شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

 د ګوانتانامو زندان دې وتړل شي!

fateh1 نشرونکی: fateh1
جنوري 23, 2016
کټګوریانې: راپور تاژ
0
21
ځلې شریک شوی
264
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ( ۰۳سلواغې/۱۳۹۴) خپلواک 

په کابل ښار کې يو شمېر لاريون کوونکو د ګوانتانامو زندان د تړلو او له اسيرانو سره د بشري کنوانسيونونو له مخې د چلند غوښتنه وکړه.

دا هم ولولئ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

په امريکا کې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې پر نړيوال سوداګريز مرکز تر هوايي بريدونو وروسته امريکا د کيوبا په جزيره ګوانتامانو کې زندان جوړ کړ.

په دغه زندان کې له القاعدې سازمان او طالبانو سره د اړيکو په تور د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ٧٥٠ تنه اوسېدونکي چې ډېر يې افغانان او عربان وو، ساتل کېدل.

کله چې بارک اوباما د امريکا ولسمشر شو، ژمنه يې وکړه چې دغه زندان به وتړي، خو تر اوسه يې دا کار نه دى کړى او د راپورونو له مخې لا هم په دغه زندان کې ٩١ بنديان ساتل کېږي.

نن په کابل ښار کې د امريکا سفارت مخې ته لسګونو تنو چې له ياد زندان څخه خوشي شوو دريو تنو هم په کې برخه درولوده، لاريون وکړ.

لاريون کوونکو ((مرګ پر امريکا، ګوانتانامو د بشريت پر تندي داغ، مرګ د ډيموکراسۍ پر ډرامو او د ګوانتانامو زندان بايد ډېر ژر وتړل شي)) شعارونه ورکول.

له يادو لاريون کوونکو څو تنو يې د يو نمايشي يون په بڼه د ګوانتانامو زندانيانو په څېر نارنجي جامې اغوستې وې او لاسونه يې تر شا نيولي ناست وو.

له لاريون کوونکو د شريف الله شېرزاد په نوم يوه تن وويل چې له وسله والو طالبانو سره يې هېڅ اړيکه نه لرله، خو ٧ کاله يې د ګوانتانامو په زندان کې تېر کړي دي.

ده زياته کړه: “په لومړي ځل چې امريکايان راغلل، د ډېرو انسانانو په سرونو يې پيسې ورکولې؛ زه هم وپلورل شوم، ګوانتانامو ته يوړل شوم، هلته نهايتاً وحشت روان و، زندانيان وهل، ډبول کېدل، روحي شکنجې ورکول کېدې، په سپو داړل کېدل او داسې نورې شکنجې چې اصلاً د ويلو نه دي؛ خو تر اوو کلونو زجر او تکليف وروسته يې راته وويل چې ته نور خوشى کېږې.”

هغه زياته کړه، تر اوسه نه پوهېږي چې په کوم جرم نيول شوى و او څنګه راخوشى شو.

بل لاريون کوونکي ۶۰ کلن عمرخان وويل: “نهه کاله کېږي چې زوی مې ګوانتانامو کې د تورو ميلو تر شا پروت دی، نه پوهېږم په کوم جرم نيول شوی، دا تورې خونې په ډېرو بېګناه انسانانو ډکې دي؛ زموږ غوښتنه دا ده چې دغه زندانونه بايد وتړل شي.”

هغه زياتوي چې زوى يې د ګردېز په ښار کې په زده کړو بوخت و چې په ۱۳۸۵ کال کې د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري ونيول شو.

لاريون کوونکو د “ګوانتانامو وتړئ” تر عنوان لاندې پرېکړه ليک هم صادر کړ.

په پرېکړه ليک کې د امريکا متحده ايالتونو له حکومت نه غوښتنه شوې چې د بشري حقونو د نړيوالو اعلاميو په پام کې نيولو سره دې د ګوانتانامو له زندانيانو سره قانوني، اصولي او انساني چلند وکړي او د دې زاندان زندانيان بايد وکيل او محکمې ته لاسرسي ولري.

په پرېکړه ليک کې راغلي: “موږ غواړو چې په بګرام، اروپا او ختيځه اسيا کې د امريکا نور پټ او ښکاره زندانونه هم بند شي او اسيرانو سره يې د بشري کنوانسيونونو له مخې چلند وشي.”

په پرېکړه ليک کې د ټولو زندانيانو د حيثيت د اعادې تر څنګ غوښتل شوي چې يادو زندانيانو ته غرامت ورکړل شي او په زندانونو کې د امريکا له لوري ترسره شوي جرمونه ثبت، ارشيف او د نړيوال جنګي جنايت په توګه دې جنايي محکمې ته وړاندې شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون غړي عبدالرحمان هوتک لاريون کوونکو ته خبرو کې وويل: “هر هغه زندان چې د قانون خلاف وي او له بشر حقونو سره سمون ونه لري، بايد وتړل شي؛ ګوانتانامو يو داسې زندان دی چې څوک په کې بندي شوي هم د قانون خلاف دی او څوک چې هلته شپې ورځې تېروي هم د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف دي.”

هوتک وويل چې ده هم په ياد زندان کې درې کاله تېر کړي دي.

هغه وايي: “ما ته تر اوسه نه دي ويل شوي چې ولې ونيول شوم او ولې راخوشى شوم؛ نو زما په څېر ډېر بېګناه کسان هلته بنديان دي، بايد دغه زندان وتړل شي او زندانيان يې دې خپلو هېوادونو ته وسپارل شي.”

مخکینې مطلب

کابل کې د امریکا سفارت مخې ته لاریون کوونکو د ګونتنامو بند خونې د تړلو غوښتنه وکړه

بل مطلب

د پاچا لور (له پنده ډکه کیسه)

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com