لیکوال: عبدالمالک همرنګ
لوړپوړو چارواکو مامورینو معاشونه مې ټیټ رتبه مامورینو ته ورکول او ټیټ رتبه مامورینو معاشونه مې لوړ رتبه مامورینو ته ورکول.
تاسو به وایئ چې دا ولې؟
پدې چې نن ،سبا په افغانستان کې کوم کارونه دافغان ولس دسوکاله ژوند لپاره تر سره کیږي،هغه ټیټ رتبه مامورین ترسره کوي او لوړ رتبه مامورین بیا خوبونه او خپل چکرونه ترسره کوي، کله به امریکا کې چکر و هي کله به دوبۍ کې چکر وهې،همداسې نورو هیوادونوکې …
ددې کار به ګټې څه وي؟
۱ـ: په لومړي سر کې به په ټول افغانستان کې امنیت وي.
۲ـ: کار به اهل کار ته سپارل شوي وي.
۳ـ: ادارې فساد به په ټول توان له منځه لاړ وي.
۴ـ: لوړ پوړي چارواکې به دچکرو او خوبونو نه په امان کې وي.
۵ـ: هره ورځ به په پارلمان کې غوبل او په بوتلونو ویشتل نه وي.
۶ـ: نشیې توکې به څوک نه شوی کرلي.
۷ـ: په روغتیا برخه کې به کومه ستونزه نه وای.
۸ـ: دپوهنې برخه به ډیره پیاوړې وای.
۹ـ: بیارغونه کې به په ټول افغانستان کې کار شوی وای.
۱۰ـ: دسولې کمیسون لوی ریاست به لغوه شوي وای.
۱۱ـ: استخباراتي کارونه به ډیر په درز کې روان وای.
۱۲ـ: ملي یوالي حکومت به برابرنه وو موجود.
۱۳ـ: دجینکو په نوم به هلکانو فیسبوک اکونټونو زیاتوالي مخنیوي شوی وای.
۱۴ـ: ټولو مدني ټولنو او ګوندونوبه خپل رسالت ترسره کړی وای.
۱۵ـ: ټوله راکړه ورکړه به په ټول افغانستان کې په افغانیو ترسره کیدای.
۱۶ـ:اسلامي او شرعي قانون به په ټولو یو شان پلی وای.
۱۷ـ: هرچاته به خپل صلاحیت او مسولیت به معلوم وای.
۱۸ـ:لوړپوړي او زورواکي به ځمکې نه غصبولای.
۱۹ـ:والیان او وزیران به خوبونه نه کوي خپلو کارونو ته به متوجې وي.
۲۰ـ: ملي بودیجه به شخصی جیبونو ته نه ځې.
۲۱ـ:هرې ولایتی شورا وکیلانو به مسولیت اداکړي واي دپیسو په خاطر اداره په اداره به نه ګرځې.
۲۲ـ: ټولو بې کاره ځوانانو ته به دکار زمینه برابره وای.
۲۳ـ: بریښنا به ټولو کلیو اوبازارونو کې وای.
۲۴ـ: هر قوم تر منځ به تعصب بند وای.
۲۵ـ: یوه او بل سفارشونه او ځان ښودنه به نه وای.
۲۶ـ: یو خپلواک افغانستان به ولرو.
۲۷ـ: او داسی نور ……
(دا دلیکوال خپل نظر دی د ادارې نظر نه څرګندوي)


















