ليکنه : پوهنمل زاهدي احمدزی
احکام:
تفسيرپوهانواو فقهاوو له کفاروسره د صلحې کولوپه باره کې يو شميرشرعي احکام بيان کړي دي، چې د صلحي او د شرطونو په نوم يې نومولي دي، چې د موضوع د روښانه کولو په خاصرد لته يو څونامتو مفسرينو او څو مشهورو فقهاوو متفقه اقوال د نمونې په توګه وړاندې کوم.
د مفسرينو له جملې څخه امام ماوردي متوفي۴۵۰هـ پخپل تفسيرالنکات والعيون کې، امام عطيه اندلسي متوفي۵۴۶هـ پخپل تفسيرمحرورالوجيز کې،امام قرطبي متوفي۶۷۱ه پخپل تفسيراحکام القرآن کې، حافظ ابن کثيرمتوفي۷۴۷هـ پخپل تفسيرکي اودهندوستان نامتوعالم اود اورنګزېب عالمګير استاذ ملااحمد جيون متوفي۱۱۳۰هـ پخپل تفسيراحمديه کې په سرسري اختلاف اوتوجيهاتوسره د انفال سورت د صلحې تفسيرونه کړي دي. چې نچوړاو خلاصه يې په لاندې کرښوکې وړاندې کولی شي . له دغه مبارک آيت څخه دا ثابتېږي چې مسلمانانوته له کافرانوسره صلحه رواده. په همدې اساس رسول الله(ص)له کفاروسره صلحه کړي ده اوڅوځلي يې له مختلفوقومي ملتونوسره ؛ لکه نصرانيانو ، د مکي مشرکانواو يهوديانو سره يې صلحي کړي دي.
د مثال په ډول د نبوي هجرت په پېنځم هجري کال کي له ۶۲۶م کال سره سم د احزاب له غزاڅخه د مخه د مديني منورې د يهوديانو د بنو نضيراوبنوقريظه له قبيلوسره صلحه وکړه، چې بيا د هغوی له پلوه ماته شوه.
۲ـ د نبوي هجرت په شپږم۶هـ کال له۶۲۷م کال سره سم دمکې له مشرکانوسره تاريخي صلحه ، چې په حديبيه نومي سيمه کي مکې ته څيرمه شوي وه.
۳.دنبوي هجرت په اووم۷هـ کال له ۶۲۸م کال سره سم په خيبرکي دخيبرله يهوديانوسره د خيبرله فتحې څخه وروسته صلحه کول.
۴ـ د نبوي هجرت په لسم۱۰هـ کال له ۶۳۱م کال سره سم ديمن دنجران له نصرانيانوسره تاريخي صلحه، چې په مدینه منوره کې په نبوي جومات کي د صلحي تړون ورسره لاسليک شوی و.
نونظرپه دغو دليلونواو شواهدو د اسلامي امت حاکمانوته شرعا رواده چې که چيري د اسلامي امت ښېګړه اومصلحت پکي وي.له کفاروسره صلحه وکړي، برابره خبره ده که دجنګ په دوران کي وي اوکه له جنګ څخه دمخه وي اوکه له جنګ څخه ورسته وي که وړياوي ؛ لکه دحديبيې صلحه چي هيڅ مال له يوپلوه هم پکي نه وي. اوکه په مال سره وي؛ لکه چي د خيبرپه يهوديانواو د نجران په نصرانيانو رسول الله(ص) کيښودلی و.چې هرکال به يې اسلامي حکومت ته ورکوي.دغه رازکه چېري د مسلمانانود سر، مال، دين اوناموس خطروي اوکفاروپه صلحه کي داورسره شرط کړي وي، چي اسلامي حکومت به کفري حکومت ته دومره دومره ټاکلي مال ورکوي؛ نو د ځينومفسرينواوفقهي امامانوپه نزد داهم رو دي؛ ځکه چې په۵هـ کال کي داحزاب په غزاکي رسول الله(ص) دغطفان دقبيلوله مشرانو عيينة بن حصن الفزاري اوحارث بن عوف المري سره يوتړون لاسليک کړ،چې دوی دواړو ته به سږ کال دمدينې دخورماوو دريمه برخه ورکړي په دې شرط ،چې دوی به ټول غطفانيان له جنګ څخه وباسي اوخپلوکورورنوته به ځي اوهم به دمشرکانوپه لښکرکي اختلاف پيداکوي
هغوی ورسره ومنله؛ مګر کله چې رسوالله(ص)دانصاروله مشرانوسعدبن معاذ، سعدبن عباده اوسعدبن زرارة سره مشوره وکړه هغوی ورسره قبوله نکړه اوهغه تړون لغوه شواوځينونورو ويلي دي، چې دغه ډول صلحه روانه ده ؛ ځکه چې په دې کې د مسلمانانو سپکاوی اوتوهين دی.

















