س. سیرت
ستا په هجر مې امید د وصال وکړ
هم منت مې د عروج او زوال وکړ
مین زړه مې ستا د وریځو په محراب کې
عبادت ښکلې دا ستا د شنه خال وکړ
روح مې ستا سره د مینې په الوت کې
اسمـانو تـه د خـتو پــر بـال وکــړ
په خپل در به مې قبوله خدای دعا کړي
ستا د وصل مې په نیمه شپه سوال وکړ
ستا وعده وه سمه پرخه وه بیا نه وه
انتظار مې په غرمو کې د کال وکړ
ښکلې ما په تصور کې هم ښکل نه کړې
دا مې فـکر د ګنـاه او وبــال وکــړ
سیرت مړ نه دی خو غږ به شي چې مړ شو
ما تپوس یې نن د حال او احوال وکړ


















