لیکنه: خلیل الله فائق
سهار مې د بابا سری یو ځای چای څښلې، د درویش صاحب دغه ترانه مې چالانه کړه:
د خدای وحدانیت ته قربان دی شهید
رخصت اخلي درومي روان دی شهید
د زړه په ګورګي مې نن جوړ دی ماتم
زمـــــری د شمال قـــمـنـدان دی شهید
بابا رانه تپوس وکړ چې دا څوک ښیې؟
ماورته کړه حاجي بابا دا دقندوز فاتح شهید مولوي عبدالسلام بریالی صاحب یادوي، نوره مې زیاته کړه حاجی بابا دا ډیر زمری سړی تېر سوی دی، عجیبه تاریخ لري، دده دشهادت وروسته مې په مجله کې د ده ژوند لیک لوست چې پکې لیکلي و، نوموړي تر پایه پوري ژوند په غربت کې تېر کړ، د قندوز د دومره غنیمتونو سره سره بیا هم په همغه زوړ یو سیټه ډاټسن موټر کې ګرځید، یوه ورځ په کوټه کې د مجاهدینو سره ناست و چې کوچنۍ لورکۍ یې راغله او له ده څخه یې د لسو روپو غوښتنه وکړه، ده پر بل مجاهد ږغ کړ چې زما لورکۍ ته لس روپۍ ورکړي، زما په جیب کې ټولې د بیت المال روپۍ دي.
بابا په ژړه غوني اواز راته وویل، ددغسې کسانو د شتون له برکته زموږ صف داسې صفا او منظم دی، نوره یې کړه چې یو وخت کابل کې ملا محمد رباني اخند (رحمه الله تعالی) ته طالبانو وویل چې، یو خواته ځو یوڅه روپۍ راکړه، نوموړي روپۍ ورکړې خو پر هغه لیکلي و، چې دا دبیت المال دي، طالبانو چې دغه توري ولیدل نو د بیا راتلو پر وخت یې هغه روپۍ، هغه رقم ورتسلیم کړې، چې د بیت المال روپۍ موږ نه مصرفوو.
شهید مولوي عبدالحنان جهاد وال صاحب چې د ملا خیرالله خیر خواه صاحب مرستیال و، او په هرات ولایت کې یې وظیفه اجراء کوله، په محاذ کې یې ملګري ډیر سول نو کابل ته یې معتصم اغاجان ته لیک واستاوه چې موږ ته عاشه را زیاته کړئ (چې په هغه وخت کې معتصم د عاشې مسؤل و) ملا صاحب رحمه الله تعالی چې دا خط ولید نو په دسګاه کې پري ږغ کړ،
“ملا عبدالحنانه!
هغه دی دهرات ولایت مو درکړی دی، خوره یې، ته بیا څه معتصم اغاجان ته وایې چې عاشه را زیاته کړئ”
خو جهادول صیب بیا هم ویل چې اصول همداسې دي.
دایې زما او د بابا د چایو مجلس.
تقبلهم الله تعالی، وجعل مثواهم الجنة الفردوس.

















