سرلیکنه
د بلخ ولایتي چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره له چین نه د خوراکي توکو بار ریل ګاډی د حیراتانو بندر له لارې افغانستان ته راورسید او په حیراتان بندرکې ېې د بلخ ولایتی چارواکو تودهرکلی وکړ.
که څه هم له چین نه د خوراکي توکو بار ریل ګاډي۱۲ورځې له اوږده سفر وروسته دازبکستان او قزاقستان له لاری افغانستان ته رارسیدلی خو بیاهم په بلخ کې ورته ولایتی چارواکو زیاته خوښي وښوده .
یوه اونۍ د مخه د سوداګرۍ وزارت له ایرانه دریل ګاډې افغانستان ته دراتلو خوښي ښودلې وه چې له ایرانه به افغانستان ته خوراکي توکې را واردوي.
د ګاونډیو هیوادونو سره تجارتی اړیکي د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله په هر اړخیزه توګه ګټورې تمامیږي؛ خو د ګاونډیو ا و د سیمي د هیوادونو سره په سوداګریزو اړیکو کې دا غور پکاردی، چې د اقتصاد د پیاوړتیا په نامه د هیواد سیاسي ثبات له لاسه ورنکړل شي.
هر هیواد اړ دی چې د ګاونډیو او د سیمې یا په نړیواله کچه د نورو هیوادونو سره سوداګریزي اړیکي پیاوړی کړي؛ خو دا هم اړینه ده چې د هر هیواد موخو ته نظر وکړل شي. افغانستان سره د ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو دسوداګریزو اړیکو بیلګې شته چې کومو هیوادونو د افغانستان سره د سیاسي موخو او کومو هیوادونو د سوداګریزو ګټولپاره اړیکي ساتلي دي.
افغان چارواکي باید د هرهیواد سره د سودا ګرۍ اړیکي یواځې د سوداګرۍ په چوکاټ کې وساتي دانه چې د سوداګرۍ په نامه دهیواد په ملی ارزښتونو او په مقابل کې د پردي فرهنګ د را وا ردولو سودا ورسره وکړل شي، دا نه چې ولس دې د ژوند کولو اړینو خوراکي توکو ته اړتیالري او د دفاع وزارت دې په هیواد کې د جګړې د دوام لپاره له نورو هیوادونوڅخه وسلې را وا ردوي.
دا مهال افغان ولس د نوروهیوادونو څخه وسلو او جنګې هلیکوپتروته اړتیا نه لري افغان ولس دسوداګرۍ د اوصولو په چوکاټ کې د ژوند د اړتیا وړ توکو را واردولو او بهرته د خپلو صاد راتو لپاره مارکیټ ته اړتیالري افغانستان که هرڅو ترنورو هیوادونو ښه صادرات ولري؛ خو چې په نړیوال مارکیټ کې افغانستان خپله نمایندګي ونه لري افغانستان ته په نړیواله کچه څوک د یوه صادروونکي هیواد په سترګه نه ګوري.
افغانان په هیواد کې د ژوند کولو لومړنۍ اړیتانه شي پوره کولای، هند افغانستان سره د وسلو او جنګي هلیکوپترو د مرستو ژمنې کوي ماناداچې افغانان دې دخپل هیواد دپیاوړتیا پر ځای د جګړې میدان ګرم وساتي او د تل لپاره دې دهیواد پر خاوره په نورو هیوادونوکې د جوړو بمونو بمونو باران دوام ولري.
لومړی روسانو اوبیا د امریکا په مشرۍ د ناټو تاړاکګروهیوادونو او اوس هندوستان غواړي د خپلو وسلو فابریکې په افغانستان کې د جګړې په دوام فعالې وساتي.
افغان ځوانان په ځای ددې چې په یوه صنعتي فابریکه کې کاروکړي دهند د وسلو په ورکړه به د جګړې سنګر ګرم ساتي وروسته تردې به په هندي وسله په افغانستان کې ولس وژنه دوام ولري.
افغان مجاهد ولس د تیرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د جګړې ډګر ګټلی دی؛ خو سیاسي مشرانو یی تراوسه پورې د سیاسي ډګر په ګټلوکې کامیابي نه ده ترلاسه کړې که ېې په سلو کې شل هم سیاسي ګټه ترلاسه کړی وایی اوس به په افغانستان کې د جګړې پرځای د امن وړانګې هرې لورې ته خورې شوې وای.
د چین سره د خوراکي توکو سوداګري به افغان ولس ته ګټوره تمامه شي؛ خو د هند سره د وسلو سوداګري به په افغانستان کې روانه جګړه نوره هم دوامداره کړي، چې افغان ولس هیڅ وخت د وسلو سوداګري نه شي زغملای همدا بس دی چې د امریکا هر ډول نا ازمایل شوی وسله د افغانانو په وژلو سره وازمایل شوه نور افغان ولس په افغانستان کې دهندوستان د وسلو د ازمایلو توان نه لري.


















ریختیا دی خبری تہ فکرکول پکاردی هسی نه دتجارت په نامه مونگ خپل ملی اواسلامی ارزختونه له لاسه ورتکڑو