زه د ننگرهار ولسونو ته پېغور نه ورکوم. دغه سیمه د ادب، علم او پوهې سیمه ده. د دغې سیمې خلک ډېر بېچاره دي او ورځ تر بلې نور هم بېچاره کېږي. خو خپل حق خو غوښتلی شي او خپل غږ خو پورته کولی شي. که داسې هم نهشي کولی، بیا دې د حکومت چاپو او بمبارۍ ته غاړه کېږدي.
په ننگرهار کې د صفر دوه قطعې ظلمونه له حده اوښتي دي. یادې قطعې په روانه او تېرو اوونیو کې د ننگرهار په سرهرود، خوږیاڼیو، شېرزادو، حصارک، رودات او جلال اباد ښار په گڼو سیمو کې لسگونه عام ملکیان شهیدان کړي او دغه لړۍ تراوسه روانه ده. پرون شپه یې د روداتو ولسوالۍ اړوند په کابل کمپ سیمه کې ۱۴ ملکیان شهیدان کړي، چې د یوې کورنۍ شپږ غړي پکې شامل دي. په شهیدانو کې ښځې، تيخوري ماشومان، سپینږیري او ځوانان دي. دغه سیمه له جلال اباده ډېره لرې نه ده او نه د کومې وسلهوالې ډلې مرکز دی، بلکې ځايي اوسېدونکي یې ډېری غریبکاره او بېچاره خلک دي؛ خو دغو وینه زبېښونکو بیا هم پرې چاپه وهلې ده او دومره ملکیان یې شهیدان کړي دي.
د گډ حکومت پر راتگ پر ننگرهار هره ورځ یوه نوې بلا راغورځېږي. د داعش پلېته پروژه دلته پلې شوه. اچین، هسکهمېنه، پچیراگام، خوږیاڼي، چپرهار، کوټ، بټيکوټ او نورې سیمې یې پرې ښې وځپلې. د بمونو مور په ننگرهار کې وازمایل شوه، په لاریون کوونکو بریدونه په ننگرهار کې وشول، ودونه، جنازې، خیراتونه او مسجدونه دلته په نښه شول او د گڼو سیمو خلک اوس هم د چاپو او بېپېلوټه الوتکو د بریدونو له امله نورو سیمو ته کډه کېږي. د جلال اباد په ښار کې د ملي امنیت د شورا د لوړ پوړي غړي له دفتره واسکټونه رسنیو ته ښودل کېږي، خو دغه موضوع همداسې تراوسه پټه پاتې کېږي. یعنې هره ورځ یوې نوې نادوده کېږي او عام خلک یې پر وړاندې سپوڼ هم نه شي کولی.
خو د ملي یووالي ډارن حکومت دغه هرڅه په خپلو سترگو گوري. نه یې د مخنیوي هڅه کوي او حتا ژړا پرې هم نه کوي. غني د شماليوالو د واورې ښویېدنې مړو شویو فاتحې ته ورځي، خو په ننگرهار کې د هر وحشت پر وړاندې یې خوله بنده کړې او حتا د خواخوږۍ اعلامیه نهشي خپرولی. د ننگرهار مدني فعالان بیا داد ځان لهپاره ویاړ گڼي، چې د نړۍ دروغجن او فریبکار سره یو سیلفي انځور واخلي. له تېرې یوې میاشتې راهیسې له کابله جلال اباد ته راغلې برېښنا په لغمان کې پرې شوې ده او په ننگرهار کې گڼې تولیدي فابریکې په ټپه ولاړې دي، خو نه خلک لاریون کوي، نه د خپلو مړیو، ټپیانو، د ورانو کورونو او د بېموجبه مرگ پوښتنه له حکومت کولی شي. بلکې هر څه زغمي.
د ننگرهار له ولسونو یوه هیله!
په فاریاب کې د قیصار امنیه قومندان ونیول شو. د شمال پنځه ولایتونه د سقوط ترکچې ورسېدل. حکومت مجبوره شو او نظام الدین قیصاري یې ازاد کړ. په ننگرهار کې هره ورځ لسگونه ځوانان او ښځې د حکومتي وحشي عسکرو له لوري شهیدانې کېږي، خو تاسې پرې چوپه خوله یاست.
تاسې د کابل ـ جلال اباد، جلال اباد ـ تورخم، جلال اباد ـ کونړ او نورې لویې لارې وتړئ. د خپل حق غوښتنه وکړئ، حکومت خو مو هسې هم مړه کوي، نو ولې په غیرت نه مړه کېږئ. دولتي ادارو ته اور واچوئ، د ولایت پر مقام برید وکړئ، نظامي ځایونه خپل هدف وگرځوئ او دغه گډوډي تر هغه وخته روانه وساتئ، چې ستاسې غږ تر مفکره ورسېږي. تاسې به بیا وگورئ چې د سیدجمال الدین افغان خبره رښتیا کېږي او کهنه؟ هغه رښتیا ویلي«ازادي اخیستل کېږي، ورکول کېږي نه» له شماليوالو کم نه یاست. د هېواد ستراتیژیکه سیمه کې پراته یئ، د یوې ورځې لارې په بندېدو حکومت ته میلیونونه ډالر زیان رسېږي. پر تاسې اوسني حکومت هېڅ رحم نه دی کړی، بلکې ورځ تر بلې درته غټې کندې باسي او ژوندي مو پهکې ښخوي. یو غږ پورته کړئ، راټول شئ او خپل حق وغواړئ. که تاسې همداسې چوپ پاتې شئ، نو بیا هره ورځ د خپل مرگ ننداره کوئ او بېځایه ویرونه مه کوئ.


















