افغانستان ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۴) د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې افغانستان ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه.
د سوپر سکس سياليو په دوهم پړاو کې نن د افغانستان او ويسټ انډيز تر منځ پنځوس اوريزه لوبه وه.
د لوبې پچه ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه.
ويسټ انډيز په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۱۹۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټاکلی هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځه څلوېښتم اور کې پوره کړ او بريا يې ترلاسه کړه.
مجیب ځدران په لس اورونو کې دري دېرش منډې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز محمد نبي دوه او شرف الدين او راشد خان يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
په دې سيالۍ کې محمد شهزاد، جاويد احمدي، نجيب الله ځدراڼ، شرف الدين، رحمت شاه، سميع الله شينواري، راشد خان، دولت ځدراڼ او ګلبدين نایب برخه اخيستې وه.



