جواد څارګر
امریکایي ولس مشر ډونلډ ټرمپ افغان ستراتېژي اعلان کړه؛ کومه نوې خبره نشته، همغه ‘زوړ ډول او زړه سورنا’ دي او دمخصوصو څېرو دشخصي ګټو دحصول په پار، د افغان مسلمان پر خاوره دغربي داړه مارانو دبې مفهومه، او بې منطقه جګړې تداوم.
دټرمپ د اعلان سره سم مې په کیبورډ ګوتې کېښودې، خو په ستراتېژۍ کې دنویو خبرو نشتون، او دهمهغه زړو او بېهوده بابولالو په آورېدو، کومې چې تر ټرمپ وړاندې، بوش او اوباما غږولې، کیبورډ یوې خوا ته کړ، مګر یو څو خبرې مې په زړه بار پاته وې نو ځکه یې نن درسره شریکوم.
پر افغانستان دجګړې لپاره امریکایانو آن دجګړې له پیله کوم معقول منطق نه درلود، او نه یې په شپاړسو کلونو کې، نړیوالو ته ثابته کړای شوه چې پر افغان ولس د امریکایانو برید منطقي دی.
هغه پټ سترګي اشرباڼي چې د امریکا سره یې پر افغانستان دبرید لپاره ددوی مرسته کړې وه، په وروستیو کې د امریکایانو دمجهول او غیرمنطقي دریځ له امله، یو ـ یو له امریکایانو شاته کېږي او جګړه یواځې امریکایي پوځیانو ته ور پاته کېږي.
دجګړې تداوم نه د افغان ولس پر ګټه دی او نه د امریکایي ولس؛ له بده مرغه چې دواړه ولسونه دیو څو داسې منفورو او مغرضو افرادو، او مخصوص بانډ دګټو ښکار دي چې دجګړې دغځولو له امله خپلې شخصي خزانې ډکوي.
جبار قهرمان په یوه تلویزوني مرکه کې وایي: دهلمند قولِ اردو ته په لومړیو کې دېرش لکه لېټره، او په وروستیو کې پنځلس لکه لېټره تېل ورکول کېدل، او په جګړه کې تر دوو لکو زیات نه دي مصرف شوي، پاته تېل دجنرالانو له لورې خرڅېدل.
یواځې په یوه قولِ اردو کې چې ماهانه اته ویشت لکه، او دیارلس لکه لېټره تېل هیف او میل کېږي او پیسې یې دخارجي او داخلي جنرالانو جیبونو ته لوېږي؛ له دې اندازه ولګوئ چې په ټول هیواد کې به، تنها دتېلو له درکه څومره پیسې ددوی خزانو ته درومي؟!
په لوړه کچه دغټایټو له غلا، غبن، چور، تالان او اختلاس به تېر شو؛ لېږ عسکري قطعاتو ته سر ښکاره کړئ او دپوستو له عسکرو یې په قسم سره وپوښتئ چې دمیاشتې دڅومره افغانیو روغې مرمۍ پلوري، دڅومره افغانیو وچې شېدې پلوري، او دڅومره افغانیو ډزېدلې نلۍ پلوري؟
او بیا قسم ورکړئ چې دچا او چا په لارښوونه یې پلوري او په دغو پیسو کې څومره برخه پوځي مشرانو ته ورکوي؟!
هغه غوښه، لوبیا، سبزي، میوه ـ دانه او پټاټې چې دعسکرو په نوم راځي، تر نیمایي زیات یې پر همهغو تجارانو، پر نیم قیمت پلورل کېږي له کومو سره چې قراردادونه شوي.
څه فکر کوئ چې داسې مغرض خلک به دجګړې ختمولو ته لېواله وي؟!
ډونلډ ټرمپ معترف دی چې د امریکا د تاریخ دتر ټولو اوږدې جګړې، امریکایي ولس وارخطا کړی، پر اعتراف سربېره بیا هم دناڅرګندې پالیسي اعلان ثابتوي چې، دجګړې پر ختمولو آن ټرمپ هم ناتوانه دی، او دجګړې واګې لا هم دهغو پس پرده منفورو سیاسیونو په لاسونو کې دي، کومو چې پر افغان خاوره غیر مشروع اسلام ضد صلیبي جګړه پیل کړې ده.
دغه پس پرده او اسلام ضد صلیبي بانډ په وروستیو کې وپوهېد چې، دجګړې په ډګر کې مات دی، لهذا اوس یې هدف دادی چې افغانستان دنړیوالو ځواکونو دلوبو ډګر وګرځوي، ترڅو افغان مسلمان ملت سر اوچت نشي کړای، او تر ډېره دپردۍ جګړې قرباني وي.
دجګړې له برکته به ددوی شخصي ګټې او تجارتونه هم روان وي، او دهغو لاسپوڅو ګېډو او خزانو ته به هم یو څه خاورې ـ اېرې ورځي څوک چې، په افغان خاوره دجګړې په غځولو کې له دوی سره مرستې کوي، او د سون مواد ورته پیدا کوي.
حیف دهغه ملت پر حال چې سرنوشت یې دصلیبیانو، او داخلي راهزنانو له لورې ټاکلی کېږي، او دوی لا هم دغفلت څادرونه پر ځان کش کړي.
دخپل ولس پر حال له هغه وخته وېرېږم چې خدای مه کړه دخپلو غلطیو دجبېرې لپاره به یې په رګونو کې وینې وچې وي، او اوښکې به فایده نه ورته کوي، الله دې دغسې حال نه راویني.
د افغان ولس د ویښتابه په هیله


















