ليکنه: س ـ سيرت
د ځمکې پرمخ انسانان دي او که حيوانان ، نباتات دي او که جمادات، په خپل ذت او فطرت کې يو طبعي ښکلا لري چې هر يو يې د خپلې ښکلا له امله تل د فيلسوفانو ، پوهانو ، عالمانو او شاعرانو لخوا ستایل کېږي . د يوناني فيلسوفانو لخوا چې د څه ښکلا ستايل شوې ده هغه د نن وخت د پوهانو علم اوپوهې زيور ګرځيدلی دی . فيلسوفان د ارواپوهانو په پرتله د حسن او ښکلا زياته ستاينه کوي ارواپوهان يې يوازې د سکون سبب بولي خو فيلسوفان يې بيا د زړه د تسکين ترڅنګ د اروا تسکين هم بولي. عالمان ښکلا تقسيموي ؛ يوې ښکلاته حقيقي اوبلې ته ظاهري ښکلا وايي خو شاعران حقيقي او ظاهري ښکلا سره مجازي ښکلاته هم قانع دي او د حقيقي ښکلا په رنګ کې يې ستاينې کوي. رومانتيک ليکوال ويکتورهوګور رومانتيکه نظريه لرله، ځکه ورته د رومانيزم لارښود ويل کېږي . هو ګور ښکلاته دومره قانع و ، چې دانساني ژوند د بقا برخه يې بلله . هوګور به ويل: ژوند حيونات او نباتات هم کوي خو انسان بايد په ښکلا ژوند وکړي، بې د ښکلا ژوند جقيقي ژوند نه دی.
کومو شاعرانو چې رومانتيکه شاعري کړې ده ، هغوی د حقيقي او مصنوعي ښکلا توپير کړی دی . ښکلا يوه داسې کلمه ده چې د هرمذهب پيروکارو ورته پرته له مذهبي تعصبه قانع دي. ډېرې کلمې شته چې د يوه او يا ډېرو هېوادونو د بېلابېلو مذاهبو او اديانو د پيروانو ترمنځ پرې اختلاف وي . خو په ښکلا د هرمذهب او دين پيروان اختلاف نلري. ګيټس د ښکلا روماني شاعر و . په خپل دور کې د زياتې ښکلا د صفت په سبب حسن پرست بلل کېده. خو عبدالحميد بابا چې له ګيمسه زرګونه کاله وروسته يې شاعري کړېده ، د ښکلا په صفت کې ورسره يو الی لري. دګيمس شاعري رومانتيکه وه، رومان چې عربي لغت دی او له غربي ژبې پښتوته اړول شوی دی سور شوخ رنګ ته ويل کېږي، سور انار ته يې هم ويلی شو. يوناني فيلسوفانو اکثرا رومان د سور قيمتي کاڼي په معنا ياد کړی ، چې عبدالحميد بابا ورسره په دې سفر کې اتفاق کړی دی .
« ناخبر خلک يې ولې شفق بولي . دا زما دزړه له زخمه دسمال پرېوت »
ځينې شاعران روماني شاعري خوښوي او ځيني بيا کلاسيکي شاعرۍ سره مينه لري . زما په اند په دواړو کې خپل خپل خوندونه او ژور الی شته دا د هر شاعر د زړه غوښتنه او ارواز دی چې د شعر په وسيله ټولنې ته خپل احساسات د ښکلا او هنر په شعري ژبه ښکاره کوي. اکثر انسانان په دې فکر کې وي چې ښکلا د کمال زېږنده ده او که ظاهري بڼه يې وکتل شي انساني عقل هم ښکلا د کمال او عقل پيدا وار بولي ، خوشاعر چې کومې باريکۍ ته اشاره کوي انساني عقل ورته قانع کېږي او بيا د شاعر په مجازي اشعارو ، کنايو ،تشبيهاتو او رازونو غرض نه کوي خپله په دې قانع کېږي چې (المعنا في البطن الشاعر) په اوس وخت کې د ودونو او نورو غونډو په مراسمو کې شعرويونکې ځان په مصنوعي ښکلا ښکلی کړي انساني عقل ورته د حقيقي ښکلا په نظر ګوري، حال داچې مصنوعي ښکلا د يوې ورځې او څو شېبو ښکلاوې خو شاعران د حقيقي ښکلا ستاينه کوي، څوک ورته پاملرنه نه کوي. يو شاعر له کماله ښکلا بهتره ګڼلې وايي: د زرګر دلاس کمال نه دی عالمه – سرکو شونډو دې پيزوان ته ورکړ زيب .


















