دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د سولې په نامه د اشغال د منلو او ور تسليمېدلو شرعي حکم

fateh1 نشرونکی: fateh1
جنوري 28, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
7
ځلې شریک شوی
85
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالمالک « همت »

لکه چي پوهيږو په دې وروستيو کې په هيواد کې د سولې په اړه خبرې نسبتاً ډېرې شوي دي. نيواکګر او د کابل اداره له ډېر پخوا څخه تر اوسه د سولې تر عنوان لاندې د طالبانو له خوا د اشغال، ګډ حکومت، اوسني اساسي قانون منل او وسلې پر ځمکه ايښوول غواړي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

طالبانو هم په بېلو بېلو مواقعو او څرګندونو کې د پخوا په پرتله په خپلو دريځونو کې ښکاره او د پام وړ نرمښتونه او بدلونونه راوستي دي او تر ځينو مواقفو بېخي تېر شوي دي؛ خو داسې ښکاري چې اشغالګران او د کابل اداره انګېري چې طالبان د ځينو دلایلو او مجبوريتونو په سبب سولې ته اړ شوي دي او د هغو د دې ټولو نرمښتونو په مقابل کې بیا هم په دې تمه پښې ټينګي لګوي چې ګوندي طالبان تر نورو ډېرو خبرو هم ورتېر شي او بالاخره په يوه پلمه په هيواد کې د اشغال شتون ته هم غاړه کښېږدي.

زما خو د زړه له کنجه لا نه نښلي چې دا اتل طالبان دي د اشغال د طردولو لپاره تر دې دغونو قربانيو ورکولو او کړاوونو او ربړو ګاللو وروسته چې د اشغال د ماتې او د الهي نصرت د وخت را رسېدو ته لږ مهال پاته دی ، دغسي يوې ناميموني او باطلي تش په نامه سولې ته غاړه کښېږدي؛ خو که خدای مه کړه او نه ګانه دغسي يو بدمرغ حالت پر ګران هيواد او د هغه پر پتمنو او زورېدلو خلکو وتپل سي نو دابه د شریعت له مخې څنګه وي او که طالبان دغسې يوې سولې ته تن ورکړي څه حکم به لري؟

که دغسې يو جوړجاړی (چي اصلاً جوړجاړی یا سوله نه؛ بلکې تسليمي ده) پر دې وي چې اشغال ومنل شي او دفع نه؛ بلکې تثبيت شي او د دغسې سولي له لاري د هيواد د تل تر تله اشغال او زموږ د مادي او معنوي شتمنيو د چورولو لپاره رسما موقع ورکړه سي، نو دا سوله د جيدو اسلامي عالمانو په وينا د شريعت له مخي ګرد سره باطله ده. ځکه دا د باطل اشغال منل دي او هغه څه چي پر باطلو ترتيب سوي وي، هماغسي باطل باله سي. دا په حقيقت کي زبون او د ماتي په حال کي دښمن ته تسليمېده او د هغه د واک او قدرت بېرته ټينګول اومنل او د شريعت د ځينو احکامو بدلېده او لغو کېده ، د کفارو سره دوستي او موالات او پر باطلو شرطونو باندي د هغو سره اتفاق دى.

دا خو داسي معنا لري، لکه د بدمعاشو غلو يوه وسله واله ډله چي  د يو څو کوچنيو خس دزانو او کيسه برانو په ملتيا د يو چا کور ته د وسلې په زور ننوزي، د کور په غړو مرګ ژوبله ګده کړي، شيان يې چور کړي او په کور کي ډول ډول بدمعاشۍ او فحاشۍ پيل کړى او بيا د کور خاوند ته ووايي چي راسه په دې کور کي زما تسلط ومنه او په دې هکله خبري او سوله راسره وکړه. نو آيا په دغسي صورت کي د دغسي غلو سره سوله شرعاً او عقلاً د منلو وړ ده؟

په مخکنيو مهالونو کي په ډېرو هيوادونو کي داسي هم سوي دي چي د دغسي سولو په پايله کي دښمن په ظاهره له صحنې وتلى دى، خو د هغه  خاينو او سيکولرو لاسپوڅو ته زمينه مساعده سوې ده چي د جهاد ثمره د هغو له اصلي او مستحقو خاوندانو څخه بيا هم غصب کړي او په واک کي د هغو په بيا پاته کېدو سره دښمن بيا هم د هيواد د چارو واګي په خپل واک کي ولري.

ځکه نو دغسي سوله د دښمن سره هيڅوک نه سي کولاى. هر څوک چي وي او په هر نامه چي وي، ځکه د اسلام مځکه د يو څو تنو حق نه دى، نو هيڅوک دا حق نه لري چي د دښمن يا د هغه د ملګرو سره د سولي دغسي خبري وکړي، ځکه چي مځکه د لوى څښتن او بيا د مسلمانانو ده، نو هيچا ته روا نه ده چي په داسي څه کي چي د بل وي او خپل ملکيت يې نه بلل کيږي، د هغه د څښتن، يعني د الله د دين د احکامو مخالف او د مسلمانانو له سلامشورې پرته په هغه کي  تصرف وکړي. او که دا کار وکړي ستر ديني او ملي خيانت او لوى جرم به يې کړى وي او د مجاهدينو پر وينو او قربايو به يې سودا کړې وي. لوى څښتن فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾[الانفال:٢٦].

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ! د الله او (د هغه) د پيغمبر سره خيانت مه کوئ او مه په خپلو امانتونو کي(په هغو شيانو کي چي الله يې په اړه امين ګرځولي ياست) خيانت کوئ.(په دې کي مالي معاملې، ادبي، ژورناليستيکي او سياسي چاري، ژمني او وعدې او ملي او وطني مصالح ټول راځي). په داسي حال کي چي تاسي پوهېږئ.

له بله پلوه تر څو چي د اسلام مځکه د دښمن تر اشغال لاندي وي، دغسي سوله پر دې سربېره چي د دښمن د تېري تثبيت باله سي، د فرض عين جهاد باطلېده او لغو کېده هم دي.

په دې اړه جيدو اسلامي عالمانو ډېري واضحي لارښووني او څرګندوني  کړي دي چي موږ يې دوې بېلګې درته را اخلو:

 وقد أجمعت الشرائع السماوية والوضعية على حرمة الغصب ووجوب رد المغصوب إلى أهله وحثت صاحب الحق على الدفاع والمطالبة بحقه، ففي الحديث الشريف:

«مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ». وفي حديث آخر «عَلَى الْيَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَهُ». په ١٣٧٥هـ .ق. کال د مصر د جامع الازهر د جيدو عالمانو له فتوا څخه.

والجواب أن الصلح إذا كان على أساس رد الجزء الذي اعتدى عليه إلى أهله كان صلحًا جائزًا وإن كان على إقرار الاعتداء وتثبيته فإنه يكون صلحا باطلا ؛ لأنه إقرار لاعتداء باطل وما يترتب على الباطل يكون باطلا مثله.

د مصر د لوى مفتي او د ازهر د پوهنتون د مشرشيخ حسن مامون او نورو عالمانو له فتوا څخه. وګورئ المکتبة الشاملة الاصدار الثاني.

همدا شان په دې اړه د موضوع د لازياتي روښانتيا لپاره ستاسي پام هغي فتوا ته هم را اړوم چي په ١٩٨٩ع.کال د نړۍ د دوولسو هيوادونو (٦٣) تنو جيدو اسلامي عالمانو، په هغو کي زموږ د هيواد څخه استاذ سیاف او د پاکستان د هيواد عالمانو ورکړې ده :

فتوى علماء المسلمين بتحريم التنازل عن أي جزء من فلسطين عام 1989 وفي عام 1989م أصدرت مجموعة من صفوة علماء العالم الإسلامي فتوى بتحريم التنازل عن أي جزء من فلسطين وفيما يلي نصل الفتوى:
الحمد لله الذي أسرى بعبده ليلا من المسجد الحرام إلى المسجد الأقصى،والصلاة والسلام على من أُسري به إلى الأرض المبارك فيها للعالمين، قبلة المسلمين الأولى وأرض الأنبياء، ومهبط الرسالات وأرض الجهاد والرباط إلى يوم الدين، وعلى آله الأخيار وصحبه الذين عطروا بدمائهم الزكية تلك الأرض الطيبة حتى أقاموا بها الإسلام، ورفعوا فيها رايته خفاقة عالية، وطردوا منها أعداءه الذين دنسوا قدسه المبارك والكفر ، وعلى الذين ورثوا هذه الديار فحافظوا على ميراث المسلمين ودافعوا عنه بأموالهم وأنفسهم ، وبعد:  فإن مهمة علماء المسلمين وأهل الرأي فيهم أن يكونوا عصمة للمسلمين، وأن يبصروهم إذا احتارت بهم السبل وادلهمت عليهم الخطوب.
ونحن الموقعين على هذه الوثيقة نعلن للمسلمين في هذه الظروف الصعبة أن اليهود هم أشد الناس عداوة للذين آمنوا، اغتصبوا فلسطين واعتدوا على حرمات المسلمين فيها وشردوا أهلها، ودنسوا مقدساتها،ولن يقر لهم قرار حتى يقضوا على دين المسلمين.  ونحن نعلم بما أخذ الله علينا من عهد وميثاق في بيان الحق أن الجهاد هو السبيل الوحيد لتحرير فلسطين، وأنه لا يجوز بحال من الأحوال الاعتراف لليهود بشبر من أرض فلسطين، وليس لشخص أو جهة أن تقرر اليهود على أرض فلسطين أو تتنازل لهم عن أي جزء منها أو تعترف لهم بأي حق فيها.  إن هذا الاعتراف خيانة لله والرسول وللأمانة التي وكل إلى المسلمين المحافظة عليها، والله يقول: “يا أيها الذين آمنوا لا تخونوا الله وتخونوا أماناتكم وأنتم تعلمون” وأي خيانة أكبر من بيع مقدسات المسلمين، والتنازل عن بلاد المسلمين إلى أعداء الله ورسوله والمؤمنين؟؟ إننا نوقن بأن فلسطين أرض إسلامية وستبقى إسلامية وسيحررها أبطال الإسلام من دنس اليهود كما حررها الفاتح صلاح الدين من دنس الصليبيين، ولتعلمنَّ نبأه بعد حين، وصلى الله على عبده ورسوله محمد وعلى آله وصحبه وسلم.

وقد وقع على الفتوى 63 عالما من ثماني عشرة دولة وهم:

من مصر الشيخ: مصطفى مشهور نائب المرشد العام لجماعة الإخوان المسلمين. الشيخ محمد الغزالي وكيل وزارة الأوقاف المصرية سابقًا، ومدير الجامعة الإسلامية بقسطنطينية في الجزائر سابقًا.
الدكتور يو سف القرضاوي عميد كلية الشريعة بجامعة قطر ومن أبرز رجال الدعوة الإسلامية.
الدكتور عبد الستار فتح الله سعيد الأستاذ بكلية أصول الدين بجامعة الأزهر
الدكتور على السالوس عضو هيئة التدريس بكلية الشريعة جامعة قطر.
الدكتور توفيق الواعي عضو هيئة التدريس بكلية الشريعة بجامعة الكويت.
الدكتور أحمد محمد العسال نائب رئيس الجامعة الإسلامية العالمية للشئون الأكاديمية بإسلام آباد-باكستان.
الشيخ حافظ سلامة من رجال الدعوة المعروفين في مصر.
الشيخ محمود عيد من رجال الدعوة الإسلامية
الدكتور مصطفى محمد عرجاوي عضو هيئة التدريس بكلية الشريعة بجامعة الكويت وكلية الشريعة بجامعة الأزهر.
الشيخ محمد زكي الدين محمد قاسم خطيب مسجد الحمضان في الكويت
الشيخ عبد الرحمن عبد الخالق خطيب المسجد الهاجري في الكويت ومدرس في وزارة التربية ومن رجال الدعوة المعروفين في الكويت.
ومن باكستان
الأستاذ قاضي حسين أحمد أمير الجماعة الإسلامية في الباكستان ومن أبرز رجال الدعوة الإسلامية هناك.
ومن فلسطين
الدكتور عمر سليمان الأشقر عضو هيئة التدريس في كلية الشريعة بجامعة الكويت، ومن رجال الدعوة الإسلامية المعروفين في الكويت.
الدكتور محمد نعيم ياسين عضو هيئة التدريس بكلية الشريعة بجامعة الكويت.
الدكتور محمد عثمان شبير عضو هيئة التدريس بكلية الشريعة جامعة الكويت.
الدكتور الشهيد عبد الله عزام عضو هيئة التدريس بالجامعة الإسلامية بإسلام آباد ومن أبرز رجال الدعوة الإسلامية.
الدكتور همام سعيد عضو هيئة التدريس بكلية الشريعة بالجامعة الأردنية وعضو في البرلمان الأردني ومن رجال الدعوة الإسلامية المعروفين في الأردن.
الدكتور عيسى زكي شقرة باحث في الموسوعة الفقهية في وزارة الأوقاف الكويتية.
ومن أفغانستان
الشيخ عبد رب الرسول سياف رئيس وزارة حكومة المجاهدين الأفغان المؤقتة، وقائد إحدى فصائل الجهاد الأساسية ومن أبرز رجال الدعوة الإسلامية.
الشيخ قلب الدين حكمت يار وزير خارجية حكومة المجاهدين الأفغان المؤقتة وقائد إحدى فصائل الجهاد الأساسية ومن أبرز رجال الدعوة الإسلامية.
الشيخ برهان الدين رباني وزير في حكومة المجاهدين المؤقتة وقائد إحدى فصائل الجهاد الأساسية ومن أبرز رجال الدعوة الإسلامية.
الشيخ أحمد شاه رئيس وزارة حكومة المجاهدين السابق.
ومن السودان
الدكتور محمد عطا سيد أحمد عضو هيئة التدريس بالجامعة الإسلامية بماليزيا.
الدكتور عصام بشير دكتوراه في الشريعة.
الأستاذ صادق عبد الله عبد المجيد من رجال الدعوة المعروفين بالسودان.
الدكتور الأمين محمد عثمان من رجال الدعوة الإسلامية في السودان.
ومن الهند
الشيخ زبو الليث الندوي أمير الجماعة الإسلامية في الهند ومن أبرز رجال الدعوة الإسلامية هناك.
الأستاذ نور محمد أستاذ في جامعة الفلاح بلرياكنج ورئيس تحرير مجلة الحياة الجديدة.
الشيخ عبد الحليم وصي أحمد عالم مسلم.
الأستاذ مفتي شمس الدين عالم مسلم مدير قسم العلاقات العامة بمركز الجماعة الإسلامية بالهند.
الأستاذ عبد الحق الفلاحي عالم مسلم.
الأستاذ وحيد الدين خان رئيس المركز الإسلامي للبحوث والدعوة بالهند.
ومن تركيا
الأستاذ الدكتور نجم الدين أربكان رئيس حزب الرفاة بتركيا ووزير خارجية تركيا السابق ومن رجال الدعوة الإسلامية البارزين في تركيا.
الأستاذ أوغوزخان أصيل ترك وزير الداخلية السابق في تركيا وعضو مؤسس مجلس إدارة الهيئة الخيرية الإسلامية العالمية.
الأستاذ محمد أمين سراج المدرس بجامع السلطان محمد الفاتح.
ومن سوريا
الأستاذ الدكتور وهبة الزحيلي الأستاذ بكلية الشريعة بجامعة دمشق
الأستاذ الدكتور نزيه حماد الأستاذ بكلية الشريعة بجامعة أم القرى
الدكتور أحمد حسن فرحات عضو هيئة التدريس بكلية الشريعة جامعة الكويت.
ومن الكويت
الدكتور خالد المذكور عضو هيئة التدريس في كلية الشريعة بجامعة الكويت وأمين عام الهيئة الشرعية العالمية للزكاة.
الدكتور عجيل النشمي عميد كلية الشريعة بجامعة الكويت.
الشيخ نادر النوري مدير إدارة الشئون الإسلامية بوزارة الأوقاف الكويتية ومن رجال الدعوة الإسلامية في الكويت.
الدكتور محمد الشريف عضو هيئة التدريس بكلية التربية الأساسية في الكويت وخطيب مسجد الدولة الكبير.
الشيخ عبد الله المعتوق عضو هيئة التدريس بكلية التربية الأساسية في الكويت.
الشيخ أحمد القطان خطيب مسجد في الكويت ووكيل مدرسة وزارة التربية الكويتية ومن رجال الدعوة الإسلامية البارزين.
الشيخ جاسم مهلهل خطيب مسجد ومدرس في وزارة التربية الكويتية ومن رجال الدعوة الإسلامية المعروفين في الكويت.
ومن الأردن
الدكتور إبراهيم زيد الكيلاني عميد كلية الشريعة في الجامعة الأردنية وخطيب المسجد الحسيني بعمان.
ومن العراق
الشيخ طايس عبد الله الجميلي مدرس في وزارة التربية الكويتية ومن رجال الدعوة الإسلامية في الكويت.
الدكتور طه جابر العلواني أستاذ أصول الفقه بجامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامية.
محمد أحمد راشد من رجال الدعوة الإسلامية البارزين.
ومن لبنان
الدكتور فتحي يكن الأمين العام للجماعة الإسلامية في لبنان ومن رجال الدعوة الإسلامية البارزين.
الشيخ محرم عارفي من علماء لبنان ورجال الدعوة الإسلامية البارزين هناك.
الشيخ فيصل المولوي من علماء لبنان.
ومن الجزائر
الأستاذ محفوظ النحناح من رجال الدعوة الإسلامية البارزين ورئيس حركة المجتمع الإسلامي بالجزائر.
ومن تونس
الأستاذ راشد الغنوشي قائد حركة الاتجاه الإسلامي في تونس ومن أبرز رجال الدعوة الإسلامية هناك.
ومن عمان
الشيخ أحمد بن حمد الخليلي مفتي سلطنة عمان ومن علمائها المعروفين.
ومن غينيا
الشيخ عبد الرحمن باه وزير الشئون الدينية سابقًا في غينيا كوناكري.
ومن المغرب
الدكتور عبد السلام الهراس أستاذ كرسي ورئيس قسم الأدب العربي بفاس.
ومن جزر القمر
الشيخ محمد عبد الرحمن مفتي جمهورية جزر القمر ومستشار الرئيس للأمور الدينية.

البته زما د معلوماتو له مخي له کله څخه چي د فلسطين ربړه را ولاړه سوې ده تر دې څو نژدې کلونو پوري(له ١٣٥٥ هـ. ق. څخه) د فلسطين په هکله دغسي نوري ډېري فتواوي هم ورکول سوي دي او هيڅ عالم د يهودو سره د سولي د حرمت په باب مخالفت نه دى کړى. خو له بده مرغه په دې وروستيو کي ځينو عالمانو د خپلو خاينو واکمنو د سياستونو په پيروي په دې هکله داسي فتواوي هم ورکړي دي چي د مسلمانانو د مصالحو پر ځاى د اسرائيلو، امريکايانو او د عربو د سيکولرو واکمنو ګټي خوندي کوي.

څنګه چي د فلسطين او افغانستان ربړه د اشغال له مخي تقريبا يو شان ده، نو د فلسطين په هکله د جيدو او رشتيانيو عالمانو فتواوي د افغانسان په هکله هم صدق کوي.

علاوتاً کله چي روسانو زموږ ګران هيواد افغانستان اشغال کړى وو،  نو د نړۍ اسلامي عالمانو ، په هغو کي ډاکټر شهيد عبدالله عزام د روسانو سره د سولي د خبرو په هکله داسي ليکلي دي:

ولذابالنسبة للروس فلا يجوز التفاوض معهم حتى ينسحبوا من كل شبر من أراضي أفغانستان، ولا مع اليهود أبداً في فلسطين.(الدفاع عن أراضي المسلمين أهم فروض الأعيان).

ژباړه: د روسانو سره د سولي خبري تر هغو چي د افغانستان له لوېشت لوېشت مځکي څخه وتلي نه وي روا نه دي او نه د يهودو سره د فلسطين په هکله روا دي.

نو موږ هم ويلاى سو چي د امريکايانو او د هغو د لاس کښېنولو کسانو  سره هم تر هغو پوري چي امريکايان زموږ له خاوري څخه وتلي نه وي د سولي خبري روا نه دي.

دغه راز  شهيد عبدالله عزام په نوموړي کتاب کي ليکي:

”په افغانستان کي د سولي خبري په دې شرطونو روا دي:

ــ چي روسان د مسلمانانو(افغانستان) له هيواده ووزي.

ــ  د دوى تر وتلو وروسته په افغانستان کي اسلامي حکومت رامنځ ته سي او په افغانستان کي خپلي مداخلې بندي کړي.

ــ وتل يې بې له قيد او شرطه وي.

ــ روسان مجاهدين په رسميت وپېژني او د سولي وړانديز ورته وکړي.

ــ  او بالاخره مجاهدين ډاډه سي چي روسان د سولي په غوښتنه کي رشتياني دي او د غولوني په فکر کي نه دي“.(الدفاع عن أراضي المسلمين أهم فروض الأعيان).

پر دې بنسټ اوس موږ هم د دې بل امريکايي يرغلګر سره د سولي په خبرو کي دغه او داسي نور اړين شرطونه ايښوول لازم ګڼو.

د هيواد د ژغورني لپاره مبارزه او جهاد او له هغه څخه د اشغالګرو ايستل حتماً قربانيو ته اړتيا لري. خو له دې وو څخه چاره نسته. دا چاري خو دغو نيواکګرو پر موږ او زموږ پر هيواد تپلي دي. که موږ دښمن ته پر دې هيواد باندي د دغه ناروا اشغال د دوام اجازه ورکړو، نو په دې هم بايد وپوهيږو چي د تل لپاره به تر دې لا  په ډېرو سختو او ناوړو ستونزو اخته سو. او په داسي حال کي چي د نړۍ زياتو ولسونو د اسارت جوغونه له اوږو غورځولي دى، موږ به په دې د کمپيوټر او موډرني ټکنالوژۍ په پېر کي بې عزته او زبون اسيران او مريان اوسو او په خپل هيواد کي به نه د ځان،  نه د ناموس او نه د بل څه واک اختيار لرو. لعنت دي وي پر دغسي ژوند،  تر دې خو مرګ ډېر ښه دى.

عزت، لوړتيا او خپلواکي په تصادفي توګه او په لټي، هوسايي او ټيټ ژوند کي نه ترلاسه کيږي، دې موخي ته د رسېدو لپاره د تر سر او مال تېرېدو ، اتلوالو مبارزو او کړاوونو او ډېرو نورو ستونزو ګاللو ته اړتيا ده. د ولسونو تاريخونو ښوولې ده چي د عزت او درناوي ناوې تل د ځواکمن په غېږ کي وي او خواري، بخولي ، بې عزتي او هلاکت تل د ډارنو موزيګيانو په برخه وي.

موږ ډاډه يو چي که پر دې ستونزو  باندي صبر او مصابره ولرو او د زبون او مات سوي دښمن په وړاندي خپلي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي په مړانه او استقامت پر مخ بوزو، نو  بالاخره به برى حتماً زموږ وي او داامريکايي غليم به هم زموږ له پاکي اسلامي خاوري څخه د انګرېزانو او روسانو غوندي باسو. د لوى څښتن فرموده ده:

﴿ وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴾ [الصافات:١٧٣] (او پاى به زموږ په لار کي همدا زموږ د مجاهدينو لښکر حتماً پر خپلو دښمنانو لاسبرى او غالب سي).

پای

مخکینې مطلب

افغانستان په نړيواله کچه له فساده ډک دويم هېواد

بل مطلب

طالبان په ننګرهار کې له دولته غښتلي دي!

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com