کابل ټکی کام ۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، لیکنه: اناهیتا روهي
د باغ په منځ کې لویې څوکۍ ته ورته زانګو اېښې وه، ورو ورو یې د پایو غونجا خته، دا پټې سترګې پکې ناسته وه، د تندي ګونځې یې د زانګو له هرحرکت سره کښته پورته کېدې، سترغلي یې د لمر وړانګو ته داسې خوځېدل، ته وا چې د فکر په پردو کې د تیاتر په ننداره وي، تر څنګ یې د کاغذونو لاندې یو څه ایښي وو.
شاید د هوا له حرکت سره به یې زما شتون احساس کړی وي، ګنې زه خو د بڼکې غوندې بې غږه ورروانه وم، سترګې یې وغړولې، د لاس په اشاره یې پر ګرګه د ناستي بلنه راکړه، زانګو ته مخامخ درې ګرګې اېښې وې او د مثلث شکل یې جوړ کړی وو، د یوې سټې پر څنډې د مصنوعي پتنګ وزرونه باد رپول، د بلې په بېخ کې مصنوعي مړخېړي نښتي وو. دې وویل:
ـ ژوند د هوا الوت دی، لورکۍ مې د سترګو په رپ کې رانه والوته لکه څوک یې چې درنه ښکار کړي، دا زانګو يې د لس کلنۍ د کلیزې ډالۍ وه، لکه پتنګ داسې ځای په ځای یې د خوښۍ وزرونه رپول کله چې مې په پټو سترګو ورته راوسته او مخامخ مې ورته ودروله، له هماغه شېبې وروسته دا زانګو د هغې د فکر کولو ځای شو، یوه ورځ راغله او ویې ویل، مور! غواړم د تیږې توږل زده کړم.
له عمره پخې مېرمنې له خپل څنګه کاغذونه لرې کړل، کرپا یې غوني راځیږ کړل، د لمر وړانګو ته د مستطیل شکله سپینې تیږې پر مخ رنګونه وځلېدل، ورته ځیره شوم، هماغه ځای وو، چې مونږ پکې ناستې وو، باغ، ګلان، ګرګې، په زانګو کې ناسته نجلۍ او له فکره یې الوتې مرغۍ.
د مېرمنې ګوتې توږل شوې مرغۍ لمسولې، غږ یې د زانګو له غونجا سره ګډېده ویې ویل: د تېږو غږ هم عجیبه دی یوازې هغه خلک یې اوري چې د ګلانو خندا، د هوا غږ او د ځوانیمرګې لور د سترګو موسکا یې اورېدلې وي، زما نظر له توږل شوې تېږې نه لرې کېده، ومې ویل، رښتیا هم کله چې انسان سکوت کوي تیږې په خبرو راځي.

















