« سرليکنه »
افغانستان ، چې د مخه يې يرغلګرو ته د ماتې ، له خپل هېواد سره د ولس د ميني او وياړنې ډک هېواد ګڼل کيده، تاريخ يې نوم د لوړ مقام په ليست کې ياداوه ، چې د تېرو څلورو لسيزو راپه ديخوا يې هم خپل لومړنی او دويم مقام له لاسه نه دی ورکړی .
د تورمخو کمونيستانو د غوايي د کودتا را وروسته چې د وحشي روسانو يرغل ته يې زمينه برابره کړه او روسانو په ډېره سپين سترګۍ سره پر افغانستان يرغل وکړ افغان غيرتي ولس د مقدس جهاد په دوام په ټوله اسلامي نړۍ کې د لومړي مقام په توګه ياد کړل شو.
د روسانو تر تيښتې او کمونيستي رژيم له نسکوريدا وروسته ، چې څو تش په نامه جهادي مشرانو د ارګ د نيولو په مقابله کې سرې لښکرې اړمې کړي په نړيواله کچه افغانستان د کورنيو جګړو په دوام په ملکي بې د فاع او بې ګناه ولس په وژلو کې لومړی مقام ترلاسه کړ .
د طالبانو په دوره کې د حکومت د هر صادر شوی فرمان په منلو او عملي کولو افغان ولس په نړيواله کچه د یوالي قانون د نفاذ له امله لومړی مقام ترلاسه کړ.
د طالبانو د واکمنۍ د ړنګيدا لپاره شمالي ټلوالې خپل هېواد ته د پرديو لښکرو په رابللو او خپل بې ګناه ولس په بمبارولو او وژلو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
د۲۰۱۴ز کال راپور چې د ملګرو ملتونو لخوا خپور شو ، له بهرنيو سره په ګډ افغاني قرارداديانو او وزيرانو په اداري فساد کې لوړی مقام ترلاسه کړ.
دا چې افغانستان ولې په اداري فساد کې د لومړي مقام څخه دويم مقام ته راورسيد ؟ په اداري فساد کې زمينه سازي ورته کمه وه او هم د بهرنيو پوځونو په وتلو د تسليو او نورو قراردادونو کموالی راغی.
که د بهرنیو پوځونو لپاره د تيلو قراردادونه د پخوا په څېر موجود وای ؛ نو بيا يې هم په اداري فساد کې لومړی مقام ترلاسه کاوه ، خکه چې قاضيان څارانوالان ، د سړکونو او لويو لارو قرارداديان او د خپلو پوليسو تشکيلات د پخوا په څېر فعال وي، په دې کې هېڅ کمښت نه دی راغلی او نه په ګمرکاتو کې د مقررۍ په فيس کې کموالی راغلی .
د ملګرو ملتونو په سروې ، چې تېره چارشنبه يې راپور خپور شو شمالي کوريا ، سوماليا د نړۍ په ۱۶۷هېوادونو له فساده ډکه هېوادونه ياد کړل شوي دی . دا سروې په جرمني کې نادولتي سازمان په نړيواله سطحه کړی ده او افغانستان يې په فساد کې ککړ دويم هېواد راوستی دی.
په دې سروې کې ويل شوي دي ، چې زيات فساد په دولتي بنسټونو کې ترسره کېږي ، چې د دولت د نورو چارواکو علاوه قاضيان او څارانوالان په لومړي سرکې يادېږی. د دولتي بنسټونو نسبت په لوړ پوړو چارواکو او وزيرانو هم کيدای شي ؛ خو په تېرو ۱۴کالو کې په زياته کچه قاضيان ، څارانولان او د بهرنيو پوځونو لپاره دتيلو قراداديان ياد شوي ، چې په اوس وخت کې هم د دولت يا بهرنيو پوځونو په نامه هېود ته له بهره ، بې ګمرکي محصولاتو تيل راوړل کېږي او په ازاده توګه بازار کې پلورل کېږي .
په اداري فساد کې د ايران، چين تاجکستان ، ترکمنستان ازبکستان يادونه شوې ده؛ خو په کډواليو کې له سوريې وروسته دويم او هم په فساد کې دويم هېواد افغانستان دی.
















