې خوا دجګړو دوام يادېږي، دبلې خوا اداري فساد، ناسم مديريت او پرنظام د ولس بې باوري ده ،چې په دومره کچه غربت او لوږه يې منځ ته راوړې ده . که حالت په همدې توګه دوام وکړي دغربت کچه دلوږې دکچې لوړ والی زياتوي ،چې ولس يې دتوان لرلو څخه عاجز دی.


















