مشورتي لویه جرګه، که د سولې د روانو هڅو درول

لویه جرګه د پښتنو او قبائلو یوه دودیزه غونډه ده، چې پښتانه یې د خپلو ستونزو او مشکلاتو د هوارولو لپاره جوړوي.

ټاکل شوې ده، چې د غویي پر نهمه نیټه به د مشورتي لویې جرګې تر عنوان لاندې یوه لویه جرګه جوړه شي.

د دې جرګې له جوړولو سره د طالبانو په ګډون تقریباً ټولو سیاسيونو او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو مخالفت ښودلی او دا یې د ولسمشر غني د انتخاباتو لپاره کمپایني هڅه بللې ده.

کابو دوه یا یو نیم کاله وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي د لویې جرګې د جوړولو غوښتنه وکړه، چې تر ټولو سخت مخالفت یې ولسمشر غني وکړ، غني ښایي هغه مخالفت د دې لپاره کړی وي چې نوموړي ته یې کومه ګټه په لاس نه ورتله او ډیر امکان موجود وو، چې د ده چوکۍ ته صدمه ورسیږي ، خو دا چې اوس ولسمشر غني خپله د لویې مشورتي مشورتي جرګې د جوړولو هڅې او ټینګار کوي، د ډاکټر عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او رحمت الله نبیل په ګډون د ځینو نورو سیاسي شخصیتونو خبره د سړي زړه ته لویږي، چې غني د لویې جرګې له دائرولو څخه خپله ګټه پورته کوي او په انتخاباتو کې یې د یوې لاسته راوړنې په توګه کاروي.

افغان سیاسیون که د لویې جرګې سره په هر بنیاد مخالفت کوي، خو ملت بیا ځکه باور نشي پرې کولای، چې د لویې جرګې تعریف پرې صادق نه دی او د یوې فرمایشي کمپایني غونډې بڼه یې خپله کړې ده.

حکومت هڅه کوي، ترڅو له طالبانو سره د خبرو اترو او د سولې روان بهیر ودروي او په مخ کې یې خنډونه واقع کړي، افغان حکومت دې هدف ته رسیدو لپاره د لویې مشورتي جرګې په جوړولو زیات ټینګار کوي ترڅو د قطر راتلونکې بین الافغاني غونډه وځنډوي او په فکر یې چې د لویې جرګې په مټ به د دوحې د راتلونکې غونډې رنګ پیکه کړي.

په لویه مشورتي جرګه کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه هوښیار سپین روبي، روحاني شخصیتونه، علماء او همدا رنګه نور ټولمنلې څېرې ګډون کوي، خو برعکس اوسنی مشورتي لویه جرګه د یو سیاسي مقابلې لپاره جوړیږي او ټول به هغه کسان ګډون پکې کوي، چې دا شته مشکلات د دوی له وجې راپیښ شوي ده؛ نو دا داسې شوه لکه یو څوک چې په مردارو اوبو د نجاست د پاکولو ناکامه هڅه کوي.

دا چې راتلونکې لویه جرګه د یوه ورک هدف او انتخاباتي کمپاین لپاره جوړیږي او حکومت یې د خپلو شخصي ګټو او د شخصي موانعو د ختمولو لپاره استعمالوي، ملت ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او تر هر چا وړاندې یې ملت ردوي، د ملت لخوا د ردولو یو بنسټیز لامل یې دادی چې دا جرګه د سولې په مخ کې خنډ ده او ملت تر هر څه وړاندې سولې ته ضرورت او اړتیا لري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button