شاعر/ محمد عليم بسمل
وخته سپرلی شه چې نسیم غیږ کې غوټۍ ونیسي
چې د ژوندون بڼ یې وږمې دخوشالۍ ونیسي
زه دخسوف لمنځونه کاندم اوتوبې باسمه
چې تورې زلفې دجانان دمخ سپوږمۍ ونیسي
دردونه ورک شي دلربا چې راترغاړې وځې
لکه میوند چې له پيرنګه ملالۍ ونیسي
سپين پسرلی ،پسرلی مخ مې دې چې و یادیږي
شعرونه راشي دخیال دښته مې کیږدۍ ونیسي
مازدیګر رنګه اننګو ته دې چې وګورمه
دزړه ګودرمې دسوالونو جینکۍ ونیسي
داسې ښکاریږي ستا معصومې مړاوې،مړاوې سترګې
لکه ورکوټي ماشومان چې وچکۍ ونیسي
موږ افغانان یې که لاسونه چاته ونه تړو
داسې نرنشته چې له موږنه ازادۍ ونیسي
خدایه چې وې مني دهرچا زړه بلقیس کړه ورته
هر یو غزل مې سلیمان کړه چې نړۍ ونیسي
هغه تیارو کې غځولی شي رڼا بسمله
چې لکه شمعه غوندې اور په ککرۍ ونیسي

















