سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

نړيواله جګړه او د نړيوالې سولې کنفرانس

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 24, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف / © Mikhail Japaridze/TASS

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف / © Mikhail Japaridze/TASS

203
ځلې شریک شوی
150
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

په ٢٠١٥ز کال د افغانستان د سولې په اړه د څلورو هېوادونو افغانستان، پاکستان امريکا او چين لخوا پنځه غونډې په کابل او اسلام آباد کې وشوې. په لوړه کچه پلاوو سره یې ليدنې وکړې، خو پر ځای د دې چې په غونډو کې د سولې په اړه يو قدم پورته کړي غونډې به د بلې غونډې د کولو په پرېکړو پای ته ورسېدې.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

اوس ازبکستان اعلان کړی چې د روسیې، چين، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د افغانستان د سولې او امنيت په اړه، د يو نړيوال سيمينار کوربتوب کوي، چې امکان لري د مارچ د مياشتې په شپږويشتمه د يادو هېوادونو استازي په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ازبکستان په کوربتوب نوی جوړيدونکى کنفرانس په قطر کې له هغه کنفرانس سره يو څه توپير لري چې د پګواش بنسټ لخوا د تېر ٢٠١٥ ز کال د مئ د مياشتې په دویمه او درېمه نېټه جوړ شوى ؤ. په هغه کنفرانس کې د يادو هېوادونو استازو ته بلنې نه وې ورکړل شوې، خو د طالب مشرانو استازو او د افغانستان په نمايندګۍ پکې يو شمېر غيررسمي افغانانو برخه اخیستې وه.

په دې کنفرانس کې، چې امريکا، چين او روسيه د نړيوالو هېوادونو، پاکستان، ايران او هند د سيمې د هيوادونو په استازيتوب پکې ګډون کوي، شايد تر نورو شویو غونډو او کنفرانسونو یې جوړښت د افغانستان د سولې او امنيت په اړه يو څه ګټور تمام شي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير، عبدالعزيز کاملوف، چې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په کتنه کې کومه خبره غوټه کړې ده له هغې څرګندېږي چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته هم پکې د ګډون لپاره بلنې ورکړل شوې دي.

په افغانستان کې سوله او امنيت يواځې د افغان ولس لپاره نه، بلکې د سيمې د هېوادونو او هغه هېوادونو چې په افغانستان کې یې د جګړې اور بل کړی دی (امريکا – ناټو) هم په ګټه تمامېږي، ځکه چې تراوسه پورې افغان ولس په دې اور کې سوځېده، وروسته له دې به د سیمې، منځنۍ اسيا او اروپايي هېوادونو ته هم د امريکا لخوا د لګول شوي اور لمبې ورورسېږي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو د وزير، کاملوف، په وينا، په غونډه کې به د اروپايي هېوادونو استازيو ته هم هرکلی وشي. دا هغه وينا ده چې د افغانستان د سولې او امنيت په اړه دمخه په جوړو شویو کنفرانسونو او غونډو کې نه ده اورېدل شوې.

که په ازبکستان کې جوړېدونکي کنفرانس کې د په ګوته شویو هېوادونو استازي ګډون وکړي او هر هېواد په افغانستان کې د سولې په اړه په صداقت قدم پورته کړي، دا به په افغانستان کې د جګړې له پیله د سولې په اړه ستر او ګټور کنفرانس وي؛ که په پرېکړو یې جګړې ته د پای ټکی کښېنښوول شي، د سولې د نږدېوالي تمه خو ترې کېداى شي.

ازبکستان بايد د نورو کنفرانسونو په څېر د سولې په شعار اکتفا ونه کړي، عملي قدم پورته کولو ته اړتيا ده، د افغان ولس اميدونو پوره کولو ته اړتيا ده، د افغان ولس د قربانيو په نظر کي نيولو ته اړتيا ده، او بالآخره، هغه څه بايد په نظر کې ونيول شي چې په افغانستان کې د تل لپاره پرې جګړه پای ته ورسېږي، د جګړې ټول لاملونه له منځه يووړل شي. او که داسې ونه کړل شي، په ازبکستان کې جوړېدونکی کنفرانس به هم، لکه د نورو کنفرانسونو، په رسنيو کې څو ورځې د خبرونو سرخط شي او بس.

مخکینې مطلب

شپږ مخي منافقان

بل مطلب

څومره تفاوت لرو او څومره سره لري یو.

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com