شعر: علي « انس »
ګرځوم لپو کې دعا د مينې
چې په نصیب مې شي خندا د مينې
په وينو رنګ اوښکې جرګه ورلېږم
ګوندې پخلا مې شي اشنا د مينې
جامې شلېدلې د مجنون په شانتې
ګرځم په د ښت او په سهرا د مينې
طالب سړی يم له تا ، نه ورکېږم
اخلم سبق ستا له ملا د مينې
يو څو باڼه غشي خو راکه اشنا
آسپه مې زين، کړمه غزا د مينې
تل دې چې مدحه کوم ذم نه وايم
لرم په سترګو کې حيا د مينې
انس همېش ستا صفتونه ليکي
قلم په لاس کې شو مېرزا د مينې


















