کابل ټکی کام ۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: مقدسه احمدزۍ
ته دا کوه، ما هېروه، ما یادوه! چې ځمه
ساه مې راپرېده، ساه مې مه ایساروه! چې ځمه
ویل یې، چوي، دا زړه مې چوي، دا زړه مې تنګ دی درنه
خبرې زر کوه، خبرې لنډوه! چې ځمه
په تګ خوځې، خو د راتګ تمه مې سله وژنې؟!
دومره پرېکړی ځواب مه راګرځوه! چې ځمه
زه به په خپل ځان ستا درانه درانه غمونه واخلم
ته مې د مات وجود ټوټې راټولوه! چې ځمه
په تورو سترګومې ګردونه د مرګي پرېوتل
وروستۍ شېبې دي، هله ځان را رسوه! چې ځمه

















